ډېرنازک دی لکه ګل رانه ماتيږي
بيا په خيال کې يو غزل رانه ماتيږي
دارښتيا ده، يم رښتيا بلا وهلی
چې بنګړي دې په هرځل رانه ماتيږي
په اوږدو دادوختونو زلزله ده
درنګونو شيش محل رانه ماتيږي
ماوې زړه مې دشيشې غوندې نازک دی
د ې وې داسې زړونه تل رانه ماتيږي
که ياغي زړه دې قابو نه کړو قاسمه !
زه که هرڅو وکړم چل رانه ماتيږي
خوست پنزايه _ تڼي
05.06.2007
- wiar
خرپ وترپ
زاڼې! ښکلې زاڼې !ته غوټۍ وې دې بڼو کې ( اندانۍ ) شوې دې ګلوکېزه په تړو په کمرو دا ! پېريان راسره مل ووله سهار ترماښام ېې ، ړچولم زورولم .توره شپه لاتېره نه وهچې يوه بله جوپه راغللښه په ډول و په سرنایڅه شين سترګي سرککي ول زورور !زما سره يوازېدپلار نيکه راپاتې ،يوه توره ابدالي وه .ټول پېريان شولراته ليکهد مېنې دې جګړه کېزما وزرې ماتې ماتېزما ځاله دړې وړې .ښکلې ځاڼې!دا کمرې لوړې لوړې دا د (بي...
05.06.2007
- wiar
دوست زماډېر ښه ملګرى وله ماشومتوبه موياري جوړه وه کرۍ ورځ به داسې جوړه ګرزېدو لکه کوترې .زمونږ دواړواقتصادي وضعه ډېره کمزورې وه درسته ورځ به موپه تش جېب تېروله . هغه دچاخبره په جېب کې مو موږکانو فوټبال کاوه يوه ورځ چې زه په خپله دېره کې په درانه خوب ويده وم ددوست غږ اوورسره پرله پسې خوزولو دومره ووېرولم چې نېغ کښېناستم.زماله اوترۍ نه دوست خوند واخسته په کټ کټ يې وخندل زه هم په شونډوکې ورته مسکى شوم .دوست اوتر اوتر لګيادى هلکه شابه جامې واغونده چې بازارته ځو.ماځان داسې ناګار ه واچاوه...