هغه کعبه هغه سجدی د څه شوې
ساقی د ميو دا پيالی د څه شوې
ډک له مستېو ميکدی د څه شوې
زاهده تاچی سره او سپين وليدل
هغه کعبه عغه سجدی د څه شوې
دا چی نن غلی يی خيبره ولی
د خوشحالخان دا خا طری د څه شوې
دلته ميوند کي به زه پيغلی پو ښتم
لکه ملالی پښتنی د څه شوې
تابه چی مينه کی خپل دار قبلوه
جانانه هغه زولنی د څه شوې
چی يو افغان به بل افغان وژلو
حفيظ ملياره دا ګيلی د څه شوې
21.04.2007
- wiar
دشهيد په مزار ناست ځويتيمان د يورځي شپي مياشتي کلونه انتظاردي
دخپل تللي پلار راتلو ته شيبي شماريدسرتوري مورپه غيږ کې په ګيريان دي
اوږي تږي سرسرتور بربربنډي پښي ديناست تر شنه آسمان دلاندي حک حيراندي
مور نه هره شيبۀ غواړي دسيني پاکې شيديمور دلوږي نه سينه کې ورک پستان دې
کلي کور کې يې ځوک نه پريږدي په آرامهوايې ورک دشي بې پلاره ماشومان دي
ربه ته په دي بيوزلو و رحميږيستا دلار ي دشهېد معصوم بچيان د ي
کونډه مور ي...
21.04.2007
- wiar
زه خو درته ګورم په رڼو سترګو ولی راته ګوری په کږو ستر ګو ماته ازادی جز دايمان ښکاری لږ کړه ځان خبر له پښتنو سترګو پلار نيکه مو يودی افغانان يو دی مونږ ځکه يو بل وينو په خوږو سترګو ګوره د برلين ديوال هم ړنګ شلو خپل کی سره ګر ځی په دا سرو ستر ګوخت د ډيورنډ دځلم کرښه ده څو به راته ګوری په دا مړو سترګو واوره زولنی مونږ لره مه شړنګومونږ ېی ښکلوو په ليو نو سترګو
مات به شی خمار بيا د حفيظ ( مليار ) لاړ به شی خيبر ته په درنو سترګو...