تېروتنه (دويمه برخه)
د ورځو په تيريدو په مينه باندې د هغه د ژوند سره د ناساز ګاری په وجه هغه د خلکو سره په اړيکو نېولو بنده شوه، هغې دا اجازه نلرله چې د خلکو په ودونو او کوژدو کې ګډون وکړي خو حقيقت هم دا و چې خلکو ميني ته ښه لارښوونه نه کوله البته داسې کسان هم وو چې مينې ته به یې ښه لارښوونه کوله او ورته ویل به يې چې تير په هير حساب کړه او ديو نوی ژوند پيل ته هرکلی ووايه خو دا مينې ته دمنلو وړ نه وه دا ځکه چی هغه به دخپل ميړه او خسر لخوا نه د کوټو بندو دروازو تر شا وهل کېده ټکول کيده مينه ته دبخت دلوري دخوښی ټولې دروازی بندې شوې وې مينه دخپل بد قسمت په سرو لمبو کی لکه د بل څراغ دتياری لاندې سوزيده نو په دې توګه هغه دخوراک د نه خوړو په اعتصاب لاس پوری کړ خو دورځو په تيريدوسره دهغه مخ رنګ لکه د ونې هغه زيړې پاڼې ته ورته شو کوم چې دخزان په راتګ پرځمکه پيروځي اوطوفان ورباندې راشي او يوې تورې کندې ته خطا کړي کله چه د مينې دميړه کورنۍ مينه په بد حالت ولېده نو د حکومت له ويرې چې داسې نه هغه مړه شي او حکومت ددوی له ظلمونو خبر شي نو زر یې د ځيره کی نه کار واخيست او هغه يې ډاکټر ته بوتله خو د وطن پتمنې خويندې تر ډيره خپله حيا او خپلې کورنۍ حيثيت خوندي ساتي پر ځان سخته تيروي. خو يو متل دی چې وايي جام چې ډک شي نو اوبه يې د سر نه اوړي مينه هم چه د زمانې د ناخوالو ښکارشوې وه د ډيرو ورځو د ډوډې په نه خوړلو لاس پورې کړی وه نو که مړه نه وه خو د مړې نه یې حال کم هم نه و٠ کله چه مينه د ډاکتر خونې ته پس د يولنډ انتظار څخه داخل شوه نو د داکټر په لېدو يي په سترګو کی يوه د خوښې ځلا ښکاره شوه دا ځکه چې د ډاکټر د خپل کوم مريض سره په اردو خبرې کولې او مينه خوشحاله په دي شوه چې اوس نو له هغه څخه د خپل مشکل په اړه پوره کمک غوښتلی شي. مينه وايي چې هغې داسې فکر وکړ کومه خوشحالي ورته راتلونکې ده ډاکتر مينې ته دمعاينې خونې ته د ننوتلو اجازه ورکړه خو کله چه دمينې ښايسته سترګو ته يې پام شو نو ويې لېده چه دهغه يوه سترګه دچا په وهلو شنه شوې ده، نو دا يوه ښه پلمه وه چې د ډيرو پوښتنو لپاره شرايط مسا عد شو خو پاتې دې نه وي چه ډاکټر مخکې له مخکې د پوليس دغوښتنې په اساس لږ څه د مينې د ژوند په حالت خبر و.
کله چې ډاکټر له هغې نه د سترګې د شين کېدو لامل وپوښته نو د مينې په ښايسته سترګو کې د اوښکو ډندوکي جوړ او ژړا يې ستوني کې مرۍ شوه او په دې توګه د خپل غمجن ژوند څخه پرده پورته کړه.
پس د لږې مودې څخه ډاکټر هغه سړی چې د مينې خسر يادېده وغوښت او ورته ويې ويل چې دسترګو لېدلی حال به د مينې په هکله پوليس سره شريکوي دا ځکه چې دا هم د ډاکټر د دندې يوه برخه ده نو د مينې خسر سم دستي د خپل جيب څخه د ډالري لوټونو بنډل وويست او هندې ډاکټر ته يې په مخ کې کېښود خو هغه د اخيستلو څخه انکار وکړ او پوليس ته يي زنګ وواهه په څو دقيقو کې پوليس ورسېدل مينه او د هغه خسر يي د تحقيق لپاره له ځانه سره بوتلل خو په دې ځای کې د مينې دخسر لپاره چه په انګليسي نه پوهيده افغاني ترجمان ته اړتيا وه چې دنيکه مرغه ترجمان هم حاضر شو خو هغه وايي چه کله د هغه سترګې په مينه ولګيدې نو د مينې په شونډو کې ديوه ترخې موسکا په لېدلو د يو پټ راز د بربنډيدو علامه لېدل کېده دا هغه وخت و چې مينه لکه يوې تعليم يافته ښځې په څېر دخپل حق د غوښتنې لپاره د يو مسلمان قاضي دعدالت ميز ته ودريده او خپل برخه ليک يې په روښانه توګه بيان کړ خو هغې دا هم وويل چه هغه د خپل ميړه څخه حامله ده هغه نه غواړي چه طلاق تر لاسه کړي داځکه چه طلاق د پښتنو دونيا کې شرم او بد نامي ده او بل داچې په دې وسيله يې دخپل پلار غوښتنه هم په نظر کې نيولې وي خو هغه دميړه سره په يو بل کورکې د اوسېدو غوښتنه کوي تر څو وکولای شي د خسر د وهلو او ټکولو څخه په امان پاتې شي درنو لوستونکو د مينې اظهار او بيان ټول په يوه کليمه پيل او هم دمينې د بریاليتوب دليل په همدي يوه کلمه وشو هغه دا چې هغه په انټرنيت کې د يو بدل کس په تصوير تير وتنه او د هغې د ژوند د دروغو په تړون پيل شوی و نو دې نه غوښتل چې دهغې راتلونکی ماشوم هم په داسې يو کورکې چې د ډېرو تېر وتنو عامل و لوی شي ٠ د مينې ټولې غوښتنې معقولې وې.
هغې وکولای شول چې بری تر لاسه کړي دهغه خسر خپل ملامتي او تير وتنو ته غاړه کېښوده او دا يې ومنله چې مينې ته به د يو خوشحاله ژوند پيل په يوه جلا کور کې اجازه ورکړي٠ پس له ډېرې مودې مينه زه ميلمنه کړم دا هغه وخت و چې د هغه ماشوم نړۍ ته راغلی و رښتيا چې د ښايسته مور او بد قواره پلار څخه څه ښکلی ماشوم نړۍ ته راغلی و که تا لېدلي و نو تا به فکر کړی وای چې کټ مټ مينه ده ٠ جالبه خو دا وه چه د مينې خسر او د هغه ټوله کورنۍ هم دلته لېدل کېده ما چې د اولې نه د مينې ژوند دپوره څارنې لاندې نيولې وه هر څه ته مې په غور کتل او هر څه مې په غور اوريدل مينه مې ولېدله چې جای نماز يې په لاس کې خپل خسر ته دکوټې يوه خواته مخ په قبله هوار کړ او بيا راغله خپله ما شومه لور يې چه ښکلا نوميده په غيږ کې ونيوه په څو ځل يې ښکل کړه ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې اوس يې ژوند څنګه تېرېږي په داسی حال کې چې د خندا نه تکه سره اوښتې وه وويل ښکلا زما د ژوند مسکاشوه اوس ما خپل تېر په هير کې حساب کړي اوخپل مېړه او خسر او د هغه دکورنۍ نورو غړو سره په ورين تندي خبرې کوم او د خوشحالۍ شپې ورځې تيروم په دې وخت کې دهغې خسر هم کله چې د لمونځ نه خلاص شو نو د خداې نه په شکر ايستلو وويل خدايه شکر چې زما يو کور په دوه بدل شو مينې وويل دښکلا راتګ سره هر څه بدل شو خو رښتيا چه د اولاد راتګ هم د مور او پلار د ژوند په مينځ کی دنژدېتوب د ژوندسمون او د يوالي پوخ ځنځيرکيداې شي نو مينې دا ومنله چې ښکلا د ميني مسکا شوه. پاې