شمال دتاترې د تورو څڼو
ښکېنی که پاسنی دی
له خيبره تر بولان
ښوروي ټل و واڼه
ژوره کورمه
هسکه مينه
هر اېسار .
چاچې ګندمک او چهلستون
له ماڼۍ
سپک ورته کتلې
همتونو هيبتونو
تالا کړي،تښتېدلي ،سوځويدلي
په ميوند بالا ايسار
هلته په تيرا کې ،جينکو
شور دی جوړ کړی
يو تود سر وکی وايي :
((نغارې دي لرو برې
غليم پروت دی په اټک
ايمل خان د آزادۍ سکه وهلې ))
ګوره! دغه سپين
څومره ښه سپين دي
هر تسپپسوريې هم سپين سپين دی
د لاټول او دميرزا يې
سپينه لاره
سپينه ژبه
سپين ليکاڼی
سپين کتاب
د(آزاد )سپينې خبرې
هرڅه سپين
سريې سپين
زړه يې سپين
نوم يې سپين
دخوشال سپينه وينا ده
((غر خو هسې وي که نه))