زه خو درته ګورم په رڼو سترګو
ولی راته ګوری په کږو ستر ګو
ماته ازادی جز دايمان ښکاری
لږ کړه ځان خبر له پښتنو سترګو
پلار نيکه مو يودی افغانان يو دی مونږ
ځکه يو بل وينو په خوږو سترګو
ګوره د برلين ديوال هم ړنګ شلو
خپل کی سره ګر ځی په دا سرو ستر ګو
خت د ډيورنډ دځلم کرښه ده
څو به راته ګوری په دا مړو سترګو
واوره زولنی مونږ لره مه شړنګو
مونږ ېی ښکلوو په ليو نو سترګو
مات به شی خمار بيا د حفيظ ( مليار )
لاړ به شی خيبر ته په درنو سترګو
21.04.2007
- wiar
هغه کعبه هغه سجدی د څه شوې ساقی د ميو دا پيالی د څه شوې ډک له مستېو ميکدی د څه شوې زاهده تاچی سره او سپين وليدل هغه کعبه عغه سجدی د څه شوې دا چی نن غلی يی خيبره ولی د خوشحالخان دا خا طری د څه شوې دلته ميوند کي به زه پيغلی پو ښتم لکه ملالی پښتنی د څه شوې تابه چی مينه کی خپل دار قبلوه جانانه هغه زولنی د څه شوې
چی يو افغان به بل افغان وژلو حفيظ ملياره دا ګيلی د څه شوې...
25.04.2007
- wiar
سپين غر ! سپينه غره !تااو ستا بچو ته سلامسيکارام ته سلامخيبر وپيواړ ته سلامغلزو شينوارو خوګياڼو ته کوږک وشلمان ته اپریدو مسيد وزير تههرې لمنځې هر نښتر تههر مزري ،غوريژه تههم ګورګورې هم مښک تهشمشاد و تاترې تهزما دکلي لوړو څنارو ته تا او ستا هسکې غړۍ؛مستو دروته سلامهرې پيغلې هر زلمي ته ښکلو ښکلوشنو خالوتههرې دېرې هرې چينې تهتورې بوړې هم ميملې تهسپين غر ! سپينه غره!تا او ستااوږدو کېسو ته سلامهرې بروزې هر پرګي ته برج...