دايې لومړۍ پېره وه، ددې سره د زمان کاکا په مخ اوښکې راغلې او غريب واخيست، تر ډېره وخته چپ و، زما هم ستونی ډک شو خو ځان مې راکلک کړ، کوښښ مې وکړ چې زمان کاکا ته ډاډ ورکړم خو هغه سلګيو ونيو او په ژړا کې يې راته کېسه شروع کړه زويه دا څو ورځې په کور کې د خوراک هېڅ نه و ما يو پنځه سوه افغانۍ د ګل نظر نه پور کړې په هغې مې يو څه وړه او نوره سودا له دوکانه راوړه خو لوی کور دی هغې ډېر دوام ونه کړ ، نور نو زويه بله لاره نه وه بس خان ته مې ووې چې بچيه اپين په کور کې پروت دی او موږ د بل چا احتياج کوو يو من خرڅ کړه چې کور ته پرې سود سودا راوړې هغه راته ووې چې دادا دلته يې خلک ارزانه اخلي خو شډل ته يو سم نو دوه درې زره روپۍ به را ته ګټه شي خو زما دې ته خوښه نه راتله ما ويل هسې نه په خان لاره کې څه ونه شي، خو بيا مې فکر وکړ چې دا ټول خلک روان دي خير خان دې هم لاړ شي نو مې خان ته ووې زويه ځه يو من اپين واخله او ددې خلکو سره يې يو ځاې وېسه که حکومت درنه ونيو پروا نه کوي د خپل پټي فصل دی او که دې شډل بازار ته ورساوه نو روژه راروانه څه څه سود سودا به کورته راوړې .
زمان کاکا يو ځل بيا د چورتونو په سيلاب لاهو شو په مخ يې اوښکو لارې جوړې او سر يې په زنګنو کېښود خو زما چې د کېسې اوريدو ته تلوسه وه نو ورڅخه پوښتنه وکړه ښه کاکا بيا څه وشوه ، زويه ماښام يې ملګري راغلل د کلي هلکان وو ده هم يو من قدر اپين واخيست او دخپل واړه زوی په سر يې لاس کش کړ ورته وې ويل ځه زويه سبا به درته هرڅه راوړم دعا کوه چې په خير لاړ شم اود خپلو ملګرو سره روان شو.
ټوله شپه مې په زړه کې کرل ريبل کله به مې ويل چې ياره زمانه ښه کار دې ونه کړ که خدای مه کړه په دې هلک څه وشي، غله ورته مخې ته راشي او يا د حکومتي کسانو سره مخ شي او څه چل پرې وشي بيا څه وکړم د ړندې سترګې اوښکه ده خاورې به مې په سر شي خو څه به دې سر خوږوم د شپې مې خوب ونه کړ سهار وخته لا اذان به نه و شوی چې د جومات خواته روان شوم زما له رسېدو سره سم د کلي ملا صيب هم راغی او اذان يې وکړ ما هم اودس وکړ او په جومات کې کېناستم همداسې په چورتونو کې ډوب وم چې يو چا وخوځولم د سنتو وخت دی جمه ودرېږي ، ما هم سنت وکړل او په جمه ودرېدو ملاصيب سلام وګرځاوه او په بيړه له جومات څخه ووتم زړه مې و چې په دوکان کې د هلکانو نه پوښتنه وکړم که د خان دوی احوال ترې واخلم خو لا دوکان ته نه وم رسېدلی چې وړکي لمسي راپسې غږ کړ بابا کورته راشه غږ درته کوي.
زه هم خوشاله شوم ما ويل کېدای شي د خان احوال راغلی وي په منډه کور خواته روان شوم دروازې ته نږدې شوم نو ومې کتل چې وراره مې ولاړ دی او ماته وارخطا واخطا ګوري حيران شوم چې څه خبره خو ده خو چې څه خبره به وي ، ګورم چې ورور مې هم زموږ له کوره راووت د هغه هم طبيعت وران ښکاريده او له ځان سره بونګيده په همدې کې زه هم دروازې ته ورسېدم سم مې د کاله په دروازه پښه نه وه اېښې چې ورور مې راته غږ وکړ زمانه ځه چې جلال اباد ته ځو ما ډېرې پوښتنې وکړې چې څه خبره ده او ولې ځو خو هغه وويل ته خو راځه هلته به خپله ووينې څه د تشويش وړ خبره نه ده خو ما هغه را کلک کړ نو يې راته وويل چې په خان دې باندې پوليسو حمله کړې او خان زخمي شوی دی اوس په شفاخانه کې دی خدای شته شک مې په يقين بدل شو او پوه شوم چې څه خبره نه څه خبره شوې .
زويه له ځان سره مې داسې فکر کاوه چې د دولت کسان ولې طالبانو ته کمين نه نيسي چې ټوله شپه په دې کوڅو کې ګرځي، حکومت خو يوه ورځ هم موږ ونه لېده چې کله کې کوم کس نېولي وي چې يا ورسره بمان وي او يا سلاح خو په اپين کې ګټه ده ځکه سل کيلو نيسي لس اعلانوي او نوي کيلو ځان ته وهي د هغه زما د بچيو د لوږې او تندې سره څه کار دی، حکومت ته ددې څه چې زه د لوږې مرم.
په همدې سوچونو کې وم چې ورور مې راته وويل زمانه روغتون ته ورسېدو راځه چې ځو د روغتون دروازې ته ورسېدو له باندې نه مې وکتل چې زموږ د کلي څو کسان هلته د روغتون مخې ته خپه ولاړ وو زما پښو زور نه اخيسته خو په منډه مې خلکو ته ځان ورساوه هر يو ماته په ډېر وارخطا نظر کتل او په مخونو کې يې خپګان نښې له ورايه ښکاريدې ، ما لا له چانه پوښتنه نه وه کړې چې د روغتون له عاجل واټ نه جنازه راووته ، هلکانو ورمنډه کړه زما پښې سستې شوې خو بيا هم ځان مې راکلک کړ جنازې ته ورنږدې شوم ومې کتل چې خان زما نه ماڼيجن و او تل لپاره يې ددې ظالمې نړۍ سره خدای په اماني کړې وه.