خوږې، خوږې يو څو خبرې وكړه
په خوله كې راكړه سره انار د شونډو
د تندي خال دې ښكلومه اشنا
غلى تېرېږم په كنار د شونډو
په مينه راكړه سره لاسونه لاس كې
صادق ته خوشې كړه بازار د شونډو
دا د ښاغلي شېرزمان صادق كونړي (كونړ دنګې څوكې) شعري ټولګې نه رابېل شوي څو بيتونه دي. زما خو ډېر خوښ شوي، هيله ده چې د نورو هم خوښ شي، ځكه د شعر خوښونې ذوق او سليقه د هر چا بېله، بېله وي، خو زما ((هسې چټي خوشې)) نه دي خوښ شوي. زما د ژوند د ډېرو تجربو سره سمون لري، زما د كلي لارې كوڅې، كليواله پېغله، له هغې سره په يوازې ځاى كې په وېره، وېره خبرې كول، دا نو بيا ځانته خوند او خواږه لري او بيا هغه د الفت صيب وينا چې:
ښكلول، غېږ كې نيول د نورو مخكې
كه په خوښه او رضا وي، څه پروا ده؟
او يا دا چې:
عاشقي نيمه باچايي ده
چې ماشوقه يې په طرف ولاړه وينه
يا: خاطر دې ډېر راباندې ګران دى
كنه منګي لاندې خوله كله وركومه
او باور لرم چې صادق صاحب به هم د زلميتوب په كلونو كې د دغسې تجربو ضرور شاهد و او كه داسې نه وي، نو بيا يې دا هم نه ويل چې:
په مينه راكړه سره لاسونه لاس كې
صادق ته خوشې كړه بازار د شونډو
زه د خپل همېشني عادت له مخې په هره نوې شعري ټولګه كې د خپلې خوښې بيتونه د لوستلو پر مهال په نښه كوم او بيا يې د غوره شويو شعرونو كتابچې ته پورته كوم. دا ځل مې هم همداسې كړي، د ښاغلي شاعر او ليكوال صادق صاحب دويمه شعري ټولګه چې مې كله لوستله، نو دغه ښكلي بيتونه مې ترې رابېل كړل چې وروستنى درېيم بيت يې تر ټولې شعري ټولګې ښه راباندې لګي او بيا هم وايم چې كېدى شي، دا به زما د زلميتوب د وختونو د يوې شېبې انځور وي، ځكه خو يې دومره ستايم او خوښوم.
(كونړ دنګې څوكې) د ښاغلي صادق صاحب دويمه شعري ټولګه ده او كله چې مې لوستله، نو خداى شته په زړه كې مې تېر شول چې ضرور به يې پكې نوې تجربې كړي وي، خو له بده مرغه چې د لومړۍ شعري ټولګې (خاطرې) نه هم كمزورې او ضعيفه ده. ما ډېره هڅه وكړه چې زيات يې ښه شعرونه راواخلم او ويې ستايم، ځكه چې په لومړنۍ شعري ټولګه يې هم ما ليكنه كړې وه، خو په ده ښه نه وه لګېدلې او بيا يې هڅه كړې وه چې زما ليكنه د قومي سپينږيرو د پرېكړې له لارې غلطه او بېځايه  ثابته كړي او د غلطې تبصرې نوم پرې كېږدي. حال دا چې ما پرې د كره كتنې له ټولو نورمونو سره سمه ليكنه كړې وه او دواړه خواوې (ښې او ناښې) مې له ژونديو بېلګو سره وړاندې كړې وې او اوس دا دى د نوموړي ښاغلي په دويمه شعري ټولګه هم د ليكنې په حال كې يم، خو يوه خبره ضروري ګڼم او هغه دا چې د دې شعري ټولګې له كره والي مو يوه موخه دا ده چې له يوې خوا نه ليكوال ته خپلې كمزورۍ او نيمګړتياوې څرګندې شي، همدا راز ځوان ليكوال كول د كره كتنې له ليكلو سره اشنا شي او د زغم كلتور يې زده كړي. د شعر ښې او ناښې بېلګې وپېژني او بالاخره بيا په خپلو ليكنو كې د دغسې نيمګړتياوو خواوو ته پاملرنه وساتي، دويمه دا چې هغه د مېلمه او (الو) د خوړلو خبره هم ده چې اوس مو دغه يو ستړى كړى دى، بل نه شو ستړى كولى، خو بيا هم داسې نه ده له دې وړاندې ما پر نورو ټولګو هم كره ليكنې كړي، لكه: (اصيل افغان، د وخت يادونه او د يادونو په مزار دې ډيوه ځكه بلومه) او نور چې ډېرو به لوستې هم وي. او درېيم دا چې زه تل پر هغو ټولګو د كره ليكنې تكل كوم چې د خوبايانو نه يې نيمګړتياوې ډېرې وي او هغه ټولې ټولګې چې ما پرې د كره ليكنې په نوم څه ليكلي، نو همدغه ځانګړتياوې يې په نظر كې نيول شوي چې د هغوى له جملې نه يوه دا ټولګه (كونړ دنګې څوكې) ده.
د دې شعري (!) ټولګې ډېرى شعرونه لكه د ليكوال د لومړنۍ شعري ټولګې (خاطرې) په څېر ډېرې بې وزنۍ او كمزورۍ لري چې دلته به يې بېلګې په مستند ډول وړاندې كړم، خو له هر څه وړاندې يې زه له دې نوم سره په مخالفت كې يم، ځكه د شعر يا شعري ټولګې لپاره داسې يو نوم بايد انتخاب او غوره شي چې له نامه يې څرګنده شي چې دا شعري ټولګه ده، د مثال په ډول كه د يوې شعري ټولګې نوم (كرنه او مالداري) وي، نو آيا څوك به په لومړي سر كې دا سوچ وكړى شي چې دا ګواكې شعري ټولګه ده، تر څو چې يې پاڼې لاندې باندې نه كړي او يا پرې بله ليكل شوې كرښه ونه لولي چې ((شعري ټولګه))، نو چې داسې ده، نو لوستونكى، اورېدونكى ضرور هم دا سوچ كوي چې دا د كرنې او زراعت په هكله كوم كتاب دى. يا كونړ دنګې څوكې، چې ضرور به د كونړ د غرونو د لوړو څوكو او جغرافيايي جوړښت په اړه څه ليكل وي نو!! نو زه ځكه وايم چې د كونړ دنګې څوكې شعري ټولګه كه جغرافيه!؟؟ او يا داسې يو بل نوم لكه: مماڼې او ګورګورې چې ضرور لوستونكى به پرې له ليدو سره سم د غرنيو مېوو په فكر كې كېږي.
كه له سرليك نه يې راتېر شو، نو شعرونه خو يې په ټوله كې كمزوري دي او كله، كله خو ترې وزن هم په كونړي سين لاهو شوى وي، ډېر شعرونه خو يې بېخي مانا نه لري، خو دا هم كېدى شي چې شاعر (!) ته يې په خپل زړه كې مانا ولري. لكه لاندينۍ بېلګې:
منزل كه اوږد وي كه لنډ، خو بې هدفه نه وي
په دغه شوق مينه طرز داسې شان مې ګوره
يا:
د بلال چغې د صادق ذهن كې كېنوله
د هغه غږ د هغه چغې په ارمان مې ګوره
او ډېرې نورې دغسې ببولالې چې د بې ماناګۍ او بې مفهومۍ سره، سره د لوستونكي او اورېدونكي زړه هم له شعر لوستلو او شعر ليكلو نه توروي چې د دغسې بيتونو او شعرونو (!) بېلګې د صادق صيب په دغه ټولګه كې ډېرې زياتې دي چې د همدغو ګڼو نيمګړتياوو او كمزوريو د شتون پر بنسټ ما هم دغه ټولګه د كره ليكنې لپاره غوره كړه او هيله مې دا ده چې د دې ټولګې نيمګړتياوو ته په پام سره نور ځوان ليكوال په خپلو ليكنو كې دغسې نيمګړتياوو ته ځير وي، بله بېلګه:
د نام و ننګ او د پښتو په ټكي
مور راښودلې د لالو په ټكي
يا: سيده تېرېږم په هر دم د پښتو
صادق اوسېږمه ښه سم د پښتو
د نړۍ يو ستر نقاد ليكي هغه څوك چې د شعر په اهميت، هنريت او جوړښت نه پوهېږي، ښه دا ده چې ويې نه ليكي او د هېواد پېژندل شوى ليكوال او نقاد زرين انځور صيب بيا ليكي د نن ورځې شاعر بايد د كليمې په بشپړ او پراخ مفهوم سره معاصر شاعر او د خپل وخت شاعر وي. دى زياتوي شاعر جوړوونكى دى او لكه د نورو ټولو جوونكو په څېر بايد تر ټولو د ښه څيز د جوړولو په لټه كې وي. خو شاعر مخكې له دې چې شعر جوړ كړي، بايد خپل ځان جوړ كړي. د ښاغلي انځور صيب په وينا زموږ د زمانې شاعر بايد په سطحه كې پاتې نه شي او د مسايلو تل ته تېر شي. خو متاسفانه چې زموږ د نظر وړ ليكوال (!) په ليكنو كې هيڅ ډول تخيل، پيغام او هنريت نه تر سترګو كېږي. نه يوازې دا چې دغه هر څه نه لري، لكه د تېرو بېلګو هيڅ مانا او مفهوم هم نه لري، لكه دا:
منظوره د منصور قرباني څومره افتخار شو
په سر كې شوه سريزه او همدغه د عشق اسباب دى
وايي چې د غزل د ډېرو نورو ځانګړتياوو تر څنګ يوه ځانګړتيا دا ده چې هر بيت يې ځانته خپلواكه ځانګړې مانا او پيغام لري، خو زه د ښاغلي صادق صيب د ډېرو غزلو په مانا او پيغام نه يم پوهېدلى او يا خو به يې له سره لري نه؟، خو خير دا پرېكړه به لوستونكو ته پرېږدو. زه يې يوازې بېلګې وړاندې كوم او د ډېرو خبرو نه پرې تېرېږم لكه دا بېلګه:
مينه هيڅ ګرمه نه ده حسن ملامت په عشق كې
ما په سره لمر اچوي او خپل ځان په سوري ولى
يا دا:
سپينږيرى شومه ستا غوټۍ په سپړېدلو نه شوه
سوچ كې لاهو په دريابونو كې د ځان كومه
انځور صيب دغسې شاعرانو او د دغسې ليكنو د ليكوالو لپاره څه لارښوونې لري چې دلته يې راوړل ضرور ګڼم، هغه وايي چې هر شاعر ته په كار دي چې ښه شعرونه وليكي او كه ښه شعر نه شي ليكلى، نو بيا دې نورې ليكنې وكړي، له شعر ليكلو دې تېر شي، ځكه چې زموږ معاصر شعر كره كتنې ته ضرورت لري او له همدغې لارې كولى شو چې خپل پښتو معاصر شعر د هنريت او شعريت په ټوله مانا ښكلى او زړه راښكونكى كړو او څوك چې كمزوري شعرونه ليكي، نو خامخا به له كره كتنې سره مخامخ كېږي او بس. زه هم خپله ليكنه بس كوم، خو د خپلې خوږې ژبې او په هغې كې د ښو شعرونو او پياوړو شاعرانو د روزلو په موخه دا بيت يو ځل بيا ليكم چې پخوا مې هم په يوه ليكنه كې راوړى و.
تېل يې وچېږي خپلې وينې په كې زر واچوئ
چېرې مړه نه شي د جونګړو مو ډيوه ملګرو!