يووخت وو چې په پاکستان کې فلمي صنعت په اردوفلمونو چلېده خو وروسته د شمېرې له مخې پنجابي فلمونو اردو فلمونه شاته کړل او اوس پښتو فلمونو پنجابي فلمونه ترشا پرېيښي دي .
خو په زړۀ پورې خبره داده چې د هغو فلمونو يوازې ژبه پښتو ده اوټولې لوبغاړې يې پنجابۍ نجونې دي.
په صوبه سرحد او د کراچۍ په بازارونو کې خو پښتو سي ډي ډرامو کې پښتانه لوبغاړي نه تر سترگو کېږي خو دپښتو فلمونو دروازې ولې پر پښتني لوبغاړو بندي دي؟ د دې پوښتنې دجواب لپاره پېښور او بيا لاهورته ولاړم په پېښورکې پښتنې فلمي ستور ې ريما راته وويل چې:
(( په ډرامو او پر سټېج باندې مې کار کول خوښ دي او هيڅ نيوکه نه ورباندې لرم خو د فلمونو پروډيوسران وايي چې پتلون واغونده خو زه داجامې نه شم اغوستلاى ځکه زه فکر کوم چې دغه خلک دپښتنو په کلتور نه پوهېږي او خپل فلمي ارمان په پنجابيو نجونو پوره کوي چې بې لستوڼو کالي يې اغوستي وي او په پتلونونو کې کار کوي.
خوزه داسې نه شم کولاى که ستا په ياد وي په پېل کې د ياسمين خان فلمونه ډېر ښه او د معيار له مخې ډېر لوړ وو. زه فکر کوم چې هغسې ساده پښتني لباس په کار دي او که دا لوڅ اړخونه چې په فلمونو کې نه وي بيا ټولې پښتنې لوبغاړې تياري دي چې کار وکړي خو دا خلک نه غواړي چې پښتنې نجونې داميدان ته راشي.))
په پېښور کې که پښتو ډرامې او فلمونه چېري پيداشي اوکه نه خو په نشتر آباد کې ضرور پيداکېږي،هلته دپښتو سې - ډي ډراموله يوه مشهور پروډيوسر مسافر خان سره مخامخ شوم ، هغه وويل ((تاسو خو دپښتو فلم خبره کوئ موږ چې اوس په دې ډرامو کې هم د لاهورله نجونو څخه کار اخلو.))
هغه زياته کړه چې په پېښور کې څلور پنځه پښتنې لوبغاړې شته چې هرې يوې يې پنځه ډرامې يوځاى لاسليک کړې دي او موږته پوره وخت نه راکوي ځکه موږ لاهورۍ نجونو ته مخه کړې ده ځکه موږ لاهورۍ نجونې په ډراموکې کارو چې د دغو پښتنو ښځينه لوبغاړو غرورمات شي وروسته بيا موږ په دغو نجونو دپښتوترجمه (ډه بېنگ ) وراچوو.))
دمسافرخان دخبرې په اورېدو سره مې پرېکړه وکړه چې دخبري اصل په لاهور کې
پخواني پښتو فلمونو کې د ياسمين خان په څير ستوريو کار کاوۀ
موندلاى شم اودلاهور پر لورمې مخه کړه. لاهورته تر رسېدو وروسته د فلم جوړونکي نسيم خان په دفتر کې مې دپښتو فلمونو يوه وتلې څېره شهناز بېگم وليده .
هغې په ايبټ اباد کې فلم ډکاوۀ خو زما په غوښتنه نوموړې څوساعته وړاندې د نسيم خان دفتر ته راغله ،په زړۀ پوري خبره دا ده چې زماسره په ټوله ناسته کې هغې په خپل ښي لاس کې د وېښتانو د ږمونځه ولو بورس په لاس کې نيولى وو.
د هغې هم همدغه گيله وه چې لاهورۍ نويې نجونې په پښتو ژبه نه پوهېږي خو فلمي نړۍ ته يې مخه کړې او دکارموندلو په نيت د هر ډول فلمي کار لپاره تياري وي.
دمېرمن شهناز په وينا تردامهاله چې پښتو فلمونوته هرڅومره نجونې راغلي هغوى کې له ما پرته ياسمين خان او ثريا پښتنې وې نورې ټولې په پښتو نه پوهېدې.
خو چې له کله موږ فلمي ډگرته راغلي يو نو له اولې ورځې چادرۍ پرسرکوو او په ښار کې هم په چادريو کې گرځو ښايي دا وجه وي چې موږ په قبايلي سيمو کې هم ښه عزت لروموږ له دې کبله په فلمونو کې کار کوو چې دکار پر مهال له موږ سره يوازې کاري ملگري وي او موږ ديو بل په خويونو ښه پو هېږو البته له کله چې پښتو فلمونو ته اردو او پنجابي ژبې ويونکې نجونې راغلې دي د هغوى په څېر کار کول موږ نه شو کولاى ځکه هغوى هر ډول کار کولو ته تياري دي .
په پښتنو کې فلمي ډگرکې دښځينه کارکوونکو ډاډگېرنه دپښتون فلم جوړونکي اصف خان په وينا نه کېږي . دى وايي چې په سيمه کې فلم جوړونکى په ښه نامه نه يادېږي.
زه په لاهور کې دنسيم خان له دفتره ووتم او داپوښتنه راپيداشوه چې په نړۍ کې به بل داسې هيواد هم وي چې فلمي ستوري يې دفلم په ژبه نه پوهېږي او پخپله غواړي چې نور وپوهوي ؟
ځواب مې ونه موند له ځان سره مې وويل چې رښتيا پاکستان دمعجزو هيواد دى