دې شوخ نظر مې ستا د حسن تاثير وتښتوو
خوب مې پښتون نه وو نو ځکه شبګير وتښتوو
دې غيرتي ولس کې تاب شته دې طاقت دې پکې
روس او فرنګ يې په نارو د تکبير وتښتوو
د پاکې مينې مين تل په زولنو کې ګوره
پښتون زلمي مې زولنې او ځنځير وتښتوو
ما ويلې جوړ به شې سمسور به شې اې ګران وطنه
رقيب ظالم مې د خوب دغه تعبير وتښتوو
×××××××××××
له دې نه تير يمه چې هر وختې تربور ماتوم
نور خپل شيطان په تيږو ولم خپل غرور ماتوم
له پلار نيکه نه راته پاتې جنګ جګړې دې خدايه
همدا مې کار دى کله تور او کله سور ماتوم
په دار به وخيژو اشنا دواړه به ځانګو پکې
خداې پاک دې نه کا چې د مينې دود دستور ماتوم
زمونږ د کلي لوې سودخور داړې تيرې کړې بيګاه
وييلې سبا به څوک بې وزله څوک مجبور ماتوم
رقيبه دومره کبر مه کوه کمزورى نه يم
که په توبه وختم بيا خو دې ضرور ماتوم