دشهيد په مزار ناست ځويتيمان د ي
ورځي شپي مياشتي کلونه انتظاردي
دخپل تللي پلار راتلو ته شيبي شماري
دسرتوري مورپه غيږ کې په ګيريان دي
اوږي تږي سرسرتور بربربنډي پښي دي
ناست تر شنه آسمان دلاندي حک حيراندي
مور نه هره شيبۀ غواړي دسيني پاکې شيدي
مور دلوږي نه سينه کې ورک پستان دې
کلي کور کې يې ځوک نه پريږدي په آرامه
وايې ورک دشي بې پلاره ماشومان دي
ربه ته په دي بيوزلو و رحميږي
ستا دلار ي دشهېد معصوم بچيان د ي
کونډه مور يې په کورو خيرونه غواړي
په سپين تندي باندي يې نښي دايمان دي
چې ((عزيز)) دا نن حالت دخلکو ګوري
له جهانه راته ښه ټول شاعران دې
15.04.2007
- wiar
ښايي ډېر لوستونکي به د چارلي چاپلين له نوم سره اشنا وي ، نوموړي هغه مهال چې لا دپرنګي سينما توره سپينه وه د کوميډي فلمونو يو وتلی لوبغاړی او مسخرچي وو . پر دې سربېره نوموړې پروډيوسر لېکوال او د فلمونو ډايريکټر هم وو . چارلي د ١٨٨٩ ميلادي کال د اپريل په ١٦ لندن کې زېږيدلی او په ١٩٧٧ مېلادي کال کې په سويزرلينډ کې ومړ . د چاپلين له نوم سره په لويدېځه نړی سربېره د ختيځې نړۍ ډېر وګړي هم دده د کوميډي فلمونو له لارې اشنا دي. ويل کېږي چې نوموړي اته اولادو...
21.04.2007
- wiar
هغه کعبه هغه سجدی د څه شوې ساقی د ميو دا پيالی د څه شوې ډک له مستېو ميکدی د څه شوې زاهده تاچی سره او سپين وليدل هغه کعبه عغه سجدی د څه شوې دا چی نن غلی يی خيبره ولی د خوشحالخان دا خا طری د څه شوې دلته ميوند کي به زه پيغلی پو ښتم لکه ملالی پښتنی د څه شوې تابه چی مينه کی خپل دار قبلوه جانانه هغه زولنی د څه شوې
چی يو افغان به بل افغان وژلو حفيظ ملياره دا ګيلی د څه شوې...