سپين غر ته سلام
تااو ستا بچو ته سلام
سيکارام ته سلام
خيبر وپيواړ ته سلام
غلزو شينوارو خوګياڼو ته
کوږک وشلمان ته
اپریدو مسيد وزير ته
هرې لمنځې هر نښتر ته
هر مزري ،غوريژه ته
هم ګورګورې هم مښک ته
شمشاد و تاترې ته
زما دکلي لوړو څنارو ته
تا او ستا هسکې غړۍ؛
مستو دروته سلام
هرې پيغلې هر زلمي ته
ښکلو ښکلوشنو خالوته
هرې دېرې هرې چينې ته
تورې بوړې هم ميملې ته
سپين غر ! سپينه غره!
تا او ستااوږدو کېسو ته سلام
هرې بروزې هر پرګي ته
برجورو کلا ګانو
هر بورجل او هر کورګي ته
لږڅه رڼا غواړم
لرو برو
وړو غټومرغو ته
هر پلو هرې شملې ته
ګنډيري هم کستيري ته
ستا مورچل او مورچلي ته
لاس په نام
وار وارې سلام
لويه خدايه ! تاته سلام
دور بابا ته سلام
د (احداد ) د لورټيکري ته
ستر (روښان ) ته
درياخان اوايمل خان ته سلام
ستا د سپينو واورو
سپينو سپينو پاغوندو ته
ستا د هرکمر دسر
هرې شپيلۍ او هر پوکي ته
هرې مينې هرزړګي ته
دګودر مازيګري ته
هرې اوښکې
هر شهيد ته
څاڅکي څاڅکي وينې
پاکې پاکې هيلې
هرې ونې هر شمال ته
هرې پاڼې ته سلام
ستاسو( پاڼې ) ته سلام
د ننګو دغيرتو سپين غر
سپين غر! سپينه غره !
های وای چې !
ستا ښکلي سپين مخکې
څومره بده ښکاري بده ښکاري
توره ليکه،توره ليکه
بې وس وزرماتي هر مرغي ته
هر پيچومي په هر پاړ کې سلام
آزاد و آزادۍ ته سلام