ژوند تيريږي خو خواږه او ترخه انځورونه دژوند په شنو پاڼو کې راتلونکو نسلونو ته ليږدوي٠دغه ژوند چا سره ملنډې وهي او څوک دسپين اس په شا سپور منزل ته رسوي د ژوند په کږليچو کي د دي څوک د هستي سره مستي کوي او څوک د يوي مړي ډوډي لاس ته راوړلو لپاره چي پت يی ساتل شوي وي د زهرو جام په سر اړه وي ٠
انځر په ډکو سترګو دروازې خوا ته وکتل، او له سترګويي اوښکي توی شوې ٠ دا اوښکي داسې بهيدي لکه د زړه د وينورګون يې چې پري شوي وي ٠هغه خواشيني ناست اوځان يې ډير ستړي او ستومانه احساسوه په مخ کي يې توري ليکي ښکاريدي ٠انځرد خپلي دمي جوړولو لپاره پر يوي لوي تيګي کښناست٠ د اسمان خواته يې په ځير وکتل٠خو د لمر وړانګو يې سترګي و برېښولې او نور څار ته يې پري نه ښودي.
له تېږې را پورته شو او په ستړو ګامو روان شو٠ډنګر ولي يې نور هم توغ کړل ، يوځلي بيايي په ډيره نا هيلۍ سره د وره خوا ته وکتل ٠يو ناڅاپه يې ځان سړي نيغ کړ ٠سترګي يې غټي غټي شولي،او په تيز تيز ګامونو د سړک خوا ته روان شو٠
يو څو شيبي وروسته هغه د يو دوکان مخته ودريده٠ د خپلو خيرنو جاموله جيبه يی څو افغانۍ راوويستي او دوکاندار ته يې ورکړي او يوه چارک وريجي يې ترې واخيستلې ٠ورسره يې يوبل پاکټ هم واخيسته چي په کي سپين اوړه رنګه توکي پراته وو . هغه له سړک نه يوي تنګې کوڅې ته ننوت٠دي کوڅي دواړو خوا ته د خټو کورونه وو ٠ يو څو ماشومانو يو بل سره لوبې کولې ٠ هغه ماشومان ډير خيرن او ډنګر معلوميدل ، جامي يې شليدلي وي او له سترګو نه يې ښکاريدل چي له څو ورځو نه يی په مړه ګيډه ډوډي نه د خوړلي ٠انځر ماشومانو ته په ډګو سترګو وکتل او د کوڅي په پای کي يووران کور ته ننوت ٠ چي دا کور هم د اسلام د شمعې د پتنګانو د شخړو په ترڅ کي نيم نړېدلی وو .
په کوټه کي يوه ډيوه بله وه او ډيره کمه رڼاي کوله٠داسي ښکاريده لکه په ټول اسمان کي چې يو ستوری اوسي٠په خونه کي ښاپيري ناسته وه او د خپلې کوچنۍ لور سريی په غيږکي ايښی وو ، د خوني په کونج کي نور ماشومان غونج ويده وه او يوه زړه شړي ورباندي پرته وه٠
ښاپيري د انځر خوا ته وکت، انځر خپل سر ټيټ کړ اودښاپيري څنګ کي کښناست او هغه کڅوړه يې چي وريژې په کښي وي د ښاپيري مخې ته کېښودلې.
-اوه ! انځره دا دي له کومه کړي؟ ښاپيري وپوښتل .
- خپل ځان او غرور مي خرڅ کړ .هغه سر چي چا ته ټيټ شوي نه و هغه لاسونه چي چا ته اوږده شوي نه وو نن د لاري په سر اوږده غزيدلي وو .
دانځر له سترګو نه رڼي اوښکې توي شوي٠ښاپيري هم خپل تور ټيکري دواړو سترګو ته ونيوه او تور ټيکري يې له سپينو مرغلرو نه ډک شو٠
- جګه شه او دا وريژې پخي که٠ نوره به نه زه خپل سر چا ته ټيټوم نه به مي چا ته لاس اوږديږي٠ او نه به زما بچيان وږي ويده کيږي٠ما يوه چاره پيدا کړي ده٠ موږ ټول به له غمه خلاص شو.نور به د غريبي له لاسه نه ژاړو ٠
انځر د غم په خندا کي خپلي ښځي ته وويل او سپينه پوړي په لاس کي ورکړه٠
ښځي خپلي اوښکي د ټيکري په څوکه پاکې کړې او د ډوډي په پخولو لګيا شوه. څو شيبي وروسته سړي خپل بچيان چې نيم ويښ نيم ويده وو را جګ کړل٠ ښځي سپينه پوړي په وريژو کي تشه کړه ٠ټول د ډوډۍ خوړلو لپاره دسترخوان ته کښناستل، دي ښځي او ميړه پر مخ يوه عجيبه خندا ځلېدله داسي ښکاريدل لکه دغه توره شپه چا ترينه واخيسته . هغو په خوشحالي او په مړه ګيډه ډوډي وخوړه٠ خپل بچيان يی وار په وار ښکل کړل ٠ ډيوه يی مړه کړه او ويده شول٠ څنګه چي هغه ډيوه مړه شوه همداسي څو شيبې وروسته د هغو د ژوند ډيوه هم مړه شوه٠ هغوي له هر غم نه ازاد شول٠ د ټولو په خولو خندا وه٠ او په دي خندا هغوي د ژوند په سختيو ملنډی وهلي٠