نېول د غېر قانوني لارې څخه ترسره شوي. کېدای شي دا کار په يو قانوني شکل باندې شوی وای يانې ننګ بايد د اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا غوښتل شوی واي او ددې ليکنې په اړه ورسره خبرې شوې، هغوی کولای شول چې محکمې ته يې معرفی کړی وای خو بدبختانه داسې ونه شول او ننګ د ملي امنيت له خوا ونېول شو. لنډه  دا چې قاضي صيب حسن حقيار همداسې خپلو خبرو ته دوام ورکړ ده زياته کړه، چې د ننګ صيب په لمن چې کوم داغ ځينو رسنيو ولګاوه دا هم دهمدې غلطۍ له مخې وشو خو دلته دده خبره يو بل چا ورپرې کړه زما په اند خو دا تن د دولت نماينده ګي کوله هغه وويل ، چې د ننګ د نېول کېدو په اړه دولت هېڅ نه دي ويلي چا چې څه خپاره کړي دا ټول په خپل سر خپاره شوي او ننګ صيب چې په څه خبره نېول شوی دا به وروسته معلومېږي .
همدارنګه د ملي امنيت ځينو چارواکو دا خبره کړې چې تر څو پورې زموږ څېړنې بشپړې شوې نه وي چاته د مسالې په اړه معلومات نه شو ورکولای ، وايي چې يو وخت د سيمې يو حکمران يو کس احضار کړ او خپلو لنډغرو ته يې د هغه د وهلو امر وکړ ، هغه تن ددې لپاره چې پوه شي حکمران صيب يې ولې وهي ورڅخه پوښتنه وکړه : صيب زما ګناه څه ده؟  حکمران صيب ورته وويل:زه اول سړی وهم بيا يې ورته ګناه ښايم مخکې نه .
نو نه پوهېږم لکه چې د افغانستان ملي امنيت لومړی سړی بندي کوي او وروسته له هغې يې دوسيه څېړي که دا کس مجرم ونه خېژي نو بيا زموږ ملي امنيت دته څه وايي چې دا څومره ورځې مو ته ولې بندي کړی يې خو دا معلومه خبره ده چې نوکر د بادار پېښې کوي ، امريکايان هم سړی ونيسي او اوه اته مياشتې وروسته ورته ووايي چې د امريکا حکومت ستاسو نه په ټول عظمت بښنه غواړي ځکه چې ته مجرم ثابت نه شوې.
خبره رانه بل پلو ته ځي راځم خپلې خبرې ته او هغه دا چې تر اوسه پورې هم د ننګ صيب په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي چې ولې يې نېولی خو د ځينو سرچينو په حواله رسنيو د ننګ نېول کېدل د هغې ژباړل شوې مقالې خپرېدل ښودلي چې په کې د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر د يونيکال د کورنۍ غړی ښودل شوی دی او په دې اساس ننګ صيب نېول شوی دی.
زه دا خبره منم که چېرې ننګ صيب دا کار کړی وي خو جزا دې ورته ورکړل شي ځکه چې د هېواد د جمهور ريس سپکاوی يې کړی خېر دی پروا نه کوي ځکه دا ولسمشر چې زموږ څخه خپل بدل وانه خلي نو له بل چا خو يې نه شي اخيستی، ولې سوال دادی چې په ننګ صيب باندې ځينو رسنيو د جاسوس تورونه ولګول او بې مسووليته راپورنه يې خپاره کړل او د هغه شخصيت يې خراب کړ ددې رسنيو سره هم چا حساب وکړ او که نه، له هغوی نه هم چا پوښتنه وکړه کنه چې تاسو دغه راپورونه د کومې مرجع د وينا په اساس خپاره کړي او يا مو ولې خپاره کړی، دلته خو که د کرزي صيب په اړه کومه خبره شوې په هغې کې د کرزي صيب  شخصيت ته ګوت نېونه شوې او هغه زيانمن شوی، نو دادی ننګ صيب د شمال د لنډغرو له خوا د تورو تمبو شاته شپې او ورځې تېروي ، خو دا د ننګ صيب شخصيت چې دومره زيانمن شو ددې بدل به ننګ صيب ته څه ورکول کېږي.؟
زه په دې خبرو بحث نه کوم چې کرزي صيب ته خو خلکو ښکاره په ارګ کې بدې ردې ويلي، همدا اوس د شمال لنډغر په خپلو خپرونو کې ورته ښکاره ښکنځل کوي او يا نور ورته مخامخ کومې خبرې کوي ولې هغه څوک ونه نېول ، زما سوال دادی چې د ننګ صيب خو نږدې يوه اوونۍ وشوه چې بندي دی او دولت تراوسه په دې اړه هېڅ  تصيمم ونه نېوه او نه يې رسنيو ته دا خبره سمه ښکاره کړه چې د ننګ صيب جرم څه و او ايا دی مجرم ثابت شو که نه او که مجرم ثابت شو نو جزا يې څه ده او هغه زياتی چې له ننګ سره شوی دی د هغې خبرې به زموږ کرزی صيب پوښتنه وکړي او که نه؟
خو داسې نه ده کرزی خپله غريب په دې نه پوهېږي چې زما شخصيت په څه باندې کمزوری کېږي او په څه باندې درنېږم خو بس همدا دده تر لمنې لاندې پټ شعليان او ستميان چې هر څه ورته ووايي دی یې هم په پټو سترګو مني په دې که يې نه دی چې په دې کې زما شخصيت ته ګټه اوړي او که تاوان.
که کرزی صيب زما مني نو ښه خبره داده چې ننګ صيب دې خوشي کړي او هغه کسان دې ونيسي چا چې د ننګ د نېولو مشوره ورکړې وه ځکه هغه لېکنه چې د امن جرګې په مجله کې خپره شوې وه دومره چانه وه لېدلې خو اوس ښه شوه ټول افغانستان څه بهرنيو هېوادو کې هم خلکو ولېده نو زما په اند خو کرزي د خپل شخصيت توهين خپله وکړ او په ځان پسې تبليغ هم ، کرزی بايد په دې برخه کې خپل سلاکاران ونيسي ځکه هغوی ددې مطلب په خپرولو کې تر هر چا ډېر رول ولوباوه.
اوس کرزي صيب ته ښه خبره داده چې يوازې له ننګ صيب نه نه بلکې له ټولو پښتنو دې بښنه وغواړي او ننګ دې په پوره درناوي او عزت سره خوشې کړي او خپلې دندې ته واستوي خو هغه کسان چې د ننګ په اړه يې غلط راپورونه ورکړي بايد ونېول شي او جزا ورته ورکړل شي چې بله ورځ څوک داسې بې مسووليته خپرونې ونه کړي.