اوښکې ننواتې کړم که سترګې ننواتې کړم
یاره که ته وایې دابه غبرګې ننواتې کړم
ستادپیغلتوب په محرابونوکې به ورغړي
ځان سره به شپې دشیخ بزرګې ننواتې کړم
ستادې په ماپوروي دزهرادځوانۍ سره غزل
یوواربه وږمې په ناړد درګې ننواتې کړم
هو، به یې ځواب وي یارپښتون دی انکارڅه مانا؟
زه چې پرې داښکلې زړې ګرګې ننواتې کړم
غواړي غضري هغه له ما دشباب سره کسی
زه مې پرې دامړاوې ځوانې څرګې ننواتې کړم
01.09.2007
- wiar
دوينو په وطن کې دسلګيو سيوا څه ديډيوې خو مې د اوښکو راوړه څلي ته سوغات
دغېږ په جنازه کې يې نن کلي ته ور وړمهدچم شهيدې څانګې يو ښاغلي ته سوغات
دشرق او غرب دا لوی لوی درڼا ښارونه څه ديډالۍ دې وي زموږ د چم يو ښکلي ته سوغات
خاوند که مې دکلي په ګودر بيا مازديګر کړدعشق خواږه به وويشم ټول ک...
01.09.2007
- wiar
ای د وطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړې نذرونه په زيارت کيږدئ
***جوړی کتارونه په هوا کې دسپين غر په لور
پاس په اسمانو کې لړۍ لړۍ ځي تورغر په لور
والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور
بيا د سولې غږ شئ د...