دوينو په وطن کې دسلګيو سيوا څه دي
ډيوې خو مې د اوښکو راوړه څلي ته سوغات
دغېږ په جنازه کې يې نن کلي ته ور وړمه
دچم شهيدې څانګې يو ښاغلي ته سوغات
دشرق او غرب دا لوی لوی درڼا ښارونه څه دي
ډالۍ دې وي زموږ د چم يو ښکلي ته سوغات
خاوند که مې دکلي په ګودر بيا مازديګر کړ
دعشق خواږه به وويشم ټول کلي ته سوغات
څه سختې شپې او ورځې دي په کلي غنم لو دی
دمه وړمه د اند په څېر يو ښکلي ته سوغات
30.08.2007
- wiar
د مینې قرباني ده چې ښکلا د ميني مسکاشو هد ورځو په تيريدو په مينه باندې د هغه د ژوند سره د ناساز ګاری په وجه هغه د خلکو سره په اړيکو نېولو بنده شوه، هغې دا اجازه نلرله چې د خلکو په ودونو او کوژدو کې ګډون وکړي خو حقيقت هم دا و چې خلکو ميني ته ښه لارښوونه نه کوله البته داسې کسان هم وو چې مينې ته به یې ښه لارښوونه کوله او ورته ویل به يې چې تير په هير حساب کړه او ديو نوی ژوند پيل ته هرکلی ووايه خو دا مينې ته دمنلو وړ نه وه دا ځکه چی هغه...
01.09.2007
- wiar
اوښکې ننواتې کړم که سترګې ننواتې کړمیاره که ته وایې دابه غبرګې ننواتې کړم
ستادپیغلتوب په محرابونوکې به ورغړيځان سره به شپې دشیخ بزرګې ننواتې کړم
ستادې په ماپوروي دزهرادځوانۍ سره غزلیوواربه وږمې په ناړد درګې ننواتې کړم
هو، به یې ځواب وي یارپښتون دی انکارڅه مانا؟زه چې پرې داښکلې زړې ګرګې ننواتې کړم
غ...