خداې خو د دونيا د ټولو ښکلاګانو ملکه ګنلې اوګرځولې ده چې کله دې پر مخه  راشي په يو خوږه مسکا درته هرکلې وايي د حيانه يې مخ سور واوړي او په تورو ښايسته سترګو کې د حيا نه يو رقم ځلا ليدل کيږي خو په سختې به درسره سترګې په سترګې شي د نارينو سره د خبرۍ کولو څخه انکار کوي که کله ور سره په خبرو سر شې نو په لڼدو خبرو کې به يې داسی ځوابونه واورې حيران به شې چې خداې دی ته څومره د خبرو کولو او د ځوابونو استعداد ورکړی دی دهغې ګاږه باڼه د ښکته پورته کيدو په وخت کې تاته د بيابيا کتلو خبر درکوي هغه ډيره مغروره ده په دې ازاده دونيا کې يې  پر ځان ډيرې پابندۍ لګولي دي کلکه پښتنه ده تل په تور څادر، تور جامې او سپين يخن قاغ کې لېدل کېږي په ډيرو زړونو کې یې د محبت تمخونه کرلي دي د مريضانو پښتنې او  ژورو خفګانونو په محفلونو کې تر ټولو نه ړومبۍ ښکاري خو د سازنو او سرودونو په محافلو کې په نظر نه راځي که را هم شي نو په لڼده فاصله کې ورکه شي د خلکو د اميد سترګې ورته اوړي او خلک پرې ډير حساب کوي هغه متعصبه نه ده خو معلوميږي ډيره مصروفه ده.


دما شومانو خويونه لا هم په کې ډېر لېدل کېږي د ګلونو ښاپيرې ده کله چې دمطالعې لپاره ورڅخه کتابونه وغواړې نو بلا وچ ګلونه او قتل شوي بورا ګان يې د نوټونو او کتابونو په مينځ کې لېدل کېږي هغه ډير خوږ اواز لري د خبرو کولو په وخت کې صفا پښتو، فارسي،پشيي، کردي ،اردو،فرانسوي، او لږ لږ په جرمني باندې هم پوهيږي او خلکو سره خبری کوي هو ښياره ډاکټره ده، ښه دوسته ده، غيرتي او د رازونو د ساتلو خزانه لري د خپل رښتينولۍ پر په بنسټ ولاړه ده په مينه کې د مين په مقابل کې ارزانه نه ده که په دی پوه شي چې کوم هلک يا نارينه ور سره مينه لري نو بيا خو په کلونو کلونو کې هم ور سره خبرې نه کوي هغه وايي په دی کار به مې خداې دوزخ ته بوځي خو خداې خبر ده چې زه ښه کوم هغه ډيره جدي ده قاطع پرېکړې کوي که يو دوست يي ور څخه مشوره وغواړي ډير ښه مشوری ورکوي دمليمنو سره د هغو تر تګه پورې دروازۍ پوری ځي قضا يې نه ده لوستۍ خو هغه يوه ډيره ښه قاضي ده هغه ډير نور صفتونه لري خو د ويئلو څخه يې ډډه کوم داسې نه چې د قتل شوي بورا ګانو د راز په افشاکولو مانه مخ واړوي خو دا به ور څخه وپښتو چې ولې ؟
ته په اوبال او ثواب نه پو هيږي ؟


ستا اود هغه طالب تر مينځ کې فرق څه ده چې د خلکو په مر ۍ چاړه ږدي نن بوراګان قتلوي صبابه انسانان وژنې.


باور وکړی چې يريږم ورته نه شم وئيلی ماته ډيره ګرانه ده خو دومره وايم چې ډيره محربانه ده او تر ټولو ښه صفت يې دا چې هغه يوه پښتنه ده