دوه چنده
زمونږ دواړواقتصادي وضعه ډېره کمزورې وه درسته ورځ به موپه تش جېب تېروله . هغه دچاخبره په جېب کې مو موږکانو فوټبال کاوه يوه ورځ چې زه په خپله دېره کې په درانه خوب ويده وم ددوست غږ اوورسره پرله پسې خوزولو دومره ووېرولم چې نېغ کښېناستم.
زماله اوترۍ نه دوست خوند واخسته په کټ کټ يې وخندل زه هم په شونډوکې ورته مسکى شوم .
دوست اوتر اوتر لګيادى هلکه شابه جامې واغونده چې بازارته ځو.ماځان داسې ناګار ه واچاوه چې ګينې مابيخي ستاخبره اورېدلې نه ده .
جامې مې واغوستې غزونې مې وکړې مخ مې ووينځه اودېرې ته ووتو.
ددوست تېره خبره مې ورياده کړه:
_ دوسته څنګه دې بازارته دتلو اراده کړې ده ؟
_ اشناډېر ضروري کار لرم زرزر راځه چې ناوخته نه شي .
_ته ووايه څه کاردې دى ؟
_ وس يې نه درته وايم خوراځه چې چکر درباندې ووهم .
__ ښه نوچې داسې ده درځه چې ځو
په موټر کې کښېناستو له لږ مزله وروسته بازار ته وسېدو دامخکې اوزه ورپسې چې سيده په يوه هوټل ورننوت کړايي اوسره کړې غوښه يې راوغوښته اوکښېناست زه هم کښېناستم په هوټل کې هرچاخوراک کاوه اومخامخ تلويزيون ته به يې کتل .
خبرې ته مې خوله جوړوله چې هغه پکې راولوېد:
_ بچونن راسره پيسې پيداشويدي عيش درباندې کوم عيش څه به يادساتې چې کورته لاړو بياکيسه درته کوم ماهم څه ونه ويل .
پرماهسې هم دهوټلي دشاګرد آوازښه لږېږي هيله به مې وه چې کله به په دې هوټل کې ښه په ډکه خېټه خوراک کوم .
خوراکونه راغلل پېل موپرې وکړ ښه موځان موړکړ
زه دتلويزيون په ننداره وم چې دوست پاڅېده لږ شېبه وروسته بېرته راغى اوراته وايي:
__ ځه چې ځو....
زه هم ورسره روان شوم له هوټله چې ووتو ورته ومې ويل :
_پيسې خو ورکه کنه !
له لاسه يې راکاږلم :
__ ورکړې مې دي راځه چې ځو .
له هغې ځايه سيده دجوسو په دوکان ورسيخ شو ښه قيمته جوس يې راباندې وڅښه بياموپه بازار کې ښه اوږد چکر وواهه خودوست لکه سخي ارسلاخان پيسې بادولې مابه ورته همداويل کم عقله ټولې پيسې په يوه ورځ مه خلاصوه خوهغه به وخندل اوزماخبره به يې هسې بابيزه تېره کړه .
ماښام نېږدې و چې کورته راورسېدو درسېدوسره سم يې جېب ته لاس کړ اويو سور سلګون يې له جېبه راوکښه ماته يې ونېوه اوزياته يې کړه دازياتي شو داواخله خومانه اخيسته .
دخوږې مسکاسره مې ورته وويل :
__داته څه ملا نصرالدين يې دادې جېب کې واچوه په کاربه دې شي.
خودوست راته په خندنۍ لهجه وويل :
_ بچوته چې ويده وې له جامودې ماپنځه سويز ايستلى و څلورسوه لاړې سل واخله .
په ماسترګې تورې شوې اودپلار خبرې راپه يادشوې
((دافيس واخله اوزر يې تحويل کړه کنه نوبيا دوه چنده کېږي ))