ډېره ښايسته وه. بشاشې تورې غټې سترگې سره اننگي اوږده تک تور وېښتان زړه وړونکي پيکي جگه ونه په تېره بيا داسې ښايسته ځواني چې له حورې سره يې لږ توپير کيده.
بس د ښايست او د ځوانۍ خو يې هيڅ کمي نه وه. ورته مې څو ځله ځير ځير وکتل.
داسې ښايسته بشر ما دخداي په دې ارته ځمکه کې نه وه ليدلي.په هر ځل غلچکي کتو به مې خيال کې شاعرانه چاپيريال جوړېده. دمينې او عاطفې ډک زړه مې په هر ځل کتو بايلوده.
حواسو دې ته اړ کړم چې ور وړاندې شم ورسره خبرې وکړم ځان وروپېژنم .
خوږې خوږې خبرې ترې واورم. يو دوه گامه وروړاندې شوم. ډېر غټ جرأت مې وکړ. په زړه راوگرځېدل. چې په کومه پوښتنه ورسره خبرې پيل کړم.
څنگه ورسره وغږيږم . لا ورنيږدې شوي نه وم . چې ددې دنياي حورې کاليو ته مې پام شو. ډېر زاړه کالي يې اغوستي وه . بيا مې لاندې پښو ته وروکتل شليدلې څپلکې يې پر پښو وې.
دټکري پيڅکه يې راته څېرې ښکاره شوه . پر مخ يې دسينگار هيڅ نښې نه ښکارېدې.
بشاشو سترگو يې معصوميت غږولو. ښايسته ځوانۍ يې راته د ناتوانۍ او مظلوميت کېسه کوله.
په دوه کې پاتې شوم . يو خوا مې چې ددې ځوانۍ او ښايست ته کتل او بل خوا ددې فقيرانه حالت ته . په خپل ټول توان مې زړه وکړ. لږنور هم وروړاندې شوم . لومړي مې ترې اجازه واخيسته سمدستي مې ترې وپوښتل ستا سترگې او ځواني دمعصوميت او مظلوميت کيسه راته کوي .که ته راته ددې راز ووايې . لومړي خو يې له شونډو پيکه نرۍ مو سکا تيره کړه. په حياه ناکو سترگو کې يې په نيمه پوه کړم چې ته خو بيخي نابلد او نااشنا يې ما هېڅکله نه يې ليدلي. څنگه نابلد او نااشنا ځوان ته د ځان کيسه وکړم.
څه يې غوښتل چې راته وې وايي خو زه ترې ړومبي شوم. ورته مې وويل: خورې که نااشنا يم اشنا مې وگڼه. که پردي يم خپل مې وگڼه. که دې ورور نه يم ورور مې وگڼه.
خير که دې کيسه راته وکړې.

 
دې يو سوړاسويلي وباسه له تورو غټو بشاشو سترگو يې يوه ليکه اوښکې پر اننگو راغلې.
سرې شونډې يې مړاوې وخوځولې. په لړزانده غږ يې راته وويل: زما کيسه ورورکه ډېره غمجنه ده . له اهونو، غمونو، کړاوونو او ژړاگانو ډکه ده . زه ډېره بدبخته انجنۍ يم . پنځه ويشت کاله ژوند کې مې يوه لحظه هم خوښۍ کې نده تېره کړې . ددرېو کالو به وم چې پلار مې په جنگ کې شهيد شو.
درې کلنه يتېمه شوم . زما مشر ورور ته زه او زما مور ورله غاړې شو. خوار به په لالهاندۍ روزي مونږ ته را گټله . سهار به واته ماښام به راته .هغه هم مرگ وخوړ.
ما او مور مې پرته له خدايه نور هيڅوک نلرل  . ترونه  مې نه وه . ماما گانۍ مې مهاجره وه.
ژوند همداسې تيريده.
ما چې ددې مظلومې او ستومانې څېرې ته کتل نو حيران به شوم ويل به مې خدايه دښو  ژوند څومره تريخ وي . دا نوره غلې وه . زړه مې راته ويل نوره کيسه هم له دې مظلومې ښاپيرۍ واوره.
بيا مې ترې وپوښتل: نور څه وشو؟
يوه شيبه مظلومه ښاپيرۍ غلې وه. له ډېر ځنډ وروسته يې کيسه بيا پيل کړه:
 راغټه شوم . دديارلس کالو به وم . چې يوه ورځ يوه قومندان صيب وليدم.
زما ځواني او ښايست يې خوښ شو. مئين شو راباندې . کور ته راغي زما مور ته يې وويل هر څه لرم مال پيسې قدرت که دې خوښه وي . لور دې راته راکړه . زما ډېره خوښه شوه.
مور مې راته وويل: لورې نور څوک ندي را پاتې نه مو خپلوان شته نه دوستان .  که دې خوښه وي دسمال به دې ورکړم . ته به هم ارامه شې او زه به هم.
ما ورسره هوکړه.
مور مې قومندان صيب ته زما دسمال ورکړ. کوژدن وشوه. پنځه مياشتې پرې تېرې شوې.
واده ته مو تياري نيوه. چي ناڅاپه قومندان صيب زما مېړه دتل لپاره په درانه خوب ويده شو، شهيد شو.
 ځوانه نه واده شوې سرتورې شوم.
دشهيد ميړه مې دوه وروڼه وه ، ترې مشر او ترې کشر. خسر او خواښې مې کاله ته راغله راته يې وويل: ستا خوښه له کوم يوه سره واده کوې.
مشر لېور مې زامن او يوه ميرمن لرله. کشر بيا هلکي وه. ورته مې وويل کشري ته به يو څو کاله صبر وکړم. کشري راته ښه دي.
څه به دې ماغزه خورم. کشري راغټ شو نري برېتان او نرۍ ږېره يې پر مخ راغله.
د واده خبره را تازه شو چې واده وکړو په همدې هيله مې ورځې بيگاه او شپې سبا کولې.
دښاپېرۍ په غټو سترگو کې يو ځل بيا اوښکو ډنډونه جوړ کړه. په سلگو شوه.
پاتې کيسه يې په ژړانده غږ داسې راته وکړه.
له دوهم مېړه هم کونډه شوم. نه پوهيږم  تري تم شو. نه يې چا جنازه ولېده او نه يې په مړېنې څوک خبر دي.
مشر لېور راته وايي که له ما سره واده کړې ښه ده. که نه نو هر چا سره چې واده وکړې درته وژنم يې.
څه وکړم مور مې هم فلج ده راته پرته ده د يو او بل په مرستو ژوند تيروم.
څه وکړم زه بدبخته انجنۍ يم څه وکړم .