په لرغونې پښتو ژبه کې زړه د ((من)) په نامه راغلى، له دغه ((من)) څخه ((مينه)) راوتلې او د ((منل)) کړ يا فعل هم ترې جوړ شوى دى، ځکه چې کومه خبره زړه ته پرېوځي، نو د ((منلو)) جاج او مانا ترې زېږي. د زړو اروپايي ژبو ((منو)) د بنيادم اصلي او طبيعي نوم دى، ځکه چې د ((مينې)) او د مينه ناک زړه څښتن ګوښې انسان کېدى شي. د انګرېزۍ ژبې مين (Man) هم له دغه سلسلې سره تړاو لري، په پښتو کې د (مين، مينې او ماينې) خواږه وييونه هم د ((مينې)) له منځي (زړه او من) سره په کلکو مزو تړل شوي دي. (١)
((مينې)) ته په پاړسۍ ژبه کې ((عشق)) وايي، له درېيو تورو (ع، ش، ق) (٢) څخه جوړ دى چې د ((عشقه)) نومې ګياه څخه اخيستل شوى او دا ګياه پېچلى جوړښت او اتکايي ژوند لري، نو له همدې امله په ګوښي ځان د ودې ځواک نه لري. همدارنګه تکيه کول، خوراک رانيونه، خپلې پاڼې او ښاخونه د نورو ونو په ښاخونو پورې نښلوي او د نشترونو (٣) په وسيله د ونې ښاخونه ښکته کوي او نباتي شيرې څخه يې ګټه پورته کوي. کله چې بشپړه وده وکړي، اړونده ونه تر بريد لاندې نيسي او له مينځه يې وړي.
همدارنګه په ((مينو يا عاشقانو)) کې هم دا پېر يا دوره شته، په ((مين)) کې اروايي هيجانات او ځانګړي پاړسوبونه (التهابات) د اړيکې او علاقې په پرتله په ((مينې)) کې مينځته راځي. کله چې غوښتونکى غوښتنې ته ونه رسېږي او خنډ يې په مينځ کې ځاى ونيسي، ناچار ((مين)) لېونى، غمجن او پرله پسې وچ او پنا کېږي. ارواپوهانو د ((مينې، محبت او عشق)) لپاره ١١ پېرونه ټاکلي دي:
د ملګرتيا او انډيوالۍ پېر، چې لومړى ډېر ساده وي.
د اړيکې (علاقې) پېر، چې مهربانۍ او ((مينې)) ته د دوو زړونو چمتو کول دي.
د خاپ، ټکي او داغ پېر دى، چې کوچني نسواري رنګه خالونه پر مخ او د بدن پر نورو برخو پيدا کېږي او دا د ((مينې)) د سخت زياتوالى پېر دى.
د حسي ((مينې)) پېر، چې د لېږدونې اړيکه د يو بل ((مين او مينې)) تر مينځ زياته وي.
د زړه ښه والي، ميلان او د ولولو پېر، چې زړه په پايله کې د ((مينې يا معشوقې)) سره د ((مينې)) زياتوالى ښيي.
د زړه له تله بې کچه نازکه ((مينه)) ده چې ((مين او مينه)) له يو بل څخه په اندکه (معمولي) خبره خپه کېږي.
بېلتون، په دې پېر کې ((مين)) له ((مينې)) بېلتون غوره کوي او په خيال کې له ((مينې)) څخه د ((مينې)) غوښتنه کوي.
اړودوړ، په دې پېر کې ((مين)) د ((مينې)) د اړيکو د زياتوالي پر بنسټ ناروغه او بېځواکه کېږي.
د غولونې، ټګۍ، دوه مخۍ او تېرايستنې پېر، ((مين)) په هيجاناتو او اروايي اړودوړ کې خپل سد (عقل) له لاسه ورکوي.
وروستنى (د مړينې) پېر، چې ((مين)) په ((مينه)) کې ورکېږي او هيڅ (سزا او څوک) نه پېژني.
--------------------------------------------------------------------------------
(١) د تعيلمي نصاب د دولسم ټولګي پښتو، ٣٨ او ٣٩ مخونه، چاپکال ١٣٨١ لمريز.
(٢) ځينې وييپوهان عشق د عقل، شرم او قرار لنډيز بولي چې ((مين)) دا درېواړه په عشق کې له لاسه ورکوي.
(٣) نشتر، يوه اوسپنيزه د جراحۍ آله ده چې دواړو خواوو ته تېرې څوکې لري