پلاریې بګړۍ له زمکې زمکې ویشته . دمورچیغو یې ټول کلی په سراخستی و  . خويندو او کشري ورور ته یې چاکتلای نه شوای چې نه یې ژړل  . دهغوخلکوپه سترګوک ې هم اوښکې راروانې وې  . خو ملاصاحب خپل جراءت له لاسه نه و ورکړی  ، هغه په خلکوکې یوې اوبلې خواته وکتل  .

خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کړ . تسپې یې په جیب کې واچولې  . او ویی ویل :
 هله شاباش جنازه درواخلئ .  د جنازې لمونځ به وکړو،  هسې نه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تیرشي  .
خلکو یو او بل ته وکتل . څوکسو لاسونه ورټیت کړل ،  جنازه یې راپورته کړه ملاصاحب بیا وویل : پام مو وي  چې دسرخوایې لمرخاته ته نه کړئ  ګناه لري  . له دروازې بهر ولسونه راجمع شوي و .  تاسو یې وګورئ پيسې څه شوې.  دا ددی مولوي غږو .  چې له دروازې دباندي خلکوته مخاطب و ، جنازه ا وس دروازې ته نیزدې شویې وه چې غږوشو :

 دجنازې کټ یوځلې کیږدئ لایې په ځواني مرګ دیدن نه ده مړه ورشه ښه یې وګوره .
خلکوجنازه کیښوده دوې یوې خواته شو ، داځل یې موراوخوندې نه وې  . په تورټیکري کې نغښتې بل څوک وه  . په خپلو ریږدیدلیو لاسونو یې دهغه له مخ څخه دجنازې پوښ پورته کړ ،  دهغې په لاسونوکې لادجنازې پوښ لړزیده چې یوه بله سپین سرې رامخته شوه اودکفن غوټې یې وسپړلې  . هیچاهم دهغې تورټیکرۍ غږوانه وریده . پرته دهغې دبنګړو له شرنګه چې دجنازې له بازو سره یې وجنګول اوماتې ټوټې یې په جنازه خورې ورې شوې  .

خلکوجنازه بیاواخیسته داهم څوقدمه ورسره شوه  . خلک ووتل خو دې خپل وروستی قدم تردروازه دننې تم کړ ، خپل غبرګ لاسونه یې په دروازه پورې ونیول  ، په یوساړه اسویلي کې یې وویل خدایه ته مې مدت ګارشي  ، زه به د زمانې وږی نظر له ځانه څنګه اړوم  ؟
څه ښه یې ویلي چې : 
دکونډتانه پړونی سپک وي
  که زه یې دروندپه سره وم سیلۍ یې وړینه
 
۲۰۰۶/۱/۱۵/
ساجرسعودي عرب