کله چي د باران لومړنی څاڅکي له اسمانه راولويد ،اود سمندر په غيږکي پټ شو٠ نور سمندر خپله غيږه نور هم ورته خلا صه کړه په همدي هيله چي دا څاڅکي به يوه ورځ لکه د مرغلري وځليږي٠اسمان خو دا څا څکي په 'مځکه و غورځولو او سمندرهم دا په غيږه کي واخيستو، مګر هيڅ څوک

 خبر نشول  چي په څاڅکي با ندي څه تير شول ٠ نه اسمان خبر شو او نه سمندر چي دي څاڅکي څنګه  ځان نه مرغلر ه جوړه کړه ، څومره بدبختيا ني وليدلي او سومره غمو نه ورباندي تير شول٠

همداسي وړانګي هم له خپل وجود نه يو څاڅکي د ماشوم په څير د نړي په سمندر کي وغورځولو په دي هيله چي دا ماشوم به د هغي ژوند نه د بدبختي وريځي لري کړي ٠ او د خو شحالي رڼا به د هغي تياره لمنه ډکه کړي٠مګر هغه نه پوهيدله چي دا نړي زړه سوانده نه ده٠ د هغي له سترکو نه اوښکي تويدلي ،دومره اوښکي ته به واي په شيبو باران وريږي٠

 وړانګي دی لپاره نه ژړل چي خلکو يي ماشوم ورته مړ کړو٠ ماشومان  خو هره ورځ مري کله له ولږي ،کله له ناروغي نه، کله له وچ کالي نه او کله د ميندو له بي باکي نه ٠ مګر هغي د لپاره ژړل چي د خلکو په دومره غونډ کي داسي انسان پيدانه شو چي پو ښتنه وکړي :

 دا ماشوم څه له په کاڼو ولي؟

  ولي ددغه ماشوم سپين ځان په وينو رنګوئي؟

   دهغه او د مور ګناه يي څه ده؟

 داسي غيرتي نر پيدا نه شو چي د خلکو له لاسه يي کاڼي اخيستي وي او دا په وينو لړل شوۍ ماشوم يي په خپلو زورورو لاسو کي پټ کړي وه٠غيرتي خو هر نر ځانته ويل مګر هغه ورځ ټولو بنګړي په لاس کړي وه٠ داسي يو مهربان غږ جګ نه شو چي له دي ظالمو خلکو نه يي تپوس کړي وي،چي دې کي د ماشوم څه ګناه ده چي پلار نه لري٠ او نه يي د بد بختي مور پړه ده چي په ژونداونړۍ کي يوازي ده٠ ټوله ګناه د تاسو ده چي په خپلو منځو کي د جګړي له اثره په زرهاؤ ما شومان مو بي پلاره کړل ٠په زړهاؤ ښځي مو کونډي کړي ٠ د هغو ښکلي کورونه مو د پرديو په مر سته سر په سجده کړي دي ٠ د هغو د هيلو ګلبڼ مو په په اور سوځولي ده٠

 نه داسي څوک پيدا نه شول ٠

 وړانګي چغي او ناري وهلي او د خلکو نه يي د زړه سوځي خيرات غوښتلوماشوم يي په وينو سور وه او داسي ښکاريدل لکه  په کوم سپين ګل باندي د شبنم سري څا څکي پرتي هوسي٠ خلکو هغه وړکي ماشوم په کاڼو وهلو ، دي لپاره چي پلار يي نه درلود٠وړانګي دي ظالمانو ته وويل چي

 پلاريي مړ شوي ده٠ همدا د تا سو راکټوزماټوله کورني ټوټي کړه"

 مګر په نا اشناکلي کي نا اشنا خلکو د هغي خبره ونه منله٠ هغو وويل چي دا ماشوم "ناجائز" ده٠ د هغو مسلماني دا اجازه نه ورکوي چي دا ماشوم په نړي کي ژوندي پريږدي٠او دهغه ژوندي پاتي کيدلو سره

په کلي کي مرداري زياتيږي دی لپاره دا ماشوم د ژوند کولو حق نه لري٠

خلک په خپل برياليتوب باندي ډير خوشحال وه٠ دي لپاره چي هغو يو ګناهګارمړ کړو او اوس به وړانګه هم همداسي مړه کي٠ په دي ډول به هغو څښتن تعاله خوشحال کړي٠ داسي به هغوي ثواب وګټي٠ مګر يوي شيبي لپاره هغو داسي خيال ونکړو چي موږ دا مور او زوي څه له مړه کوو٠

د اسمانونو څښتن ( ج  )  دا ننداره کتله او د بريښنا په ښودلو باندي يي خپل بندګانو ته غږ وکړ  مګر چا دا غږ وانوريد٠ بيا يي د باران په څير له اسمانه اوبه را تويي کړي که ګوندې  اوس مي دا نا پوه بندګان د غفلت له خوبه راويښ شي مګر داسي هم ونشول٠دي لپاره چي د نړي خلکو اوس د ژوند او د مړيني حق هم له ريښتني څښتن نه اخستي وه٠دد وړانګي له سترګو نه د او ښکو په ځائ ويني تويدلي،خلکو ورته کتل او ملنډي يي پري وهلي٠ په دا لوي ډګر کي هغه ولاړه وه٠ او ماشومي په وينوسور يوي خوا ته ساه وتلي پروت و٠ د خلکو په لاسو کي غټ غټ کاڼي وو،  وړانګي د خپل  ماشوم خوا ته په ز ير کتل ٠دي ماشوم سره دهغي څومره هيلي وي ٠ 

 هغي څومره خوبونه ليدلي وه٠ چي خپل زوي به ښونځي ته بيايي٠ ښه سړي به ورنه جوړوي٠ داسي به يي روزي چي خپل قام او هيوادته به تر اخره ساه پوري چوپړ وکي٠ او دا پردي خلګ به له خپل کلي

 او وطن څخه باسي ٠اوس خو هغه ټول خوبونه پردي شول٠خلک واي چي موږ له کلي نه مرداري پاکو و مګر هغو خو کلي نور هم مردار کړو ٠ د ماشوم ويني د مسجد په دروازي کي پرتي وي او داسي ښکاريدل چي د وينو له اثره د مسجد منارونه نور هم سره شوي اوسي٠ د ماشوم ويني په هري

کاڼي وي او هري کاڼي دا په يادول چي دلته څومره ظلم شوي ده٠ د خلکو زړونه لا ساړه شوي نه وه٠ هغو کاني راواخستي او وړانګه يي هم  پريوويشتله  ٠وړانګي خپل مړ شوي ما شوم په خپله غيږه کي پټ کړي و ، هغي اخوا داخواه منډي وهلي ،تور ټيکري يي هم له سر نه غورځيدلي و  او په ښائسته مخ باندي وينو لاري جوړي کړي وي٠همداسي د هغي روح هم د خپلي کورني او زوي په خوا والوت٠هري خواه ته ويني وي دومره ويني چي ټول کلي په وينو سور ښکاریده٠ او که همداسي د تاريخ پاڼه يو ځل بيا په تازه وينو رنګ  شوه٠ بيا هم څوک -پوه نه شول چي موږ ولي داسي ظلم کوو؟

 -ولي د ريښتني کيسي نه ځان نه خبره وو؟

 -ولي د خپل د زړه اور په بل چا باندي پوري کوو؟

 دي نه هيڅ څوک خبر نه شول چي وړانګه څنګه دي حال ته ورسيدله٠هغه هم لکه د مرغلري وه او هيڅ څوک يي د بد بختي په کيسه خبر نه شول٠هغي هم لکه د ټولو يو وړوکي کور درلود٠ اوخپل خاوند او کورني سره يي خوشحال ژوند کوو٠خو هغه وخت چي بد بختي راغله نور وي نه ليدل چي څوک دي او څوک نه او له ځانه سره يي هر شي ويووړ٠د جګړو وختونه وه او له هري خوا نه دخپلو او د پردو راکټونه او بمونه غورځيدل ٠ له هر کور نه به يو مړي وت٠چي همداسي يوه ډيره بد بخته

ورځ باندي يو راکټ د وړانګي په کور هم ولګيد٠ هغه ښکلي کور چي وړانګي په خپلو نازکو لاسونو جوړ کړي وه په خاورو کي ګډ شو٠بدبختي ووايو او که نيک بختي چي همدي شيبه کي وړانګه څاه سر ته اوبه راوړلو لپاره تللي وه ٠دکورني ټول غړي يي د راکټ له امله ټوټي ټو ټي شول٠ وړانګي چي کله دا لمبي په خپل کور وليدلي داسي ورته ښکاره شول چي ټوله نړي د اور په لمبو کي سوځي٠ او هغه په دي اور کي يواځي پاتي شوله.

 خو وخت ورته ډير زر پرهرونه ډک کړل٠ هغه خبره شوه چي له اميده ده٠ او داخوشحالي هغي لپاره ډيره لوړه وه٠ هغه له خپل کلي نه بل کلي ته راغله او هلته يي خپل نوي ژوند پيل کړو٠مګر هغه نا پوه وه ٠ هغه خبره نه وه چي دا نړي به هغه پرينږدي چي خپل ماشوم سره ژوند وکړي٠او کله چي دکلي خلک خبر شول وړانګه يي پړه وګڼله او وروسته له دي چي ما شومي وزيږيد٠دوي دواړه يي په کاڼوويشتلوو باندي مړه کړل٠