خرپ وترپ

زاڼې! ښکلې زاڼې !
ته غوټۍ وې دې بڼو کې
( اندانۍ ) شوې دې ګلوکې
زه په تړو په کمرو
دا ! پېريان راسره مل وو
له سهار ترماښام ېې ،
ړچولم زورولم .
توره شپه لاتېره نه وه
چې يوه بله جوپه راغلل
ښه په ډول و په سرنای
څه شين سترګي
سرککي ول زورور !
زما سره يوازې
دپلار نيکه راپاتې ،
يوه توره ابدالي وه .
ټول پېريان شول
راته ليکه
د مېنې دې جګړه کې
زما وزرې ماتې ماتې
زما ځاله دړې وړې .
ښکلې ځاڼې!
دا کمرې لوړې لوړې
دا د (بيټ نيکه) بورجل،
په ولکه کې دديوانو
قباله يې جوړه کړي
کوه قاف کې لا پخوا .
((دغه ځاله د بازانو
دې پاټک شی د ديوانو
سهار جوړه، بېګا ورانه
ځي راځي دې،
ټول دېوان په دې جونګړه )) .
دا زمونږه برخليک دی
ښکلې زاڼې ورته ګوره !
ښوروي غرونه رغونه
رژوي پاڼې ګلونه
نه مې( پير )شته
نه( روښان ) شته نه( ايپي)
ټول (پيران ) مې پېريان شوي
دې پېريانو راته ايښي
په تندې باندې داغونه .
چې مې ولويده زړګي ته
تاويزونه دي بې پدله
ټول دمونه دي بې دمه
هم مې زاڼې تللی نه شي
خپل ګودر ته
(پيرکی ) ته ډيره ګرانه
چې غړپ وکا له خپل جام
ښکلې زاڼې !
ما منلي پيغورونه
ستا ګيلې د زړه دردونه
ستا ځولۍ زما شمله .
دا نړۍ لکه يوکلي
زه دې وينم ته په بام
زه ولاړ يم په وستل
غږ مو رسي ښه يو بل ته
هم ګلونه په يو رنګ
د لوړو غرونو زاڼې
ورته ګوره !
دغه (غاښی )د زمريانو
چې اوس (تخت) دی د ديوانو
دا( کونجي) د زورو زرو
دا يو( پول) دی دپېريانو
سم سيده د( تورو زرو)
دغه زړه د ايشيا
او س تخته ده د ديوانو
بې وزره مه شي زاڼې
زمامينه زما وينه وه توده
ناخبره وم له ځانه
چې دا څومره پتنګان ول
په دې ځاله؟
څه ليونې ميني ؟
څه شليدلي ګريوانونه؟
دا ديوان که داپېريان دي .
ستا بلنه په بڼو
داپردۍ کوڅې ترې ښې دي
چې : مېلمه يمه خپل کورکې .
ته خپه نه شې ! اميرې
((د ميړونوخو يا خرپ وي يا يې ترپ))