که څه هم چې ځينې کره کتونکي د کره کتنې له دوديزې پولې، په دې پلمه وراوړي چې ټاکلي معيارونه ورته د نويو ادبي لاسته راوړنو تر مخ خنډ برېښي، مګر پر نړيواله کچه د ادبي کره کتنې لارويان پر نظري ډول په دوو برخو وېشل شوي دي، يوه ډله يې د ښکلاييزې کره کتنې پلويان دي او دويمې ډلې ته يې تاثراتي کره کتونکي وايي.
ښکلاييز کره کتونکي د يو اثر يا ليکنې ټول ښکلاييز او ناښکلاييز اړخونه شرح کوي، مګر تاثراتي کره کتونکي ښکلا او نيمګړتيا پسې نه ګرځي، که هره يوه ادبي ليکنه د دوى له ذوق سره سمه وه، يوازې او يوازې لذت ترې اخلي او بس. دا ګړۍ چې زما مخې ته کومه شعري ټولګه ايښې ده، دا د شاعر د دوو لسيزو د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، فرهنګي او... شرايطو هېنداره ده، د دې ټولګې په غزلو او نظمونو کې، په ډېره روانه ژبه ښاغلي رغون خپل فکر او خيال انځور کړى دى. نوموړي د زړه خبرې پټې نه دي ساتلي او د مستې ځوانۍ احساسات يې په دې ډول تصوير کړي دي:
کله چې مې زړه ته د خوږې مينې خواږه راشي
سم مې ورسره په ټول بدن څه رپېده راشي.
شاعر د مينې ځانګړتياوو په پېژندلو کې تر عامو خلکو يو ګام وړاندې دى، د معشوقې پر يوه خال ټول جهان ورکوي او پر يوه موسکا يې د ژوند پانګه نذرانه کوي، خو کله چې د ژوند پر ستړي ډګر ترې د منزل لاره ورکه شي، نو پر لوړ غږ بيا داسې وايي:
لار د عاشقې چې مې د ژوند لاره کې ورکه کړه
هلته مې رحمانه! هغه ستا خبرې يادې شوې.
که څه هم چې پر فطري لحاظ، شاعر په انزوا کې له يوازېتوب ګټه او خوند اخلي، مګر په همدغه يوازېتوب کې د تصور پر زنګون ټولنې ته د ورپېښو ستونزو هراړخيز تشخيص کوي. ښاغلى رغون د خپل قام تلپاتې بدبختۍ ناارام کړى او په ډېر نهيلي انداز داسې وايي:
د غفلت په خوب ويده يم
تېرومه شپې په دښتو
لنډوم د مرګي لارې
او د ژوند قاتل مې سر ته
راته لاس په چاړه ناست دى
پرېکوي مې سر له تنه
تر پايه....
د شعر په جوړښت کې سربېره پر نورو توکو، د ښکلو الفاظو پر ځاى کارونه، د الفاظو ترتيب، ترکيب، د الفاظو او ترکيبونو دا ډول او په دغو الفاظو او ترکيبونو کې د نغښتې موضوع پر وړاندې کولو کې دوه ډوله خبرې شته، يوه ډله تيوريسټان پر دې خبره ټينګار کوي چې د شعر الفاظ، ترکيبونه او... بايد لوستونکى يا اورېدونکى پر هسکو والوزي، بيا يې پر ژورو ورښکته کړي او ډېر ژر قانع کړي، مګر ځينې نور يا دويمه ډله پر دې عقيده لري چې د شعر ژبه بايد لږ تر لږه عام فهمه وي چې په اسانۍ ترې لوستوال خوند او ګټه واخلي. ملوک رغون د ولس له ذهني کچې سره سم خپل خيال او فکر تصوير کړى او له پېچلو ترکيبونو او الفاظو يې ډډه کړې، لکه:
چې هر سهر زما په پام راخېژي
دغه ډيوه د چا په بام راخېژي.
په شعر کې د انځور ګرۍ خبره تر هر څه زياته د ځيرنې وړ ده، د شاعر کمال په دې کې رانغښتى چې له ډول، ډول کليمو په ترتيب او ترکيب کې يو داسې تصوير کاږي چې د لوستونکو او اورېدونکو تنده پرې خړوبېږي. ملوک رغون په انځورجوړونه کې تر نورو شاعرانو وروسته نه دى. په لاندې نظم کې د دې خبرې ښه ثبوت وګورئ:
هغه زمونږ د پټي خوا ته
د ګودر په غاړه
په وچو شونډو
په کتو، کتو کې
ستا خبرې
هغه زېړى مازيګرى
او تنګې ونګى کوڅې
هغه زمونږ د کلي خوا کې
آ، د لارې په سر
خواږه کتل دې هيڅ،
زما نه هېرېږي.
تر پايه....
مينه يو داسې څيز دى چې انسان ورته د روح په څېر اړتيا لري، هيڅوک له دې ستر حقيقت سترګې نه شي پټولى. په مينه کې له عامو خلکو سره د شاعر توپير په دې کې دى چې عام ذهن د مينې د رنګينيو پر کيف او خوند هغومره نه رسېږي، لکه څومره چې اړينه ده، شاعر پر ويښه، پر ويدو، پر زمکه، پر اسمان او که غوڅه يې ووايو په ژوند او پر مړينه، مينه، مينه دى او په هر يو حالت کې مينه غواړي، د زړه له تله يې غواړي چې د خپلې ملګرې يا ملګري سره دوه مخي وکړي او که چېرې چا د مينې پر لار يوازې پرېښود، نو سوزېدلې نارې وهي او د هغې دوه مخي دارنګه انځوروي:
نو، اى بې مينې، مينې!
نوره به ستا د ليدو
هيله زړه کې وچه کړمه
او، اوس به تا ته زه بې مينې، بېوفا وايمه
تا به زه نوره د بې مينې په نوم
د بېوفا په ټکي
له خپلو ټولو خاطرو سره
بېخي هېره کړم.
د شاعر زړه سپېڅلى دى، هيڅ ډول ټګي او برګي نه مني، دى غواړي چې ټول انسانان او په ځانګړي ډول د زړه ملکه يې د ژوند د خوښيو رنګينې جامې واغوندي، مګر کله ورته د هغې بده اراده څرګنده شي، له ځنډ پرته خپل غبرګون څرګندوي او د شعر په ژبه ورته ښېرا کوي:
تا له ربه! غواړمه د ځان په شان
څنګ چې وچې شونډې دې حيران کړمه
کله چې د پر له پسې غم له درانه بار لاندې انسان ناتوانه شي، يوازينى چې نوموړى پرې زړه ته ډاډ ورکوي، تقدير دى. ملوک رغون چې ډېرې ستړې ګاللې دي، له دغه شان حالت سره مخ شوى، له نورو سره يې د تشخيص توپير په دې ټکي کې دى چې نوموړى له درد او غمه ډکه برخه له ازله نه بولي، بلکې د بل له لاسه يې په ناوړه ډول جوړه کړې ګڼي، لکه په لاندې بيت کې:
خواره تقديره! له ازله نه يې
دلته پخپله چا ليکلى ښکارې
په ځينو غزلو او مسرو کې خپل فکر او خيال په ډېر لوړ ذوق دارنګه انځوروي:
چا نه د پېزوانه پاتې شوى يم
ټيک نه دې جانانه! پاتې شوى يم
ښکل مې کړه، راټول مې کړه په سترګو کې
عشقه! د ارمانه پاتې شوى يم
تر پايه....
شاعر تر هر څه خپل جانان ښکلى ګڼي، په ساده او طبيعي ډول يې د ښکلا عکاسي په دې ډول کوي:
ياره! قسم دى دومره ښکلى ښکارې
لکه ګلاب راټوکېدلى ښکارې
له لاندې بيتونو د شاعر د انځورګرۍ د ځواک کچه په بشپړ ډول څرګندېږي:
ستا د هر ديدن سره مې سترګې اوښکې، اوښکې شي
وايم چې باران شه د فصلونو په سر پرېوزه
نورې مې پېرزو رغونه! ستا په ژوند ايرې نه شي
وخانده موسکى، د مړوندونو په سر پرېوزه.
که چېرې په يوه ليکنه يا يو اثر کې ليکوال يا شاعر هر څومره له ځيرنې او پوهې کار واخلي، مګر بيا هم نيمګړتيا يې له بشپړتيا ملګرتيا نه سپموي. د دغې ټولګې په شعرونو کې چې ما ته کومې بدګڼې يا نيمګړتياوې جوتې شوې دي، غواړم چې ځينې يې په ګوته کړم. (زمونږ د کلي لارې) که څه هم يو ښه ترکيبي نوم دى، خو زما په اند ډېر زيات شاعرانه دى، دويمه خبره دا ده چې د پښتۍ پر لومړي مخ، ښي او کيڼ لوريو د (شپون) او (دراني) تصويرونو چاپ ته هيڅ راز اړتيا نه وه، ځکه چې دا يوه شعري ټولګه ده، نه مجله. دغه راز د ځينو شعرونو په مسرو کې سربېره پر پروفي نيمګړتياوو او پر ګرامري لحاظ ډېرې داسې کلمې هم شته چې د معياري لهجې خيال يې نه دى ساتل شوى، شاعر د سيمه ييز تلفظ له مخې ليکلي دي، د سپيناوي لپاره د پينځم مخ غزل، د درېيم بيت دويم نيم بيتي کې د (بډه) کليمه وګورئ:
نګاه په پټه پټ په پټه شوه
لکه چې بډه دې ملا واخيسته
بله خبره دا ده چې د قافيې او رديف تر منځ بايد مناسبه همغږي او معنوي تړون موجود وي يا په بل عبارت قافيه او رديف بايد په ټوله مانا يو له بله سره پخلا وي او که چېرې د دواړو تر منځ د پخلاينې اړيکې نه وي، نو په هغه صورت کې شعر يا بيت مانيزه ځانګړتيا له لاسه ورکوي، د بېلګې په ډول د لسم مخ له مطلع پرته ټولې مسرې ولولئ:
څوک چې بې وخته د چا لارې څاري
اخر به ما غوندې بدنام راخېژي
چې په يو تار يې سل نيولي زانګي
دا به د چا د زلفو دام راخېژي
تر پايه....
په پورتنيو بېلګه ييزو مسرو کې مو وليدل چې قافيه له رديف سره هيڅ راز اړخ نه لګوي، نو ځکه سره مرور دي او دغه ډول مرورتيا په ځينو نورو بيتونو کې هم ليدل کېږي چې هنري منطقي تړون يې تاواني شوى دى. دغه شان د ٣٣ مخ په زياترو مسرو کې د (زما او ستا) ضميرونو پر له پسې کارولو د مسرو شعري لذت له منځه وړي، لکه:
زما ژړا ستا بېوفا لوظونه
زما سلګۍ ستا د مستۍ ګلونه
زما ځواني ستا پسرلي خالونه
زما زړګى ستا د ځولۍ ګلونه.
(زمونږ د کلي لارې) په غزلو او نظمونو کې د شاعر خيال او فکر څپې وهي، د دغو غزلو مسرې ګڼې هنري ښکلاوې لري او په همدې ډول د نيمګړتيا شتون يادونه يې هم اړينه بولم، مګر د دغو ښېګڼو او بدګڼو بشپړه رااخيستنه، په يوه تنګ لمنه ليکنه کې شونې نه ده.
کېدى شي چې په ګوتنيوونکې ليکنه کې هم ډېرې نيمګړتياوې وي، خو دغه راز نيمګړتيا د راتلونکې بشپړتيا لارې او ګودرې لټوي. زه په پاى کې ښاغلي ورور ملوک رغون ته د شعري ټولګې د چاپ له امله د زړه له تله مبارکي وايم او راتلونکى ورته د هنري پنځونو تلپاتى پسرلى غواړم.