تا په نکريزو پر ورغوي زما ، نوم ليکلی
ما د خپل جسم په رګ رګ کې دا ستا ، نوم ليکلی
مونږه مجبوره ، مونږ ته بله لاره نه وه پاتې
مونږ سر ښندنې ته په خپله رضا ، نوم ليکلی
په ښاريه کې يوه نوې اندېښنه خوره ده
چا د قاتل پر دروازه د پاچا ، نوم ليکلی
پر هره لاره چې پل واخلمه ، واپس راشمه
پر هره لاره د بېلتون د بلا ، نوم ليکلی
جلاله ! ته رښتيا ساده يې ؟او که ځان زوروې ؟
لا ، چې پر زړه دې د هغې بې وفا ، نوم ليکلی
جلال امرخېل - بلجيم
04.05.2009
- wiar
د کاروان صيب د يوې غزلې نه په الهام
سندره شه راواچوه ټيکۍ په ترنم کېای خير دی لږ مې ياد کړه ليونۍ په ترنم کې
غزل ټپې سروکي له چمبې سره ښه واييد ټولو جونو ميره دا جينۍ په ترنم کې
که ته يې چرته نوم په ترنم کې زمزمه کړېجانان به دې هم ستايي د شپيلۍ په ترنم کې
خوږې خوږې خبرې وي، نرۍ نرۍ ژړاشييو څوک وهي په&...
15.05.2010
- wiar
دې شوخ نظر مې ستا د حسن تاثير وتښتوو خوب مې پښتون نه وو نو ځکه شبګير وتښتوو دې غيرتي ولس کې تاب شته دې طاقت دې پکې روس او فرنګ يې په نارو د تکبير وتښتوو د پاکې مينې مين تل په زولنو کې ګوره پښتون زلمي مې زولنې او ځنځير وتښتوو ما ويلې جوړ به شې سمسور به شې اې ګران وطنه رقيب ظالم مې د خوب دغه تعبير وتښتوو ×××××××××××...