مـــــــــقالې
زه په خپله شهزاده د اباسین یم
کله ناکله ست د جام کوه په تا مئین یم پر ما پام کوه د رقیب مخکې راله مه وايه څه بس زما دومره احترام کوه په پښتنو کې به داسې څوک نه وي پاتې چې لږ تر لږه د سیف الرحمن سلېم د خوږو غزلونو یو یا دوه بیته یې نه وي په یاد . خو داسې کسان به ډېر کم وي چې خپله ددې خوږو غزلونو پنځوونکی یې پېژانده او یا یې په اړه څه اورېدلې وي . هغه لکه غزلونه چې یې د ګوتو په شمېر خو په په تول پوره دي . له همداسې ګوتو په شمېر کسانو سره یې ناسته ولاړه درلوده . د شهرت تږی نه و او شعر یې ېوازې ددې ل
له شمشاده ګيله مند يم
دتيرې جمعې په ورځ په كابل كې په خپله كوټه كې له يو ملګري سره ناست اوم، او پرشمشاد تلويزون لګيدلى هغه هندي فلم مې كتل چې ژباړه يي پښتو وه چې،ناڅاپه دتلويزون پرهينداره په سره ګرښه ليكل شوي عنوان(عاجل خبر) راغى،چې ددغه عنوان په ليدو مې لا ډير پام ددغه تلويزون هيندارې ته واوښت،اوددې خبر په ليدو نيغ كښيناستم او دتلويزون هيندارې ته ټول سترګې سترګې او غوږ غوږشوم.په همدې حال كې د(شاه ځلمي ځلمي) په نامه يو وياند دتلويزون پرهينداره راښكاره شو،دوياند له څيرې بريښيدله چې،كومه لويه غميزه ر
په پښتو فلمونو کې پنجابۍ نجونې رقصېږي
يووخت وو چې په پاکستان کې فلمي صنعت په اردوفلمونو چلېده خو وروسته د شمېرې له مخې پنجابي فلمونو اردو فلمونه شاته کړل او اوس پښتو فلمونو پنجابي فلمونه ترشا پرېيښي دي . خو په زړۀ پورې خبره داده چې د هغو فلمونو يوازې ژبه پښتو ده اوټولې لوبغاړې يې پنجابۍ نجونې دي.په صوبه سرحد او د کراچۍ په بازارونو کې خو پښتو سي ډي ډرامو کې پښتانه لوبغاړي نه تر سترگو کېږي خو دپښتو فلمونو دروازې ولې پر پښتني لوبغاړو بندي دي؟ د دې پوښتنې دجواب لپاره پېښور او بيا لاهورته ولاړم په پېښورکې پښتنې فلمي ستور ې
((كونړ دنګې څوكې)) شعري ټولګه كه جغرافيه!؟؟
خوږې، خوږې يو څو خبرې وكړهپه خوله كې راكړه سره انار د شونډود تندي خال دې ښكلومه اشناغلى تېرېږم په كنار د شونډوپه مينه راكړه سره لاسونه لاس كېصادق ته خوشې كړه بازار د شونډودا د ښاغلي شېرزمان صادق كونړي (كونړ دنګې څوكې) شعري ټولګې نه رابېل شوي څو بيتونه دي. زما خو ډېر خوښ شوي، هيله ده چې د نورو هم خوښ شي، ځكه د شعر خوښونې ذوق او سليقه د هر چا بېله، بېله وي، خو زما ((هسې چټي خوشې)) نه دي خوښ شوي. زما د ژوند د ډېرو تجربو سره سمون لري، زما د كلي لارې كوڅې، كليواله پېغله، له هغ
(دوخت يا دونه) او (ديادونو...) شعرونه كه مېرونه !؟؟
د ډا کټرې تورپېکۍ الم يلدا دوې شعري ټولګې (!!) يوه په بله پسې كال پس راووتې. لومړنۍ يې (دوخت يادونه) په ١٣٨٤ لمريز كا ل كې د پارلماني ټاكنو له ټا كلې نېټې مياشت نيمه وړاندې چاپ شوې وه او دويمه يې (ديادونو په مزاردې ډيوه ځکه بلو مه) د ١٣٨٥ لمريز کا ل د زمري په مياشت کې له چاپه راووته. ما دغه دواړه ټولګې (!) له سريزو نيولې، بيا تر وروستۍ پېژندپاڼې لوستي. د دغو دواړو ټولګو د لوستلو په پاى کې مې هم ګټه وكړه اوهم تاوا ن. ګټه مې په دې وکړه چې دې ليکنې ته يې اړ کړم او کېدى شي چې د دې ليکنې ګټې نورو ډېر
زموږ د کلي لارې
که څه هم چې ځينې کره کتونکي د کره کتنې له دوديزې پولې، په دې پلمه وراوړي چې ټاکلي معيارونه ورته د نويو ادبي لاسته راوړنو تر مخ خنډ برېښي، مګر پر نړيواله کچه د ادبي کره کتنې لارويان پر نظري ډول په دوو برخو وېشل شوي دي، يوه ډله يې د ښکلاييزې کره کتنې پلويان دي او دويمې ډلې ته يې تاثراتي کره کتونکي وايي.ښکلاييز کره کتونکي د يو اثر يا ليکنې ټول ښکلاييز او ناښکلاييز اړخونه شرح کوي، مګر تاثراتي کره کتونکي ښکلا او نيمګړتيا پسې نه ګرځي، که هره يوه ادبي ليکنه د دوى له ذوق سره سمه وه، يوازې او يوازې ل
سپين غر
د سپين غره لړۍ د افغانستان ختيځ لوري ته پرتې دي. (۱۵۰) كيلو متره له ختيځ څخه لويديځ لوري ته د زمكې پر مخ اوږد غځېدلى پروت دى، لوړه څوكه يې سيكارام نومېږي او ځايي خلك ورته “بزرګه څوكه” وايي چې د سمندر له سطحې څخه (۴۷۵۵) متره لوړوالى لري او د تل لپاره په واورو پټه وي. سپين غر د لمنځو، نښترو، څېړيو، كاجو، جڼغوزي او ... په ځنګلونو پوښل شوى دى، مشهور كوتل يې د پكتيا او لوګر تر مينځ پروت دى چې “شترګردن” نومېږي او د سمندر له سطحې څخه (۳۷۲۰) متره لوړوالى لري.سپين غر ته ځكه سپين غر وايي چې د اوړي د م
رفیق شينواری، د لوی فنکار نيمګړې کيسه
مونږچې کله هم دپښتون قام دکلتور دتاريخ پاڼې الوول کوو نو په دغه پاڼوکښې ډير بابونه په نظر راځى چې ورکښې يو ډير ګټه ور او په تول پوره باب دپښتو موسيقۍ دے . دپښتو موسيقۍ وړومبى سرونه چااوچيړل لکه دپښتوټپې دتاريخ ددې خبرې تعين هم بيخى ګران دے . البته داخبره په پوره وثوق سره کيدے شى چې دڅيړنکار دزيار او کړاونو په ترڅ کښې چې دپښتون قام داووۀ