(دوخت يا دونه) او (ديادونو...) شعرونه كه مېرونه !؟؟
((په دې وخت او دې حالا تو کې چې هر طرف ته کرکه، نفرت او بدبيني زياته ده، خو دې ټولو سره، سره ډاکټره تورپېکۍ الم د يو سمسور او اباد افغانستا ن په هيله او اميد خپل ورونه او خويندې ملي يووالي، وحدت، ورورولۍ او اتفاق ته رابولي...)) او په دويمه ټولګه (!) کې بيا هم د يو څو کرښو ليکونکى له څو کرښو نه، نه دى رابهر شوى او ليکي: ((او بيا هم يو څو کرښې... د ډاکټرې تورپېکۍ الم د دويمې شعري ټولګې په هکله بايد ووايم چې اکثريت شعرونه يې ډېر زيات ښکلي د تصوير او معنى لرونکي دي. او د دې هر يو شعر کې داسې پيغام پروت دى چې لوستونکى يې په يو ځل لوستلو باندې نه يوازې په پوره پيغام پوهېږي بلکې د لوستونکي په زړه کې د بيا، بيا لوستلو تلوسه راپاروي.)) د څو کرښو د سريزې ليکونکى (لوى استاد!!) له دومره لوړې خاکسارۍ نه په خپله ليکنه کې کار اخيستى چې په هېڅ يو غزل يا يو بيت د (خو) ګوته نه ږدي او همداسې د ستاينو بې شمېره څپې دي چې يوه په بله پسې تکراروي.
په ټولګو دوه نورو ليکوالو هم ليکنې کړي چې له نېکه مرغه د هغوى له سترګو يې هم کمزوري، بې وزنه اوبې مفهومه شعرونه پټ شوي او که داسې نه واى، نو باور لرم چې ضرور به يې په خپلو سرليکنو کې په ګوته کړي واى، خو ما چې دغه دواړه ټولګې لوستي، نو ډېرې زياتې نيمګړتياوې، بې وزنۍ املايي غلطۍ او په لويه پيمانه کمزورۍ او بې مفهومۍ مې په کې ليدلي چې په دې ليکنه کې به يې په مستند ډول وړاندې کړم. لومړى دا چې ما ته د وخت يادونه شعري ټولګې کې د ډېرو نېمګړتياوو سره، سره يوه بله لويه (نادره !) دا ښکاره شوه چې په دوو شعرونو کې يې د دوو نورو پېژندل شويو شاعرا نو ارواښاد الفت صاحب او حسين احمد صادق د يو، يو شعر پوره، پوره کاپي که نه وي، نو د مانا او قافيې له مخې خو به بالکل په تول پوره او په امانتدارۍ رااخيستل شوي وي، يا لږ تر لږه د ټکو او کلمو د ځايونو په بدلولو، زياتولو او کمولو سره نور په هماغه قافيه او رديف، لکه د الفت صاحب دا شعر:
اختيار مې د ځان نشته دى، د جبر په مذهب يم
دادا مې خپلې خوښې او رضا ته نه پرېږدي
هېڅ نشمه ويلى چې په کوم کور کې به سوزم
زما د زړه لاليه! څوک مې تا ته نه پرېږدي.
او تورپېکۍ ليکي:
د زړه ماشوم مې مستي غواړي ما تقوا ته نه پرېږدي
دوې سترګې لټول کړي ما حيا ته نه پرېږدي
د مينې بادشاهان که د خپل حسن خيرات ورکړي
دروېزګر ظالم دربان ستا و درګا ته نه پرېږدي.
پر دې نوره پرېکړه لوستونکو ته پرېږدم، خو ټولو هغو همدغسې شاعرانو ته به دومره ووايم چې که په خپله ناخبره ياست، نو نورو ته د ناخبرو په سترګه مه ګورئ. بل دکوزې پښتونخوا د وتلي شاعر حسين احمد صادق دا شعر چې:
دا بتکي بتکي چې ښکاري
دا زما د جانان کوردى
دا خيرن کور به صادقه!
شيش محل باندې ورنکړم
هاغه دلته کې اوسېږي
چې زما د زړه ټکور دى
او آغلې الم يلدا ليکي:
هورې سيمه چې ښکارېږي
ځايه ځاى په لوګي تور دى
د افغان ها کلى کور دى
کشمالي په بلۍ نشته
له بليو سنګر جوړ دى
د افغان ها کلى کور دى.
په شعر او شاعرۍ کې له يو بل نه متاثره کېدل يا يو د بل د شعر تر اغېز لاندې راتلل څه نوې خبره نه ده، خو کټ مټ د پردي موجوده شعر په هماغه قافيه، رديف او سېلابي وزن باندې شعر ليکل. دا نو بيا ډېره لويه بې شرمي څه چې لويه سپين سترګي ده او بيا په دومره لوړ هنر او ژور سوچ سره چې زموږ آغلې شاعرې (!) بيان کړى، نو بيا خو واه واه!!!
دلته چې د الفت صاحب او صادق له شعرونو هر څه اخيستل شوي يا په بډه شوي، هغه پر خپل ځاى دي، خو يوه بله کمزوري او ښوېدنه يې لا دا ده چې څومره بېخونده او بدرنګه ليکل شوي او د شعر په نامه تحويل شوي، لکه:
د مينې بادشاهان که د خپل حسن خيرات ورکړي
دروېزګر ظالم دربان ستا و درګا ته نه پرېږدي.
ښه نو، اوس تاسې ښاغلي لوستونکي وواياست چې دغسې شعر او دا ډول بيتونه څه مانا؟ او چې مانا نه لري، نوخوند، رنګ او ښکلا به يې له کومه شي چې د څو کرښو ليکونکى لوى استاد (!) وايي: ((که آغلې يلدا شعر ليکلو ته همداسې دوام ورکړي، ډېر زر به د هغو ګوتو په شمار شاعرانو په قطار کې راشي چې تر اوسه يې د قلم کارنامې په نسلونو، نسلونو کې ژوندۍ پاتې دي.) د څو کرښو د وتلي ليکوال د خبرو د لا پخلي لپاره د تورپېکۍ ډاکټرې هغه شعر يو ځل بيا تکراروو:
هورې سيمه چې ښکارېږي
ځايه ځاى په لوګي تور دى.
که خبره نوره هم لږه صفا او ريښتيا وکړم، نو دا د شعر په نامه کرښه يې له نورو ډېرو بدرنګيو سره، سره دا بېخوندي او غلطي هم لري چې که (سيمه) په ريښتيا توره وي، نو د پښتو ژبې جوړښت او ګرامر ته په پام سر ه بايد (توره ده) وويل يا وليکل شي، نه دا چې توردى.
آغلې الم ته د دغو نورو د شعرونو په هکله د نړۍ د يوه ستر ليکوال دا خبره راوړم چې وايي: ((ته که نړۍ هماغه ډول ګورې چې يوه بل شاعر بيان کړې وي، ښه به دا وي چې خپل وخت او زموږ وخت ضايع نکړې، ځکه له همدغه ځايه څرګندېږي چې شاعر نه ياستئ.)) د نوموړې د دغسې بې وزنو، بې مانا او بېخوندو شعرونو بېلګې په دواړو ټولګو کې ډېرې زياتې دي چې دلته به يې له خروارونو، يو څو موټي راواخلو، لکه:
د ژوند په بازاره کې مې هر څه خرڅلاو ليدلي
ليدلي خو مې نه وو، ګوندې مينه په بازار شي.
ښه نو، اوس ته ښاغلى د دې ليکنې لوستونکى وواياست چې دا شعر دې او که هسې ببولالې!؟ يا آيا دا په شعر ملنډې وهل نه دي؟ د شعر په نامه بې مانا او بې مفهومه خبرې نه دي؟ يا هسې ساده شډلې، ګډې وډې او بې مطلبه کرښې نه دي؟ او چې همداسې دي، نو بيا خو دغسې سرسري عاميانه خبرو ته شعر ويل ظلم دى، د شعر نه د لوستونکي او اورېدونکي د زړه د مينې سړېدل دي. د وخت يادونه او د يادونو په مزار دې ډيوه ځکه بلومه) د دواړو ټولګو ټول شعرونه هسې هغه دغه د زړو ښځو خبرې دي چې د وښو، سبو او يا نورو وزګاريو پر مهال يې يوه له بلې سره کوي او همدا راز هېڅ ډول ښکلا، صميميت، هنري تخيل او شعري واقعيت په کې نه ليدل کېږي چې د سړي پرې هنري تنده ماته شي، خو بيا هم د((څوکرښو)) د ليکنې نوميالى ليکونکى!! پرې ليکي چې: ((د يلدا اکثريت شعرونه ډېر زيات ښکلي او د تصوير او مانا لرونکي دي...)) او چې داسې ده، نو د دې ښاغلي د ليکنې د ښه ثبوت لپاره به يو څو نادرې بېلګې نورې هم وړاندې کړو، لکه دا:
ما به هيڅ ژوندون ته يار نه وايې ويلي
که مې يوه ورځې په شونډو کې موسکاشوه
***
لرې پښو ته يې د کور مېرمنه ناسته
لکه شمعه چپ زړګى او ځان يې سوزي
د يلدا قلم د خپلې لمن اور واخيست
د بېداد په شرارو کې به ځان سوزي
***
داسې ژوندنه مرګ ډېر لوړه مرتبه کړي
چې له داره غليم ساتي سترګو تور کې
زه يلدا د دې پښتون ځنې توبه کړم
چې سرکوزي په شان ژوند کوي پېغورکې
***
زړه شمعې په شان سوزي بې تابه اوښکې ګوره
اوس پوه شوم لېونى ولې ګرځي څيرې ګرېوانه
***
پښتونه تا نه مې ګيله پاتې شو
د پښتنو شمله کږه پاتې شو
لر بر پښتون چې يلدا وسنجو
د پښتنوالې نه يې توبه پاتې شو
د تورپېکۍ په دغسې خوږه رنګينه (!) او غزليزه شاعرۍ کې دارنګه نادرې بېلګې ډېرې زياتې دي او که ووايم چې ټوله شاعري يې د دغسې ژورتياوو (!؟) ښکلاوو او رنګينيو مالا مال ده!! نو بده به نه وي، خو بيا هم ورته د نړۍ د يوه ستر ليکوال شاعر او نقاد (راينر مارياريلکه) دا خبره كول غواړم چې وايي: ((... د نن ورځې ډېر ناوړه او زيا ن لرونکي کتابونه، نه يوازې دا چې د يو ځل لوستلو ارزښت هم نه لري، بلکې د سوزولو وړ دي.)) دى زياتوي: ((دغه ډول شعرونه هم بايد وسوزول شي، ځکه چې دغسې شعرونه په لوستلو نه ارزي او بايد شاعر يې وپوهول شي (که شاعر وي!) چې دغه خبرې شعر نه دى... او هغه څوک چې نه ښه شعر پېژني او نه يې ليکلى شي، ښه خبره داده چې له شاعرۍ سترګې پټې کړي اولاس ترې واخلي او په دې بايد هم پوه شې چې له شعر ليکلو پرته هم ژوندکولى شي...)) د وخت يادونه او د يادونو په مزار دې ډيوه ځکه بلومه شعري ټولګو کې پر غزلو سربېره د ازادو شعرونو په نوم هم ښه ډېر بېلابېل سرليکونه شته چې يو څو بېلګې به يې دلته د خولې د خوږولو او ذهن د تسکينولو په موخه رابېلې کړو!! لکه د (بابالټوم) دا شعر:
د پښتو بچى يم د احمدشاه لمسى يم
زه خپل بابا لټوم، چېرته به يې پته وکړم
چېرته به يې لټه وکړم ...) ٣١مخ ، (دوخت يادونه)
خپلواکي:
دړندوپه يو ښار ، چې ښکلاوي بې مفهومه
د پايزيب شرنګ سر خوړلى، شورماشور د زولنو کې
د دې سيمې ټول وګړي په امساوو متکي وو
ښايې دوى چې خپلواکي نه پېژندله
استقلال ورځ:
د افغان يتيم ملته، ژاړه ژاړه تسل نشته
چې بې باکو ته شوې پاتى
شازلمي د وطن نشته
خپلواکي يو افسانه شو
د احمد خاورې شمله شو...
د ميوند ميدان ډېر سوړ دى
د ايوب نښانه نشته...
بندي:
که هر څو فلک تړلى
د تقدير په زولنو يم
خو چې ستا مينه راياد شي
له هر بنده شم ازاده
ډيوه:
ته د خوب په شانې راغلې
شوې د سترګو نه مې زړه ته رادننه
بيا د اوښکو په شان ولاړې
د يادونو په مزار دې ډيوه ځکه بلومه
ازلي ليکنه:
زما د تقدير کتا ب کې دا ليکل وو چې
زړه د مينې حريم نه شي کېداى
خو مينې زړه حريم کې دا ليکلي وو
مينه تقدير ته بندي نه شي کېداى
سېلاب وهلي:
زما د اوښکو فوارې
په سخته تېږه باندې
که اوس اثر نه کړي
خو زما له مرګه وروسته خلک به وايي چې
دا تيږه هم باران وهلې
يادونه:
ځاى په ځاى ستا خاطرې دي
ستا د مينې نښانې دي
ستا يادونو اوس په زړه کې
جوړې کړې هديرې دي
او داسې نور ډېر زيات چې د څو کرښو د ليکوال په ويناپه يو ځل لوستلو پرې د سړي تنده نه ماتېږي (!!)، خو ما ته پرې زما د يو ملګري څو خبرې را په زړه شوې چې شاعر هم نه دى، خو خبرې يې راته ښې او پخې ښکاره شوې چې يوه ورځ يې راته په څه خبرو کې وويل: ((هلکه اشنا! دا تاسې چې ورته ازاد شعر وايې، دا خو ما ته هسې څه ګډې وډې ساده خبرې ښکاري او که دا شعر وي، نو د دغسې شعرونو ليکل خو زه په ورځ کې تر زرو هم اړوم) اوبيا يې راته وويل: ((ګوره! که نه يو ازاد شعر درته وايم!)):
هۍ، هۍ د مينې په درياب کې
مې ځان ښه وغورځاوه
يخني وه ډېره سخته
مياشت هم د سلواغې وه
زر تې بېرته وچې ته راوختم...
او د دغو خبرو سره چې هغه ورته د شعر نوم ورکړ ما هم ښه وخندل، خو نور مې ورته هېڅ هم ونه ويل. په رښتيا چې آيا دغسې بې منطقه او بې ترتيبه خبرې او جملې شعر کېدى شي؟ ځواب روښانه دى چې نه، هېڅکله هم نه او چې داسې ده، نو دغه د ازادو شعرونو په نوم ليکل شوې کرښې څه ښکلا او مانا لري او د کوم احساس او عاطفې له مخې ليکل شوي؟ بيا هم هېڅ، او نه يوازې دا چې هسې ګډې وډې بې تسلسله عاميانه خبرې دي او د ګرامر او املايي ليکدود له مخې هم ډېرې بېخونده جوړې شوې کرښې او جملې دي چې هېڅ ډول شعريت او هنريت په کې نه ترسترګوکيږي، لکه د بابا لټوم په ليکنه کې (چرته به يې پته وکړم) يا د خپلواکۍ په ليک کې دا کرښه چې: (د ړندو په يو ښار چې ښکلا وي بې مفهومه) څومره بې مفهومه او بې مانا جوړې شوې کلمې دي چې د ټولې ليکنۍ له بېخوندۍ سره، سر ه هېڅ شى ذهن ته نه ورکوي او تر ټولو لويه نادوده يې لا دا چې د خپلواکۍ د يوې لويې مانا لرونکې کليمې سره په دومره سوليدلو او بې مفهومه الفاظو چلند کول دا نو ډېر لوى ظلم دى. زما استاد به ويل: ((د ازادۍ مضمون او ايډيال او د خپلواکۍ د مفهوم خيال بايد د شعر په داسې مهينه او آهنګينه ژبه بيان شي چې د عاطفي احساس تړون او خوږوالى يې داسې ولېږدول شي چې ويده ويښ کړي او ويښ خوب وزنګوي، نه دا چې... د افغان يتيم ملته ،ژاړه ژاړه بل کار مه کړه، ځکه چې هر څه په سين لاهوشوي، هېڅ نشته او موږ ټول په خلا کې ژوندکوو!! او بله لا په کې دا بېخوندي چې ((خپلواکي يو ا فسانه شو=داحمدخاورې شمله شو)) يا دا چې: زما د تقدير کتاب کې دا ليکل وو چې زړه مې د مينې حريم نه شي کېداى خو مينې زړه حريم کې دا ليکلي وو مينه تقدير ته بندي نه شي کېداى او يا د سېلاب وهلي ببولالې: زما د اوښکو فوارې په سخته تيږه باندې که اوس اثر نه لري، نو زما له مرګه ورسته خلک به وايې چې دا تيږه هم باران وهلې (!!)
او يوه بله لويه نادره يې لا دا ده چې ((ته د خوب په شانې راغلې، شوې د سترګو نه مې زړه ته رادننه، بيا د اوښکو په شان ولاړې، د يادونو په مزار دې ډيوه ځکه بلومه)) او همدغسې نور په لسګونو شهکارونه چې نه خوند لري او نه رنګ، يوازې د پولې پټي د سر خبرې دي چې کليوال بزګران يې هم دومره پيکه بېخونده او بې مقصده نه کوي. په هرحال بيا هم نور قضاوت پرې لوستونکيو ته پرېږدم او که چا نه وي لوستلي، نو باور لرم چې ډېر به يې زما د دې ليکنې وروسته راپيداکړي او وبه يې لولي، خو زه ورته د خپلې ليكنې په پاى كې د نړۍ د يو ستر منتقد (تي اس اليود) دا يادونې راوړم چې وايي: ((د شاعر په قلم او ژبه بايد د ولس ادبيا ت او ژبه غني شي او د شاعر ستر مسووليت همدا دى چې د ژبې پر وړاندې د شعر هره کليمه بايد حسابي وکاروي او د شعر هر نوى مفهوم يې بايد د هغه د ژبې د غنا او بډاينې لپاره يوه نوې او متعبره پانګه وي، هغه زياتوي: ((خپله ژبه له هغه شکل څخه چې وه، په پراخه، پاکه او دقيقه توګه راتلونکيو ته سپارل، دا دى د شاعر په عنوان د شاعر ستر او ممکن برياليتوب) او چې داسې ده، نو د آغلې ډاکټرې تورپېکۍ الم په دواړو شعري ټولګو کې له نورو ډېرو نيمګړتياوو سره، سره د ژبې املايي او ګرامري خوا تر ټولو ډېره کمزرې او د پام وړ ده او هيله ده چې په راتلونکي کې ورته پوره، پوره پاملرنه وکړي. په پاى کې يوه خبره کوم او دا بايد ما په لومړيو کې کړې واى، خو بيا هم لا ناوخته نه دى او هغه دا چې له هر لومړي کار سره نيمګړتياوې او تېروتنې ملې وي، خو دومره هم نه چې هر څه د هېڅ او نشت له ګواښ سره مخامخ کړي.