ملالۍ ، ای قهرمانې
ستا عزمت مې سلام دی
زما خورې ، زما مورې
ستا همت ته مې سلام دی
ستا د وخت له هر یو ژڼي
زارواري شمه ، لوګی شم
ما اووه لټه ترې ځار کړې
ستا د وخت خو واړه ژڼي
میړڼي وو ، توریالي وو
دوئ ریښتوني پښتانه وو
مومنان وو ، ننګیالي وو
ستا ټپو سره لا نوره
هم په جوش د ایمان راغلل
نه ېې غم زړه کې هستي شوه
نه دونیا، نه زندګي شوه
دوئ په خپلو سرکو وینو
دوطن د دنګو پيغلو
عزتونه په آمان کړل
د وطن له پاک وجود ېې
دکاپیرو پرنګیانو
دا ناولی ټغر ټول کړ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
ای ملالې ،قهرمانې
چې ها ژڼو بهادرو
په سرونو ولمانځلې
ها ټپې دې اوس هم شته دي
د تاریخ په هره پاڼه
خاطرې دې اوس هم شته دي
خو پوهیږې قهرمانې
ستا هماغه مقدسې
د غیرت او تورې ډکې
د وطن نن ډیر زلمي دې
هاټپې کاپیرې بولي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
ته خبره ېې ملالې
ستا په پاک نوم باندې ایښې
ېې د( وینوتږې) نوم دی
هر یو بیله بیله وايي
چې تا ژڼي د خپل وخت وو
واړه مرګ ته وربللي
تاېې ژوند پرې پيرزو نه ؤ
هم دې زړه کې زره خیال نو
ددوئ وږو بچو نه وو
تا چې داسې ټپې ویلې
نو شاعره وې د وینو
ته منې وا قهرمانې
اوس د ډمو او ډمانو
په قبرونو هره شپه وي
ښې بې شمیره شمعې بلې
خو د ستا په خپلو شناختو
هان د ستا نامه هم نیشته
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
نو ملالې زما خورې
زما مورې ، زما ترورې
څه به سر در خوږومه
دغه لیک رانه لویږي
بس مقصد ته مې راځمه
چې خبرې مې هیریږي
ته خبره ېې که نه ېې
ها چې تاسې په سرونو
له وطنه وو شړلي
ها چې تاسې په سرو وینو
وو تر کوره ځغلولي
بیا راوړی ېې یرغل دی
بیا هماغه سپي راغلي
ته پوهیږې قهرمانې؟
دنګې جونه په سجدو دي
د عزت دعاوې غواړي
تش بس خدای ته په سلګو دي
ستا د وخت خو واړه ژڼي
توریالي وو ، میړني وو
بختوره ېې چې نه ېې
ددې وخت د چم لورکه
بختوره ېې نه اورې
د ها دنګو دنګو پيغلو
هاغه سوې سوې چیغې
چې په سپینه ورځ په زور ېې
پیرنګیان ېې ټیکري اخلي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
وا ملالې زما خورې
زما مورې ، زما ترورې
دلته هره پيغله داسې
یو وحشي هیبت نیولې
ها خرپا په غوږو اوري
دروازې دي چې ماتیږي
ها تر څنګ د ګاونډیانو
ویر غوغا په غوږو اوري
لکه بت بس هکه پکه
دروازې په اورې ګوري
پيغلې څه چې د بوډیو
قمیسونه ایستل کیږي
ددوی مخ ته ېې د لوڼو
عزتونه لوټل کیږي
وا ملالې قیامت دی
له نیکو، له بابا ګانو
هم کالي ېې ایستل کیږي
ستا ددې وطن دا ژڼي
لوی لښکر ورسره درومي
کور په کور کې پلټنې
کور په کور همدا وحشت دی
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
هی ملالې قهرمانې
ته به وايې چې نو ولې
د وطن ژڼي مې څه شول
چرته مړه دي ، که اوده دي
خو نه، ګرانې قهرمانې
نه اوده دي او نه مړه دي
ستا د وخت له ژڼو ډیر دی
خو د څو روپو د پاره
نن د مور او خوره تیر دي
وا ملالې ، ای شهیدې
نور مې څه په وس کې نیشته
ستا په شان مې زړه کې وینې
له ډیر جوشه په لمبو دي
په ټپو مې مرې ناستې
خو خبره د غیرت ده
د میړانې ، او د ننګ ده
دغه درې زلمو کې نیشته
دوئ د یو خدای بندګي ده
له پخوا ورته پریښودې
دوی دوه غټ غټ خنځیران دي
په خدایانو اوس منلي
اوس ېې دین ایمان روپۍ دي
ژڼي څه چې پسې وتي
هم له کوره جونکۍ دي
ستا ټیکری ېې غورځولی
په نارو هم د سیالۍ دي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
نو ملالې قهرمانې
ستا د وخت ژڼي خو واړه
میړني وو ، توریالي وو
خو زمونږ د وخت ډیر ژڼي
هیڅ خبر له ننګه نه دي
که ټپې د انقلاب شي
نو کاپیرې ېې دوئ بولي
په اوو رنګو نومونو
بیا په هره حجره یاد شي
هر څه ختم شول ملالې
ستا د ژبې ، ستا دقوم ها
عزتونه لوټل شوي
نه ها ډلې څڼیور شته
بریتور ، نه شمله ور شته
نه ایوب شته ، نه اکبر شته
وایه څوک ټپو کې یاد کړم؟
میړنیو سر خوړلی
چاته غږ د زنده باد کړم؟
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
نو ملالې قهرمانې
بس دی مه راځه خوبو کې
دغه ګونګ او کوڼ مالت چې
پاڅومه انقلاب ته
دومره خدای که مې وس پآتې
نه مې زور دومره ټپو کې
بس تکل مې داسې کړی
چې څو جونه ځان سره کړم
او پنځ ډزی په اوږه کړم
له کودره سنګر جوړ کړم
په دې سپئیو پیرنګیانو
څو شیبې خو محشر جوړ کړم
نو دداسې بې غیرته
او بې ننګه وخت او ژونده
خو و سل ځله مرګ ښه دی
بليڼده بدرۍ ، پېښور