فرهنګيان= پرنګيان
زما په ذهن كې تل داسې پوښتنې او معماګانې راپيدا كېږي چې د هغوى ځوابول او حلول په هغه وخت كې ما ته ناشوني وي، هو! له څه فكر وهلو وروسته ورته يو مات او ګوډ ځواب او حل راوباسم او د هغه پښتو متل: ((كه غر لوړ دى، پر سر لار لري.)) پر بنسټ خپلې هڅې پيل كړم.
دا وار هم د نورو وارونو غوندې د ((فرهنګيان= پرنګيان)) له موضوع سره لاس او ګرېوان يم، نه پوهېږم چې دا موضوع څه ډول وڅېړم، ځكه چې زما تر اوسه څانګيزې (مسلكي) زده كړې كړې نه دي، د هماغه پوهنې له مخې به يې وڅېړم چې كومه زه تر اوسه په ذهن كې لرم. لومړى بايد وپوهېږې چې فرهنګيان څوك او پرنګيان څوك دي؟
الف: فرهنګيان د يوه هېواد هغه پوهه ډله ده چې د هغه هېواد د كولتور او فرهنګ په پياوړتيا كې ستره ونډه لري او غوره رول لوبوي.
ب: پرنګيان هغه چا ته وايي چې په اوولسمه، اتلسمه او .... پېړيو كې يې پر كوچنيو هېوادونو باندې يرغل او تېرى كاوه. اوس ووايئ چې (الف) او (ب) مساوي كېدى شي؟
هو! پخوا به چې كوم ځواكمن او استعمارګر هېواد پر كوم كوچني هېواد يرغل كاوه، نو ځواكمن هېواد به دا پلمه وړاندې كوله او ويل به يې چې موږ غواړو چې دا (كوچنى) هېواد بافرهنګه كړو، ځكه چې دوى له فرهنګ نه لېرې او ناخبر دي او په هماغه زاړه مدنيت كې پاتې دي. همدا لامل ؤ چې استعمارګرو ته به يې فرهنګي، فرنګي او فرنګ وايه. څرنګه چې په پښتو كې ژبه كې د (ف) تورى عربي ښودل شوى او د پښتنو ژبه ساده او لواړه ده، نو د فرهنګي، فرنګي او فرنګ كليمې به يې پرهنګي، پرنګي او پرنګ غوندې ويلې چې تقريباً فرهنګيان او پرنګيان د ژبني ورته والي له مخې ورته كوي.
د فرهنګي او پرنګي ورته والي او توپيرونه:
۱- پخوا به پرنګيانو پر كوچنيو هېوادونو يرغل وروړو، اوسني فرهنګيان پر كوچنيو فرهنګيانو يرغل كوي.
۲- پخوا به پرنګيانو د كوچنيو هېوادونو شتمني لكه زمكې، زېرمې او .... لوټلې او اوسني فرهنګيان، هغه امتيازات چې د كوم خيرخواه له خوا نه د كوچنيو فرهنګيانو په نامه راشي، لوټوي.
۳- پخوا به پرنګيانو كوچني هېوادونه نه پرېښودل چې سرونه اوچت كړي، اوس غټ فرهنګيان نه غواړي چې واړه يا كوچني فرهنګيان تر سر اوچت كړي.
۴- پرنګيانو به په هر كار كې له چل ول څخه كار اخيسته او فرهنګيانو بيا په دې چاره كې له هغوى هم پښه اړولې يانې داسې تګلارې پر كار اچوي چې پرنګيانو تر اوسه پر كار اچولي نه دي.
نو، لنډه دا چې فرهنګيان او پرنګيان د پورتنيو يادونو له مخې سره ورته او مساوي دي.