ښايي ډېر لوستونکي به د چارلي چاپلين له نوم سره اشنا وي ،  نوموړي هغه مهال چې لا دپرنګي سينما توره سپينه وه د کوميډي فلمونو يو وتلی لوبغاړی او مسخرچي وو . پر دې سربېره نوموړې  پروډيوسر لېکوال  او د فلمونو ډايريکټر هم وو .  چارلي  د ١٨٨٩ ميلادي کال د اپريل په ١٦ لندن کې زېږيدلی  او په ١٩٧٧ مېلادي کال کې په سويزرلينډ کې ومړ .
د چاپلين له نوم سره په لويدېځه نړی سربېره د ختيځې نړۍ ډېر وګړي  هم دده د کوميډي فلمونو له لارې اشنا دي. ويل کېږي چې نوموړي اته اولادونه لرل خو په دې ټولو کې يې يوه لور د (( جارالډين )) په نوم د سينما لوبغاړې ده  چې دا مهال د سينمايي هنر په نړی کې ښه شهرت لري .
څو کاله دمخه کله چې جارالډين غوښتل نوي د سينما نړی ته ننوزي ، چاپلين ورته يو ليک ليکلی چې د نړی يو له ښکلو او له شوره ډکو ليکنو نه دی . ددې ليک ژباړه
ستاسو په وړاندې ده .  البته دا لیک ښاغلې چارلي ته منسوب شوی ، دا چې ریښتیا د نوموړي لیک دی کنه سپیناوی یې تر اوسه نه دی شوی .


 
 
 
 


جارالډينې لورکۍ !
دلته شپه ده ، د ژمي او نوي کال  يوه شپه . زما په وړه کلا کې ټول بې وسلې ساتونکي ويده دي ،  نه دې ورور نه دې خور ان چې مور دې هم نه ده وېښه . په سخته مې وکړی شول پرته له دې چې دا  ويده مرغان راپورته شي  ، خپل ځان دې وړې نيمه روښانې او د مرګ څخه مخکې د انتظار خونې ته را ورسوم .
زه له تا ډېر لرې يم ، ډېر لرې ......... خو سترګې مې ړندې شه  که يوه شېبه به هم ستا انځور زما له سترګو لرې شي .
ستا انځور که هلته په مېز دی ، خو دلته زما د زړه پر سر هم دی . خو ته چېرې يې ؟
هلته په پاريس کې  د (( شانزلېزه  )) په پرتمينه صحنه کې په جادوګره توګه ناڅي . په دې پوهېږم ، او داسې ده لکه د شپې په دې چوپتيا کې چې ستا د قدمونو اهنګ اورم   او د ژمې په دې تيارو کې دې د سترګو ځلا وينم .
اوريدلي مې دي  په هغه پرتمينه ننداره کې ستا رول  د هغې اېرانۍ  شهزادګۍ دی چې د تاتار خان بندېوانه ده . شهزادګۍ اوسه ، ستوری اوسه او وځلېږه !
خو ،
که د نندارچيانو د ستاينې نه ډک شورماشور او دهغو ګلانو د خوشبوی مستۍ  چې دراستوي يې درته  د اوښيارتيا وخت درکړ  نو په يو ګوټ کې کېنه  ،  زما ليک ولوله  او دپلار غږ ته دې غوږ ونيسه  ! زه ستا پلاريم . جارالډين  !  زه چارلي چاپلين يم .
کله چې وړه وي  اوږدې شپې دې سر ته ناست يم او کېسې مې درته کړي دي ، په ځنګل کې د وېدې ښاپېرۍ کېسه ، په صحرا کې د ويښ  ښامار کېسه ، بوډيو سترګو ته چې به مې خوب راغی نو په بدو ردو به مې ورته ويل :
- ځه ولاړ شه ! زه مې د خپلې لورکۍ په خوب کې ويده يم . خوب مې لېده جارالډين ....... خوب ....
ستا د سبا خوب ، ستا د نن خوب . د صحنې په منځ کې به مې يو نجلۍ ليدله چې نڅيدله ، لکه داسمان پرښته .
اوريدل مې چې نندارچيانو ويل :
_  نجلۍ ته مو پام دی ؟  دا د هماغه بوډا مسخرچي لور ده . نوم دې په ياد دی ؟
_ چارلي .
هو زه چارلي يم ، زه له يو بوډا مسخرچي پرته نور څه نه يم ، نن ورځ ستا وار دی ونڅېږه !  زه له خپل  هغه پراخ او شکېدلي کميس سره نڅيدم او ته د شهزادګانو  جامو کې وناڅه .
دا نڅاوې او تر دې زيات د نندارچيانو د چک چکو غږونه به کله ناکله تا اسمان ته يوسي . ولاړه شه ، هلته ولاړه شه ، خو کله ځمکې ته هم راځه  او د خلکو د ژوند ننداره وکړه .
 د تيارو کوڅو په ګوټونو کې هغه کوڅه ډبې نڅا ګرې وګوره چې په وږي نس ناڅي او پښې يې له بينوايۍ لړزېږي .
جارالډين  ، زه يو له همدوی نه وم .
په هغو شپو کې ،  ستا د کوچنيوالي په هغو افسانوي شپو کې  به مې چې ته  په الاهو ويده شوي ، زه به ويښ پاتې وم او ستا څېرې ته به مې کتل ، ستا د زړه درزا به مې شمېرله  . له خپله ځانه به مې پوښتل: چارلي! ايا د پيشونګوری به يو وخت تا وپېژني ؟
................خو اوس ته ما نه پېژني . هماغه اوږدې شپې وې او بس
تا ته مې ډېرې کېسې ويلي دې . خو خپله کېسه مې درته کله هم نه ده ويلې ، دا هم  د اوريدو وړ يو  داستان دی .
د هغه وږي مسخرچي داستان چې د لندن تر ټولو پستو  او خيرنو  کوڅو کې يې سندرې ويلي، نڅيدلو او خيرات يې ټولوه   ، دا زما داستان دی . ما د لوږې مزه څکلې ده . ما د بې کوری درد ليدلی دی  او تر دې ډېر ما د هغه کوڅه ډب مسخرچي رنځ ګاللی  چې د غرور سمندر يې په زړه کې څپې وهلي خو د يو ځان خوښي لاروي  د  يوې سکې خيرات  دا سمندر وچوه .
خو له دې هر څه سره سره زه ژوندي  يم . او د  ژونديو  په اړه  مخکې له هغې چې مړ شي  بايد خبري ونه شي .  زما داستان ستا په درد نه خوري ،  له تا نه به وغږيږو :
په تا پسې زما نوم دی . چاپلين . په همدې نوم مې د څلويښتو کلونو نه ډېرد مځکې د سر وګړي  خندولي دي  خو د هغوی له خندا څو چنده زيات مې  خپله ژړلي  .
جارالډين ! په هغه نړۍ کې چې ته ژوند کوي ېوازې په کې رقص او موسيقي نه ده .
نيمه شپه کله چې  د تياتر له پرتمين  تالار  نه د باندې  راووزې نو  هاغه ستا بډای ستايونکي له يوې مخې هېر کړه . خو د هغه ټيکسي چلونکي حال و پوښته چې تا تر کوره رسوي ، پوښتنه ترې وکړه  ، او د ښځې د حال پوښتنه يې هم وکړه  او که د ښځې په نس يې بچی و او د جامو اخيستلو لپاره يې پيسې نه لرلې  ، چک را وباسه او په پټه يې د مېړه جيب کې ورته کېږده .  د پاريس په بانګ کې مې خپل استازي ته  ويلي  چې ېوازې  ستا دا ټول لګښتونه پرته  له ولې ؟ او څه لپاره ؟ ومني  خو د نورو لګښتونو لپاره بايد  له خپلې بانګي شمېرې کار واخلې .
کله نه کله په ښاري بس يا ميټرو کې هم ګرځه ، خلک وګوره  او لږ تر لږ ه يو ځل له خپل ځان سره ووايه   (( زه هم يوه  له همدوی  نه يم ))  ته يوه له همدوی نه يې  لورکۍ !  او ترې ښه نه يې .
 هنر مخکې له دې چې يو چاته د الوت دوه وزرې ورکړي  ډېر کله يې دوه پښې هم  ور ماتوي . .........
کله چې هغې پړاو ته ورسېدې چې ځان دې  د خپلې نڅا د نندارچيانو نه لوړ وګاڼه . په هماغه شېبه صحنه پرېږده  او خپل ځان د پاريس يو ګوټ ته ورسوه ، زه هغه ځای ډېر ښه پېژنم  له پېړيو راهېسې  هغه د چينګړيانو د پسرلني  راټو ليدو زانګو ده ، هلته به د خپل ځان په شان نڅاګرې وګورې ، تر تا ښکلې  ، تر تا چالاکه او مغرورې . هلته د (( شانزليزه )) د تياتر په شان  د رڼا شيندونکيو څراغونو هيڅ درک نه شته  ، د چينګړي نڅا ګرو رڼا شيدونکي څراغ يوازې د سپوږمۍ رڼا ده . وګوره ، ښه ورته وګوره !   ايا له تا نه ښې نه نڅېږي ؟
لورکۍ دا  ومنه تل داسې څوک شته چې تر تا ښه نڅېږي ، همېشه څوک شته چې تر تا ځان  ښه بولي ، او په دې پوه شه چې د چارلي په کورنۍ کې تر اوښه دومره خپل سری څوک نه دی پيدا شوی چې  يو  ټيکسي چلونکي او يا يو عمر خوړلي سوالګري ته بد ووايي .
زه ښايي مړ شم او ته ښايي ژوند وکړي ، زما هيله داده چې هيڅکله په بې وزلی کې ژوند ونه کړې . ددې ليک سره مې يو سپين چک دراستولی دی  هر څومره پيسې چې دې په کار وي ويې ليکه او وايې خله . خو تل کله چې دوه فرانکه لګوي ، له ځان سره ووايه : ((  دويمه سکه زما نه ده  دا د يو نومورکي  چا ده چې نن  شپه يو فرانک ته اړتيا لري .))
ډېره لټون ته اړتيا نه شته دا نومورکي کسان که هر چېرې وغواړي موندل کېږي .
که د پيسو او سکو  په اړه له تا سره غږېږم  ددې لپاره چې د شيطان ددې بچيانو له ځواک ، جادو او تيرويستنې ښه خبر يم ، ما اوږد عمر په لوږه تېر کړی دی . تل او هره شېبه مې په رسۍ د ګرځيدونکيو بند بازانو په شان چې  په نري پړي روان وي انديښنه کړې ده . خو لورکۍ دا يو شی تا ته وايم  : 
 د مځکې  د سر استواره وګړي  د نرې پړي د پاسه د روانو بند بازانو نه ډېر بې ټيکاوه  را پرېوزي .
ښايي يوه شپه  ددې نړۍ تر ټولو د ګران بيه الماس ځلا تا تېر باسي . هاغه شپه به همدا الماس ستا لپاره هماغه بې ټيکاوه پړی وي . او پرېوتنه به دې حتمي وي .
 
ښايي يوه ورځ د يو شهزاده ښکلي څېره تا راماته کړي . په هغه ورځ به نو ته نابلده بندبازه يې  او نابلده بندبازان تل لوېږي .
زړه په زرو  او زيورو  پورې مه تړه ، ځکه ددې نړۍ تر ټولو لوی الماس لمر دی او له نيکه مرغه  لمر د هر چا په غاړه ځلېږي .
خو که کله دې زړه د يو سړي په لمرينه څېره پورې وتاړه ، له هغه سره يو زړه واوسه ، مور ته مې دې ويلي دي چې په دې اړه درته ليک وليکي ، هغه عشق له مانه  ډېر ښه پېژني ، او د يوزړوالي د تعريف لپاره له مانه هغه غوره ده . ستا کار ستونزمن دی ، په دې پوهېږم .
په ننداره کې د يونازک ټوکر پرته  څه شی نه شته چې ستا تن پټ کړي . د هنر لپاره کولای شي لوڅه اوبربنډه  صحنې ته ورشې او  تر هغې   پټه او تر هغې  باکره  بيرته راستنه شې  خو:
خو په دې نړی کې هيڅ شی او هيڅ څوک  نه شته  چې ددې وړ واوسي  څو  يوه  نجلۍ  د  هغه  په   خاطر د خپلې پښې يو  نوک  هم لوڅ کړي .
بربنډوالی زموږ د زمانې ناروغي ده  ، يا زه  بوډا يم او ښايي خندونکي خبرې کوم . خو زما په ګومان  ستا بربنډ بدن بايد د هغه چاوي چې  بربنډ روح سره يې مينه ولرې .
بده نه ده که په دې اړه ستا باور د لسو کلونو مخکې باور وي ، هغه د پټوالي د دورې باور  وېرېږه مه دا لس  کاله به تا نه زړوي ........
 
                                                                                         چارلي چاپلين