شـعرونــه
د بلینډې درې غزلونه
غزل چمبې په درځ وهي وايي سندرې جينکۍکشري په سر راغو کې کړي ګورګورې جېنکۍ خرپا ېې وي د پلونو په تنګي کې څوک راخېژيپه شان شي د هوسيو ور ببرې جينکۍ ما پام خو ډېر غلط کړ په ګودر چې تېرېدې نند مخ رنګ مې په خپله کړې خبرې جېنکۍ په زړو لاسونه کېږدي چې د چېغې ډول شروع شيمنګي په ګودر هېر کړي شي اوترې جېنکۍ ای خدايه پښتنې دي ته دې خپل نظر پرې وکهپه خېځو پسې تللي ډېرې لرې&n
له سپين غر دتورغر ګيله
هسې مې نوم تور دیله اره سپين يم بچيان مې سپين ګلان مې سپين زړه مې ډک له سرو لالونو هره تيګههره پاڼه مې کېسه دهخو! زما د سيسېو بچې مور نلري، وږي ديواړه واړه او خړ خړ دي .سپين غر! لويه غر !ستاله لاس، زه ستي يم ته کوډګر يې پاډوګر يېستا شپېلۍاوستا دمونهدغه کربوړي،سيمسيارې ،ماران ولړمان څنګه چيچل کا!څه بدسوځول کا!ته مې تربور يېته غټ يې، زورور يېستا له لاس ،زه وړوکی يو خڅوکیغټان غټ وي غټ واړه خوريستا له تاړا
تصوير
هاغه ماشوم وې چې تصوير دې راکهزه ورته مسکه شوم چې څه پرې کوې؟هغه وې ماته د شپې خوب نه راځيما وې چې دا نو په تصوير څه اړه؟ده زر را ووې چې ډېوه بلېږياو چې ډېوې ته ګورم ته وې پکېما ورته ووې ښه نوګوره ورتههغه تصوير دی بل تصوير څه کوې؟ده زر په سترګو خپل لاسونه کېښولاو اننګو کې ېې رنګ ونڅېدووې ېې ډېوه خو ښکلولی نه شمهم ېې په زړه پورې نېولې نه شمما پرې غوږ تاو کړ چې دا چا دي درتهدغه کږې وږې کېسې ښودلي؟په وړو شونډو ېې مغروره مسکا
مساپر
واه دا ځواني ېې ګورئله بدو سترګو لرېدا ګل ډنډ ره ځواني............دا بشره ېې داسې ښکاريلکه خداي وي جوړه کړيد خپل نور په نوراني رنګپه قلم د لوي قدرت خپلد کوثر د جام په ميؤو٭٭٭٭وړه خوله ېې د نرګس ګللکه سور په سورکو وينود حسين د څيرې زړه وي............ اننګو باندې ېې ګورئلوي تصوير د اوو واړوجنتونو راښکل شوي په پستو سرکوټو شونډو ېې راټولې ګيرچاپيرهد وطن ترانې ناستېهم پرې ټولې
سيوری
په سره ټکه غرمه په انتظار د سېوري لاندېيو ښکلی شان ماشوم اوده په لار د سيوري لاندې راځه چې دا دنيا يو څو شېبې کړو سره هېرهراځه چې هلته کينو لږ قرار د سيوري لاندې سپوږمۍ پسې ېې دومره غټه تېږه وه راخستېپټ شوی و، له وړانګو يې و ډار ، د سيوري لاندې ضرور دی چې به دنګو جينکو ته غلي ګوريدا نن صبا د ژڼو نور څه کار د سيوري لاندې هغه د کلي مست د ژڼو سر چې مساپر شوګونګۍ هره حجره او هر بنډار د سيوري لان
لیونی ته نظم
لیونیه په ما ګرانهله مودو مودو پس راغلې ما به ستا لارې څارلېدې کنډؤ کې به وم ناستهمودې ډيرې تيرې شولېته رانغلې ته رانغلېماته ټولو جونو ووېچې به هيره وې له ده نهخو ما وې چې يوه ورځ بهدې ضرور راځي و ماتهزه پوهيږم چې مجبور ديبل غريب دي ډير غريب ديلا خوستوري په اسمان کې تل سپوږمۍ لره خنديږيلا خو اوس هم پرښه اوريپه نازکو سرو ګلونولا خو اوس هم ټپې واييبلبلان خوږې د مينېنو ترې څنګه به شم ه
غزل
چې ستا د عشق د ګړنګو غرڅنی روغ پاتې دیخود مې د هيلو په مړوند کې بنګړی روغ پاتې دی وخته راړنګ کړه پرې نور هم د چا يادونه غرونهلا خو کوي وړې سلګۍ لېونی روغ پاتې دی مينه د زړه مې کړه شهېده وخت د عشق ګودر کېپه وينو سور ترې د يادونو منګی روغ پاتې دی څه د زړه ښار چې و د غم داړه مارانو لوټ کړبدرۍبس يو ترينه د څړيکو کورګی روغ پاتې دی د اننګو په دښت چې څري دا د اوښکو رمېګڼه په زړه کې مې دياد دې شپونکی روغ پاتې دی ځه د ارمان سره (ارمانه) کډه ه
ښونځۍ مي راته سوځي
زه ددې کلي نانزکهپه دې کلي کښي مي کور دی دلته بوري ميندي ژاړي له دې کلي مي زړه تور دی دلته زور او ظالمان دي دلته خلک کافران دي له تعليمه لري کرکه له اياته منکران دي په بمونو يې وژلي د ښونځيو ماشومان دي ښونځۍ مي راته سوځي له مکتبه سره وران دي نه پوهيږم دا کوم دين دی دوی پر کومه خوا روان دي ؟ دوی د مور او دپلار مينه د اولاد شيرينه وينه په بمونو څنګه وژني ؟ په بمونو څنګه وژني ؟ دوی زامن که شرمښان دي&nbsp
د نارنج ګل په موسم کې
هغه ورځ بيا رانغله کوم چې د ښکلي پسرلي په ګل ورينو وړانګو زماد هيلو دنازونو غوټۍ خوله په خندا پرانسته٠کوم چې دښکلی پسرلی دانار ګل په موسم ما دويالی له شګو ځانته کوټنی جوړ کړه هغه ورځ بيا را نغله کوم چا چې دښکلي ګلا بو نو نه ګېډۍ جوړې کړې دخپلې مينی تصور کې يې خيا لونه ليدل له نارنج ګل يې اميلونه جوړ کړل دچا مغرور حسن نه يې خيا ل کېتصو يرونه جوړکرلله نارنج ګل نه اميلونه جوړکړل هغه
غزل
دغه ستړي ستړي زړونهدا ستومانه منزلو نهما په کومه لاره بيا یدا بی شميره مينتو نهداشنا ښايسته يادونهدادمينی مين زړونه تش کتو کښی مکيزونهپه خيالونو کښی خوبونهداساده ساده لفظونهګنګه ژبه فريادونهداچپه راسته خبرېداوران شوي سياستونهدبی پتو پيغورونهچه په کوم امتحان ګيريمدا دخدای دی قدرتونه ای زماخوږه وطنهزه په تا باند ې نازيږممينه مينو کې نن ستادهقرباني تاته وفادهځان به هېرکړم ستاپه مينه زما
کړیدلې مسافره
زه په دې کلي کښي مرمهمادښکلو ښار ته بوزیزه بلبله د سرووګلومادګلو ښارته بوزیزه مي هسې دې دوزخ ته قسمتونو يم راوړېزه يو پېغله د جنت يم ما دحورو ښار ته بوزیزه د سره سالو ټپه وم پښتنه د ښکلو ميرهنن مي خاوری ارمانونه ما د هېلو ښار ته بوزیزه په دې پردي جهان کي مسافره کړېدلې زه د خپلي مېني تږې ما د خپلو ښار ته بوزیننواتي مي راوړي يو لمن د غزل اوښکي
سپينې خبرې
شمال دتاترې د تورو څڼوښکېنی که پاسنی دیله خيبره تر بولانښوروي ټل و واڼه ژوره کورمه هسکه مينه هر اېسار .چاچې ګندمک او چهلستونله ماڼۍسپک ورته کتلې همتونو هيبتونوتالا کړي،تښتېدلي ،سوځويدليپه ميوند بالا ايسارهلته په تيرا کې ،جينکوشور دی جوړ کړیيو تود سر وکی وايي :((نغارې دي لرو برې غليم پروت دی په اټکايمل خان د آزادۍ سکه وهلې ))ګوره! دغه سپينڅومره ښه سپين ديهر تسپپسوريې هم سپين سپين دید لاټول او دميرزا يېسپين
سپين غر ته سلام
سپين غر ! سپينه غره !تااو ستا بچو ته سلامسيکارام ته سلامخيبر وپيواړ ته سلامغلزو شينوارو خوګياڼو ته کوږک وشلمان ته اپریدو مسيد وزير تههرې لمنځې هر نښتر تههر مزري ،غوريژه تههم ګورګورې هم مښک تهشمشاد و تاترې تهزما دکلي لوړو څنارو ته تا او ستا هسکې غړۍ؛مستو دروته سلامهرې پيغلې هر زلمي ته ښکلو ښکلوشنو خالوتههرې دېرې هرې چينې تهتورې بوړې هم ميملې تهسپين غر ! سپينه غره!تا او ستااوږدو کېسو ته سلامهرې بروزې هر پرګي ته برج
کږی سترګی
زه خو درته ګورم په رڼو سترګو ولی راته ګوری په کږو ستر ګو ماته ازادی جز دايمان ښکاری لږ کړه ځان خبر له پښتنو سترګو پلار نيکه مو يودی افغانان يو دی مونږ ځکه يو بل وينو په خوږو سترګو ګوره د برلين ديوال هم ړنګ شلو خپل کی سره ګر ځی په دا سرو ستر ګوخت د ډيورنډ دځلم کرښه ده څو به راته ګوری په دا مړو سترګو واوره زولنی مونږ لره مه شړنګومونږ ېی ښکلوو په ليو نو سترګو مات به شی خمار بيا د حفيظ ( مليار ) لاړ به شی خيبر ته په درنو سترګو
غزل
هغه کعبه هغه سجدی د څه شوې ساقی د ميو دا پيالی د څه شوې ډک له مستېو ميکدی د څه شوې زاهده تاچی سره او سپين وليدل هغه کعبه عغه سجدی د څه شوې دا چی نن غلی يی خيبره ولی د خوشحالخان دا خا طری د څه شوې دلته ميوند کي به زه پيغلی پو ښتم لکه ملالی پښتنی د څه شوې تابه چی مينه کی خپل دار قبلوه جانانه هغه زولنی د څه شوې چی يو افغان به بل افغان وژلو حفيظ ملياره دا ګيلی د څه شوې
ديتيم اوښکي
دشهيد په مزار ناست ځويتيمان د يورځي شپي مياشتي کلونه انتظاردي دخپل تللي پلار راتلو ته شيبي شماريدسرتوري مورپه غيږ کې په ګيريان دي اوږي تږي سرسرتور بربربنډي پښي ديناست تر شنه آسمان دلاندي حک حيراندي مور نه هره شيبۀ غواړي دسيني پاکې شيديمور دلوږي نه سينه کې ورک پستان دې کلي کور کې يې ځوک نه پريږدي په آرامهوايې ورک دشي بې پلاره ماشومان دي ربه ته په دي بيوزلو و رحميږيستا دلار ي دشهېد معصوم بچيان د ي کونډه مور ي
غزل
کله مې ډاګ له ډاګې ولي کله غېږ راکوي جانانه عشق دې د پيريانو د اثر په څېر دی کلونه وشول په کې ورکې ورکې لارې ګوري څوک مې په زړه کې د يو ستړي مساپر په څېر دی
غزل
چې يې کاوه د سرو پيالو انتظار جل وهلي زموږ په کلي کې د ميو خومار جل وهلي راځه جانانه د کوم سيند تر څنګ کېږدۍ ووهو سږ کالې هسې هم د کلي کوکنار جل وهلي خدايه! شېبه، شېبه باران د کرم و
څلوريځه
اوس پوهېږې؟ راغه ټول په ډوړو پټ دی له سپين غره راښويدلي دي ډبرې مازيګر د کلي ټکنده غرمه ده ځينې ورکې ستا په رنګه سترګورې
غزل
داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې را کوزه شوله!سپين غر خو داسې بې مماڼو بې ګور ګورو نه و ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې نجونې نه شته کنه دا مازيګر خو بې ټپو ا