ګران او په پښتو مين ورور شېرزاد کامه وال صيب سلامونه !
د ټول افغان د پينځمې کاليزې مبارکي مې له زړه له تله ومنه الله تعالی د اوږد عمر څښتن کړه، همدارنګه د ټول افغان هغو کارکوونکو ته چې بې له کوم امتياز څخه ټول افغان ليکنې برابروي، خبرونه ورکوي او تل هڅه کوي چې د ټول افغان په خپلو ليکنو او خبرونه تاند وساتي هم مبارکي وايم څښتن تعالی دې دوی ته نور توفيق هم ورکړي چې ټول افغان په خپلو لېکنو او تازه او سمسور وساتي.
ټول افغان د پښتو ويب پاڼو له ډلې څخه هغه ويب پاڼه ده چې په هغه وخت کې د انټرنيټ په دې دومره پراخ اسمان د پښتو ويب پاڼو شمېر ډېر کم څه چې له هېڅ سره برابر و، ټول افغان وکولای شول چې په ډېر لږ وخت کې د پښتنو لپاره ډېر څه وکړي، د پښتو سپوټ يې په وړيا توګه ټولو پښتنو ته ورکړ، په انټرنيټ کې يې د پښتنو لپاره يو ځای ونيو، نورو هغه کسانو ته چې په دې برخه کې يې وړتيا درلوده دداسې ويب پاڼو د جوړېدو تشويق ورکړ، په لنډ ډول که ووايم نو ټول افغان هغه ويب پاڼه ده چې د انټرنيټ نړۍ کې لکه د لمر روښانه ده او خپله خودي يې ساتلې ده.
ټول افغان هر وخت ملي ګټو ته پام ساتلی او خپلې خپرونې يې د افغاني کلتور او مذهب سره سمې پرمخ بېولې دي.
خو يوه يادونه اړينه بولم او هغه دا چې ټول افغان تر نن پورې د بيان د ازادۍ په بنا ټولې ليکنې خپرې کړي دي او لا يې خپروي چې، بايد دغه لړۍ نوره هم قوي شي، د ليکوالو څخه هم هيله لرم چې د بيان د ازادۍ څخه غلطه ګټه وانه خلي او خپلې ليکنې د قانون مطابق وکړي او همدارنګه د انتقادي ليکنو پر وخت هم له دقت څخه کار واخلي تر څو شخصيتونه په کې خراب نه شي او همدارنګه ليکنه بايد اصلاحي بڼه ولري.
په اخر کې د لوی څښتن له دربار څخه غواړم چې شېرزاد ته خدای ج د پښتو ژبې ته د خدمت په لار کې نور توفيق هم ورکړي.