. چې زموږ په واک سپاره بې واکه پښتانه يې حمايت کوي او چپه خوله ورته ناست دي. زما په ذهن کې داسې سوال راولاړېږي، چې هغه خلک ولې نه تورن کېږي کوم چې په ښکاره ايران غواړي اويا تاجکيستان غواړي، زما په اند خو د افغانستان ټول ګاونډيان لکه ايران، پاکستان، تاجکستان اونور يو هم د افغانستان سوکالي او ابادي نه غواړي .
خو سوال دا دی چې تراوسه هېچا دا ونه ويل چې پلانی د ايران جاسوس دی يا پلانی د تاجکيستان جاسوس دی خو هر پښتون په کابل کې په همدې نامه چې ته د پاکستان جاسوس يې زورول کېږي، بندي کېږي. حال داچې والله که هيڅوک هم د پاکستان سره دومره مخالفت ولري څومره چې ورسره پښتانه مخالفت لري. او څوک به هم داسې پښتون پيدا نه کړي چې هغه دې د پاکستان جاسوس وي خو همدا اوس زموږ لوړپوړي چارواکي د ايران او تاجکستان په اشارو چلېږي او د هغوی دګټو لپاره کار کوي. خود هغوی د نېولو لپاره نه ولسمشر څه وويل او نه يې د هغوی د کرغېړنو فعاليتونو مخه ونېوله خو که کوم په هېواد مين افغان، پښتون د هغوی د لارې خنډ شي نو دستي کرزی صيب په پټو سترګو د هغه د نېولو امر ورکړي.
زه له ښاغلي کرزي صيب نه دا پوښتنه کوم چې په ده باندې دې افغانستانيانو څه پت پرېښی دی، دده د ذليل کولو او پرځولو لپاره يې د کومې لارې نه استفاده نه ده کړې، قسم خورم که ددې پښتنو وېره نه وي نو يوه ورځ به هم ترينه په څوکۍ کېنني، خو حيران په دې يم چې په ده يې څه تعويذونه کړي، چې ټول دهمده له لمنې لاندې هېواد دښمنه پلانونه جوړوي او تطبيقوي يې ، کرزی صيب به په راتلونکې هم کومه هيله او تمه له دې ولس نه لري او که نه .
په يو خبر کې مې ولوستل چې د ملي امنيت چارواکو دننګ د نېولو په اړه ويلي دي چې دوی ته ولسمشر دده د نېولو امر کړی او لا تراوسه يې د نېولو لامل هم نه دی څرګند شوی، ځينو هېواد دښمنه رسنيو د ننګ په اړه مخکې له مخکې ليکلي وو چې دی يې پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نېولی دی خو دا خبر هېچا هم تاييد نه کړ نو معلومه شوه چې دا ټوله يوه دوسيه او توطيه ده کومه چې د هېواد تکړه او منلي ليکوال ننګ ته جوړه شوې او له همدې افغانيستانيانو له خوا پلان شوې .
زما په اند خو که موږ تاسو دداسې مسايلو په اړه چپ پاتې شو نو يوه ورځ به داسې سړی ونه لرو چې ددې افغانيستانيانو د پلانو د تطبيق مخالفت وکړي او څه يې چې خوښه وي هغه به د هېواد په دومره لوی قوم پښتون باندې کوي ، چې بيا نو اوبه له ورخه تېرې وي.
زه خو وايم چې بايد ټول پښتانه د داسې افغان دښمنه عناصرو په مقابل کې په يوه خوله راپورته شي او د خپلو مشرانو د توهين او سپکاوي پوښتنه ترې وکړي تر څو په راتلونکې کې پښتنو ته خپل حق ورکړل شي.
ننګ صيب يو په هېواد مين، مسلمان، پښتون او تکړه ليکوال دی او دده نېول د ټولو پښتنو څه چې د افغانانو لپاره يو خطرناکه خبره ده او بايد په وخت يې غم وخوړل شي، کنه هره ورځ به يو يو رانه نيسي او په يو نامه او بل نامه به تورنوي.
په اخير کې د ټولو پښتنو څخه دا هيله لرم چې په خپلو کې له ستونزو او مخالفتونو تېر شي او دداسې پرديو افغان دښمنه عناصرو د مقابلې لپاره لاسونه ورکړي تر څو د دوی د شومو موخو په لار کې دېوال شي. د ښاغلي ولسمشر کرزی صيب نه هم داهيله لرم چې بايد موضوع درک کړي او د ننګ صيب د خوشې کولو امر ورکړي کنه په هېواد کې به يو بل بحران رامنځته شي.
په درنښت
د اباد سر لوړي افغانستان په هيله