خوشحاله هرسړى ؤ،چې راوړي ديموکراسي
داعدل،مساوات اوآزادي ديموکراسي

څه ګورو،چې نه ګورو اوګورويې په سترګو
راوړي دځان سره ډانګي ديموکراسي

نورخذمت به ډېرکړي خوداهم دذکروړدى
وطن به ټول په ايډزدرته لړي ديموکراسي

دکلي که دښاردى،که پوه دى که ناپوهه
دهرچاپه مغزوکې ورمنډي ديموکراسي

اوس ترېنه بېزاردي کنه مخکې يوڅوکاله
غوښته دآزادفکرهرسړي ديموکراسي

غرب کې آبادي کړي خو،چې مونږطرف ته راشي
ښارونه اوکورونه ورانوي ديموکراسي

داڅوکاله،چې ګورومونږته داسې معرفي شوه
دظلم،غلامي اوفحاشي ديموکراسي

مانامفهوم يې يودى لفظونه يې بدل دي
غربي ده ګرانه وروره که شرقي ديموکراسي

عادل ورته شډل ښکاري دځان اوهويت
هرڅوک،چې مسلمان وي نه مني ديموکراسي.

 

يسې!!!
واقعي ،چې پيسې لارجوړه وي غرکې
دآسونوطاقت راولي په خرکې
ښکلې پېغلې دسپيږو غږته ورشي
ازغزي پرويزي دګلوسره بسترکې
که پيسې درسره نوي ورک به ګرځې
که ماغزه داپلاتون لري په سرکې