د ننګ په خوشې کېدو د زړه له کومي خوښ يو. د سپين غر ادبي بنډار ((ننګرهار))
دا چې د هېواد تکړه ليکوال، غښتلی سياستپوه، په پارلماني چارو کې د دولت وياند او د امن مجلې مسوول مدير خوشې شو موږ پرې د زړه له کومې خوښ يو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت له درانه ولسمشر څخه د زړه له کومې مننه کوو چې نوموړی يې وباښه او خوشې يې کړ، همدارنګه ښاغلي ننګ ته هم مبارکي وايو چې بېرته خپل کورته راغی.

خو يوه يادونه اړينه بولو او هغه دا چې ولسمشر د خپل شخصيت د اعاده کولو په خاطر ننګ ۱۳ ورځې د تورو تختو شاته واچاوه او دغه ورځې يې په ده باندې په بند کې تېرې کړې، خو يو شمېر افغان دښمنه رسنيو چې د ننګ په اړه غلط راپورونه خپاره کړي او هغه يې ګاونډي هېواد پاکستان د جاسوسۍ په تور تورن کړی و ددې خبرې پوښتنه هم بايد ولسمشر وکړي ځکه چې ننګ هم يو دولتي چارواکی دی اود ده  شخيصت داغي کېدل داسې دي لکه د ولسمشرکرزي شخصيت، نو بايد چې ولسمشر اوس ددې پوښتنه وکړي چې دغو رسنيو دغه خبرونه په کوم اساس خپاره کړي وو.

د يو موټی خپلواک افغانستان په هيله