ای د وطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ

سولې ته جنډۍ تړې نذرونه په زيارت کيږدئ

***
جوړی کتارونه په هوا کې دسپين غر په لور

پاس په اسمانو کې لړۍ لړۍ ځي تورغر په لور

والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور

بيا د سولې غږ شئ د پښتون د لوې ټبر په لور
***

زرکۍ په شان لاړ شې ارمانونه د غيرت کيږدئ

سولې ته جنډۍ تړئ لاسونه په زيارت کيږدئ
***

بيا چې بورۍ نه شي دوطن داغيرتي ميندې

بيا چې کونډۍ نه شي دوطن دا ګلالې ناوې

بياچې ديتيم ژړا وانه ورمه د تنکي بچي

بيا چې بدل نه شي په ويرونو دازمونږ ښادي
***

جوړتری بيرغونه سره شالوونه په زيارت کيږدئ

سولې ته جنډۍ تړې لاسونه په زيارت کيږدئ

 ***
خداې خو لوې بادشاه دی که قبوله مو سوالونه شي

ختم شي د وير شيبې خوشحال مو خفه زړونه شي

بيا (حفيظ) شي ښاده د ارمان غوټۍ ګلونه شي

هر خواته مستي وي د ډولونو اوازونه شي
***

خداې ته هيله وکړې ارمانو نه په زيارت کيږدئ

سولې ته جنډۍ تړې لاسونه په زيارت کيږدئ