دا نظاريان او شغله يان ټول د همدې بې واکه پښتنو نه ګټه اخلي او د خپل قوم په مقابل کې يې استعمالوي او دوی هم دغه کار ښه په جرات او خوښۍ سره ترسره کوي.
ننګ  صيب د هېواد يو له هغو تکړه او بادرکه پښتنو لېکوالو له ډلې څخه دی چې دداسې نظاريان او شغله يانو په زړه ورته ښه نه ځايده، چې بلاخره د همدوی د شومو او کرغېړنو پلانونو ښکار شو.
زه وايم چې که زموږ پښتانه ليکوال همداسې چپه خوله پاتې شي او په دې اړه خپل ځان داسې وښايي نو بايد پوه شي چې دا نوبت په دې ټولو راروان دی او بلاخره به ايرانيان او تاجکان په هېواد واکمني واخلي او بيا به تش په خوله مغرور او با غيور قوم لکه په پاکستان کې چې پښتانه  د پنجابيانو د ګټو لپاره لګيا دي د خپل وجود خولي تويوي، دلته د تاجکانو او ايرانيانود ګټو لپاره ښه په وياړ سره خپل وجود ويلي کوي.
خو نه موږ يو ژوندی قوم يو،يو تاريخ لرو او راتلونکې ته هم بايد داسې يو قوم پاتې شو چې تاريخ مو په ليکلو ووياړي ، او پرېنږدو چې پردي او پردي پال زموږ په راتلونکې لوبې وکړي. که ننګ صيب په غزت سره خوشي نه شي نو ډېر ځوانان شته چې سرکونو ته ووځي او دموجوده نظام په اړه د مرده باد چيغې ووهي خو کرزي صيب ته په کار ده چې ددې بحران د راتلو نه مخکې له ننګ صيب نه بښنه وغواړي او عزت سره يې بېرته خپلې دندې ته ولېږي.