سپوږمي خپل منزل ته رسيدلی وه٠تورې ترو ږمۍ خپل بارونه د سفر لپاره تړلي وو او دسپين سبا په لور په خوځېدو وه ٠ لمردخپل غرور سره له اسمانه خزه کی نا ست او د راتللوتکل يې کاوه٠ چڼ چڼي له خپلو ځالو راوتلي او د ګيډې دمړولو لپاره د اسمان خواته الوتلي ٠ هره خوا چوپه چوپتيا وه٠ دا چوپتيا داسي ښکاريده لکه وروسته له ډيرو خوشحاليو کوم ډير لوي د ماتم جال په چاپيريال خپور شوي وي٠او دي ماتم ته د قدرت ټول شيان او ټول ښائست هک پک پاتي وي٠نن د چڼ چڼو د سندرو غږ هم د غوږو په پرده ښه نه لږيدلو٠دا چغار لکه دساز په ټال کي لکه د سمفوني په شان غوږو ته راتلو ٠داسي ښکاريده چي د سپين ګل په غم کي د خدای ټول طبيعت ماتم کوي٠سپين ګل په ورانو سترګو اخوا دېخوا کتل،ګواکی څوګ راشي او دهغه له ريړي نه يو څو سري اوشني مڼي واخلي چې په پيسو يې هغه وکولای شي د خپل د زوی داوږده سفر لپاره سپيني اوږدي جامي واخلي٠ او خپل نازولې زوي يو نوي خاورين کور ته بو ځي٠چه د لحدتيږه به يی پرينږدي چه دخپل پلار او مورد ديدن تنده پري ما ته شي٠د سپين ګل په سترګو کي هيڅ اوښکي نه وي٠ د هغه د سترګو اوښکي خو هماغه وخت و چي شوي وي کله يې چې خپل کور، کلي او هيواد پريښوده٠ هغه باندي خو د غمونو باران هغه وخت وشو کله چي ګاونډي هيواد کي نابللي ميلمه شو٠ هلته په هغه باندي د سختيو او کړاونو زور و٠ هغه تل په داسې حال کې چې ده د خلکو سپکي سپوري اوريدلي ولي ده به سر ټيټ کړ چي دبچيانو د ګيډي ډکولو لپاره يو څه لاس ته راوړي٠څومره هستي چي يی له ځانه سره راوړی وه هغه ټوله خرڅه شوه٠ يو وخت داسي راغی چي هغه ديوي مړي ډوډي اخيستلو توان نه درلود٠د ډيرو منډو ترړلو او زيارتونو ته د نذرونود اخيستلو څخه وروسته دپرې خدای مهربان شو او د رېړي پر سر د شيانو د پلورلو کار ورته پيداشو .
هغه به د لمر خاته څخه تر لمر پر يواته پوري په سره ګرمۍ کي تازه ميوه خرڅوله ٠ په همدا ډول يې د ژوند بېړۍ ورورو پر مخ تله٠ چي يوناڅاپه د ماتم تور کاڼي د هغه په سر راپريوت ٠د هغه تنکي او ځلمی زوي ناروغ شو٠ لومړی خو هغه او ميرمني دومره پام پري ونکړ، خو ډير ژر د هلک رنګ زيړ شو٠ وچ کلک اوربوز يی لا پسي نري شو٠سپين ګل يوه ورځ خپل زوي د علاج لپاره ډاکټر ته وروست٠ اوهيله مند و چه د ډاکټرورکړي دارو به ور ته درمل شي ترڅو زوي يی بيرته لکه د ګل تازه شي٠
خو ډاکټر ورته ويل چي :ستازوي په نري رنځ اخته شوي اودغه رنځ دومر وړاندي تللي چه اوسي د روغيدلوهيڅ چاره نشته ٠
ډاکټر نور هم ويل چي کمه موده وروسته به هغه ژوند له لاسه ورکړي ٠خيبر چي رنګ يې د زعفران په شان زيړ شوی و داسې برېښېده چې فکر کېده يوه څاڅکی وينه يی هم په وجود کي نشته٠ډاکټر وويل که غواړې چي دارويی وکړي، نوډيري پيسي پري لګېږي څو يو بهرني هېواد ته د درملنې لپاره واستول شي د سپين ګل په سترګو کي اوښکې وځلېدې ٠هغه ډاکټر ته وويل که ته مهرباني وکړي او د زوي علاج مي هم ته وکړي دا به ښه وي ، ځکه زه يی د استولو توان نه لرم ٠ ستاد درملنې په بدل کي به زه د خپلې رېړۍ نه ګټلې پيسې درسره شرېکې کړم سپين ګل دا خبرې په داسې حال کې کولې چې خپل دواړه لاسونه يې ډاکتر ته د زاريو په دود نېولي وو .
په همدي خبري ډاکټر په جګ جګ غږ و خندل ، څو سپکي ورته وويلي او له کلينک څخه يی وويسته په سخته لهجه يې ورته وويل :
__ ستا زاړه ريړۍ او کچکول زما د درملنې بدل نه شي ادا کولي٠ سپين ګل ته داسي ښکاره شو لکه مځکه دوه چاودي شوي او دي په کي ننوتی وي ٠داسي خو هغه هيچ کله نا هيلی او سپک شوي نه و٠په خپل زړه کي يی له څښتن تعاله څخه د خپل زوي د درملني دعاوغوښتله خو څښتن تعاله هم دده دعا ده کومي ګناه له کبله وانه وريدله ځکه دي په پردي هيواد کي نابللي ميلمه وه ٠ څو ورځي وروسته د سپين ګل د زوي وروستي پسرلي ختم شو ٠ هغه لکه دمرغه په شان اسمان ته والوت او خپل مور او پلاريی يوازي پر ېښودل ٠
سپين ګل بيا هم وه نه ژړل٠په ډيره عجيبه خندا يی خپلي ميرمني ته ډاډګيرنه ورکړه٠ او ورته يی ويلي ، مه ژاړه دا ورځ خو هغه وخت ما اټکل کوو چې دخپل هيوادنه بل هيواد کي نا بللي ميلمانه شوو٠٠شکر دا چي زوي مي د غمو او انديښنو څخه خلاص شو٠ کني زما په شان به يې دلته د هر چا سپکې سپورې اورېدې ٠هغه د خپل د زوي مړي همداسي خوني کي پريښود،او ريړه يې را روانه کړه ٠ د سړک سر ته ووت او ناري يې کړ کړي :
__ مڼي واخلئ مڼي .......... تازه مڼي ...... ارزانه يې واخلئ "
په دې هيله چي که چا نن مڼي تري واخستي نو دي به خپل زوي ته کفن پرې واخلي او تورو خاورو ته به يی وسپاري بس يوه همدا خبره يی په ياده وه چي خپل زوي لپاره اخري وار يو چوپړ وکړي او په نوي او سپين جامو کي يی د مځکي په ګوګل کي ښخ کړي٠