داستانونه
تېروتنه (دويمه برخه)
د مینې قرباني ده چې ښکلا د ميني مسکاشو هد ورځو په تيريدو په مينه باندې د هغه د ژوند سره د ناساز ګاری په وجه هغه د خلکو سره په اړيکو نېولو بنده شوه، هغې دا اجازه نلرله چې د خلکو په ودونو او کوژدو کې ګډون وکړي خو حقيقت هم دا و چې خلکو ميني ته ښه لارښوونه نه کوله البته داسې کسان هم وو چې مينې ته به یې ښه لارښوونه کوله او ورته ویل به يې چې تير په هير حساب کړه او ديو نوی ژوند پيل ته هرکلی ووايه خو دا مينې ته دمنلو وړ نه وه دا ځکه چی هغه
تېروتنه ( لومړۍ برخه)
مينه ديو ناکامې مينې قرباني ده درنو لوستونکو نن غواړمه چې ديوې پښتنې خور دژوند حالات دهغې دغوښتني سره سم تاسې ته بيان کړم. دهغه ښکلي سترګې، ګاږه باڼه ، نرۍ ورېځي ، ګلابي شونډې او تور ويښتان زړه راښکونکي دی . ان چې په سترګو کې یې داوښکو ډندوکي له کږو بڼو اوغټو غټو سترګو سره او په شونډ و یې ترخه موسکا هم دهغې ښکلا زياتوي. اوس مينه دخپلې کورنۍ نه لرې جلا وطنۍ کې د خپل ناکام ژوند شپې ورځې تېروی ، د تېر
رژيدلي هيله
مازدیګر په زیړیدوو د دنګوماڼیو سیوري اوږده غزیدلي وو دسرک له غاړې سره په پیاده رو کراکرا راروان وم ډیرستړی وم لاسونه اوپښې مې داسي یسیدل لکه چې زما نه وي. هو،ټوله ورځ مې دسیمټوبوجۍ پنځم منزل ته په شاه خیزه ولې وې زړه مې ډوب ډوب کیده نه پوهیږم چې درسته ورځ به ماڅومره اوبو څیښلې وي اوڅومره خولې راڅخه څڅیدلې وې ټول ځان مې دسیمټوپه دوړوکې لت پت وو جامې مې له ډیرو خولوڅخه داسي وچې کلکې وې تابه ویل چې له پلاستیک څخه مې ګنډلې سور دوبی و ډېره ګرمې وه سوځونکی
داعوه
ښاغلی هغه ورځ ډیر راته په غوصه شو ګرم هم نه و هم دا څو ورځې وړاندې یې ځواب راکړی و هغه دافکرکاو چې خبره نوره خلاصه شوه خو زه هغه ورځ بیا په دفترکې ورته شین شوم کله چې مې ددفتر ور په ګوتو نری نری وټکاو نو په ډېر اخلاص یې راته وویل مهرباني وکړئ راځئ.زه چې ورننوتم هغه خپلې وړې سترګې چې دوریځو په وېښتانوکې یې پټې وې دمیزپه سره په یوه اوږده پرپړه کاغذکې ګنډلې وې له لږ انتظار نه وروسته یې سترګې راپورته کړې چې زه یې ولیدم نو مخ یې له قهره سور او شین واوښت، ډیرپه غضب یې راته وویل ته بیا دڅه
هغه يوه پښتنه ده
خداې خو د دونيا د ټولو ښکلاګانو ملکه ګنلې اوګرځولې ده چې کله دې پر مخه راشي په يو خوږه مسکا درته هرکلې وايي د حيانه يې مخ سور واوړي او په تورو ښايسته سترګو کې د حيا نه يو رقم ځلا ليدل کيږي خو په سختې به درسره سترګې په سترګې شي د نارينو سره د خبرۍ کولو څخه انکار کوي که کله ور سره په خبرو سر شې نو په لڼدو خبرو کې به يې داسی ځوابونه واورې حيران به شې چې خداې دی ته څومره د خبرو کولو او د ځوابونو استعداد ورکړی دی دهغې ګاږه باڼه د ښکته پورته کيدو په وخت کې تاته د بيابيا کتلو خبر درکوي هغه ډير
دزينب په اوښکو کې
زينب هغه پښتنه ميرمنه ده چېد مخ په ګونځو کی دزمانې دناخوالو تصويرله ورايه ليدلاې شو کلونه پخوا چېدجنګ داور لمبۍ په وطن خپله توره لمنه خوره کړې وه زينب دخپلې کوچنۍ يواځنۍ لور مقدسې او دخپل ژوند ملګرې سره ايران ته مهاجره شوه ٠ خو په ايران کی دهغه مغزې سکتې له له امله چې ورته پيدا شوې وه يې څو کاله مخکې خپل ميړه په ايراني شفاخانه کی دسر دعمليات په جريان کې د لاسه ورکړ او دا بی سر نوشته دخپل لور مقدسې سره پاتې شوه٠ مقدسه هغه جراره پښتنه پيفله ده چې دايمانداري او دپښتني احساسات يې په څ
دایې لومړۍ پېره وه ( رښتينی داستان)
دايې لومړۍ پېره وه، ددې سره د زمان کاکا په مخ اوښکې راغلې او غريب واخيست، تر ډېره وخته چپ و، زما هم ستونی ډک شو خو ځان مې راکلک کړ، کوښښ مې وکړ چې زمان کاکا ته ډاډ ورکړم خو هغه سلګيو ونيو او په ژړا کې يې راته کېسه شروع کړه زويه دا څو ورځې په کور کې د خوراک هېڅ نه و ما يو پنځه سوه افغانۍ د ګل نظر نه پور کړې په هغې مې يو څه وړه او نوره سودا له دوکانه راوړه خو لوی کور دی هغې ډېر دوام ونه کړ ، نور نو زويه بله لاره نه وه بس خان ته مې ووې چې بچيه اپين په کور کې پروت دی
لنډه کيسه ( غل سره لوبه)
په يو ښكلي دوه پوړيزه كور كې يوازې يوه ښځه د خپلو بچيانو سره ويده وه، لاندې پوړ خالي ؤ، پاسنې پوړ په يوې كوټې كې د همدې ښځې دوه زامن چې يو د نهو كالو ؤ، بل يې د اتو كالو په عمر كې ؤ، دواړه په درانه خوب ويده و.د همدې كوټې ترڅنګ په بله كوټه كې همدا ښځه او سره د يوې كوچنۍ لور چې عمر يې دري كاله ؤ، په يو پالنګ كې ويده ول.دوي ټول ښه پوره د خوب په نشه كې ډوب شوي ؤ او د شپي دولس نيمې بجي وي.لانديني پوړ كې يو ډير تكړه او چالاكه غل راننوتى، ټول سر يې په نقاب كې پټ دى، په دې تور نقاب
خوږه ده ( لنډه کېسه)
چې په وره ورننوتم نوسترګې مې په هغې ولګیدې خدای خبرچې دهغې په تصویرکې هغه کوم رنګ و چې زما سترګوته یې ددې اجازه نه ورکوله چې بلې خواته ترې واوړي .سترګې یې ښې غټې غټې اوبادامې رنګ یې درلود.پوزه یې نه ټیټه اونه هم لوړه وه ،خوله یې یوڅه لويه وه خودومره هم نه چې بده دې ورباندي ښکاره شي . له رنګه غنم رنګه اولوړه ونه خدای پرې لورولې وه . دهغې سترګې هم په ماکې شوې څوک ده نه یې پیژنم ؟ ښایې چې هغه ماپیژنې ! ځکه خورڼه رڼه راته ګوري بیامې وویل : نه نه رڼه رڼه
مات بنګړي
پلاریې بګړۍ له زمکې زمکې ویشته . دمورچیغو یې ټول کلی په سراخستی و . خويندو او کشري ورور ته یې چاکتلای نه شوای چې نه یې ژړل . دهغوخلکوپه سترګوک ې هم اوښکې راروانې وې . خو ملاصاحب خپل جراءت له لاسه نه و ورکړی ، هغه په خلکوکې یوې اوبلې خواته وکتل . خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کړ . تسپې یې په جیب کې واچولې . او ویی ویل : هله شاباش جنازه درواخلئ . د جنازې لمونځ به وکړو، هسې نه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تیرشي .
اندیښمن خوب
عمر راځي ،هورښتیا وایې چې عمر راځي عمر ژوندی دی ،هو وایې چې هغه ژوندی دی باچالالا ویل چې هغه ماپه خپلو سترګو ولید . ولې له باچالالا سره رانه غی ؟ کارونه به یې درلودل . پس له کلونوکلي ته راځي په رښتیاهم (خدای ج)وایې : چې نورکه مې نه پیژنې نوبنده په دې خومې وپیژنه چې ستاپه زړه کې یوه وي زه بله درپیښه کړم . دچاپه زړه کې و چې عمردي ژوندی وي اوکورته دې راشي داهغه خبرې وې چې دعمردراتلوله ګنګوسوسره سم دکلیوالوپه خولوخپرې وې رښتیاهم دعمرلیدوته دهر چا تلوسه وه د هغو ماشومانو
هوسۍ څنګه وه؟
دساړه ژمي یوه سړه ورځ وه دکلي دځوانانو هم لکه چې نورپه کورونوکې زړونه تنګ شوی و دوي ټول دجمات له خادم سره دجمات په تودولو بوخت و جمات خوتودیده خوورسره ورسره د جمات د انغري په غاړه دځوانانوبانډارهم په تودیدو شو مامې هم خپل کوچني لاسونه په داسي حال کې چې خپل خړڅادرمې کلک ترغوغوږنوتاو کړی و ورو ورو دجمات انغري ته ورنیزدې کولمامې لاخپل لاسونه دانغري سرته نه و رسولي چې دجان باز دراتلو سمښت شو موږلاخپل مخونه د وره په لورسم نه و وراړولي چې هغه
کاڼی
کله چي د باران لومړنی څاڅکي له اسمانه راولويد ،اود سمندر په غيږکي پټ شو٠ نور سمندر خپله غيږه نور هم ورته خلا صه کړه په همدي هيله چي دا څاڅکي به يوه ورځ لکه د مرغلري وځليږي٠اسمان خو دا څا څکي په 'مځکه و غورځولو او سمندرهم دا په غيږه کي واخيستو، مګر هيڅ څوک خبر نشول چي په څاڅکي با ندي څه تير شول ٠ نه اسمان خبر شو او نه سمندر چي دي څاڅکي څنګه ځان نه مرغلر ه جوړه کړه ، څومره بدبختيا ني وليدلي او سومره غمو نه ورباندي تير شول٠ همداسي وړانګي هم له خپل وجود نه يو څا
حال دادی (کېسه )
د تورخم د لويې دروازې څخه شل پنځۀ ويشت قدمه شاته د کوم زوړ هوټل مخې ته چې زۀ ولاړ وم، هلته نۀ يواځې د خوا و شا ټول دوکانداران، مزدوران اؤ تلونکي راتلونکي مسافر بلکې په ډيوټۍ ولاړ ملېشې والا هم راټول شوي وو اؤ ټولو مخامخ د شمشاد غر په لور داسې په توجو کتل لکه سېنما هال کې چې د يؤ ښۀ فلم اخري منظر ته ساه نيولي ناست وي اؤ په دې تلوسه کې وي چې اوس به څۀ کېږي. په هغه ګڼ ګوڼ بازار کښې داسې چُپتيا خوره شوې وه چې د نسوارو اچولو اؤ تُوکلو عمل هم شور محسوسېدۀ. مخامخ د سيمې تر ټولو جيګ غر شمشاد د تورخم
بدمرغه انجلۍ ( کېسه )
ډېره ښايسته وه. بشاشې تورې غټې سترگې سره اننگي اوږده تک تور وېښتان زړه وړونکي پيکي جگه ونه په تېره بيا داسې ښايسته ځواني چې له حورې سره يې لږ توپير کيده.بس د ښايست او د ځوانۍ خو يې هيڅ کمي نه وه. ورته مې څو ځله ځير ځير وکتل.داسې ښايسته بشر ما دخداي په دې ارته ځمکه کې نه وه ليدلي.په هر ځل غلچکي کتو به مې خيال کې شاعرانه چاپيريال جوړېده. دمينې او عاطفې ډک زړه مې په هر ځل کتو بايلوده.حواسو دې ته اړ کړم چې ور وړاندې شم ورسره خبرې وکړم ځان وروپېژنم .خوږې خوږې خبرې ترې واورم. يو
دزهرو پوړۍ - کېسه
ژوند تيريږي خو خواږه او ترخه انځورونه دژوند په شنو پاڼو کې راتلونکو نسلونو ته ليږدوي٠دغه ژوند چا سره ملنډې وهي او څوک دسپين اس په شا سپور منزل ته رسوي د ژوند په کږليچو کي د دي څوک د هستي سره مستي کوي او څوک د يوي مړي ډوډي لاس ته راوړلو لپاره چي پت يی ساتل شوي وي د زهرو جام په سر اړه وي ٠ &
دکفن لټون
سپوږمي خپل منزل ته رسيدلی وه٠تورې ترو ږمۍ خپل بارونه د سفر لپاره تړلي وو او دسپين سبا په لور په خوځېدو وه ٠ لمردخپل غرور سره له اسمانه خزه کی نا ست او د راتللوتکل يې کاوه٠ چڼ چڼي له خپلو ځالو راوتلي او د ګيډې دمړولو لپاره د اسمان خواته الوتلي ٠ هره خوا چوپه چوپتيا وه٠ دا چوپتيا داسي ښکاريده لکه وروسته له ډيرو خوشحاليو کوم ډير لوي د ماتم جال په چاپيريال خپور شوي وي٠او دي ماتم ته د قدرت ټول شيان او ټول ښائست هک پک پاتي وي٠نن د چڼ چڼو د سندرو غږ هم د غوږو په پرده ښه نه لږ
صحافي
صحافي نن سبا زما دوست دى. نن سبا مې ځکه وويل چې نن سبا ژمى دى اؤ داسې معلومېږي چې طبيعت يې سوړ دى. په اوړي کې يې طبيعت دومره ايشيدلى وي چې د چا ورسره دوستۍ ته زړۀ نۀ کېږي. د دې مطلب دا شو چې موسمي دوست دى خو موسمي صحافي بالکل ندى. البته د نړۍ له نورو صحافيانو مختلف دى. ځکه چې نور صحافيان شپه په ويښه اؤ ورځ په ويدو تېروي خو دَى لکه د عامو انسانانو شپه په ويدو اؤ ورځ
دوه چنده
دوست زماډېر ښه ملګرى وله ماشومتوبه موياري جوړه وه کرۍ ورځ به داسې جوړه ګرزېدو لکه کوترې .زمونږ دواړواقتصادي وضعه ډېره کمزورې وه درسته ورځ به موپه تش جېب تېروله . هغه دچاخبره په جېب کې مو موږکانو فوټبال کاوه يوه ورځ چې زه په خپله دېره کې په درانه خوب ويده وم ددوست غږ اوورسره پرله پسې خوزولو دومره ووېرولم چې نېغ کښېناستم.زماله اوترۍ نه دوست خوند واخسته په کټ کټ يې وخندل زه هم په شونډوکې ورته مسکى شوم .دوست اوتر اوتر لګيادى هلکه شابه جامې واغونده چې بازارته ځو.ماځان داسې ناګار ه واچاوه
د چارلي چاپلين ليک خپلې لور ته
ښايي ډېر لوستونکي به د چارلي چاپلين له نوم سره اشنا وي ، نوموړي هغه مهال چې لا دپرنګي سينما توره سپينه وه د کوميډي فلمونو يو وتلی لوبغاړی او مسخرچي وو . پر دې سربېره نوموړې پروډيوسر لېکوال او د فلمونو ډايريکټر هم وو . چارلي د ١٨٨٩ ميلادي کال د اپريل په ١٦ لندن کې زېږيدلی او په ١٩٧٧ مېلادي کال کې په سويزرلينډ کې ومړ . د چاپلين له نوم سره په لويدېځه نړی سربېره د ختيځې نړۍ ډېر وګړي هم دده د کوميډي فلمونو له لارې اشنا دي. ويل کېږي چې نوموړي اته اولادو