ښاغلی هغه ورځ ډیر راته په غوصه شو ګرم هم نه و هم دا څو ورځې وړاندې یې ځواب راکړی و هغه دافکرکاو چې خبره نوره خلاصه شوه خو زه هغه ورځ بیا په دفترکې ورته شین شوم کله چې مې ددفتر ور په ګوتو نری نری وټکاو نو په ډېر اخلاص یې راته وویل مهرباني وکړئ راځئ.
زه چې ورننوتم هغه خپلې وړې سترګې چې دوریځو په وېښتانوکې یې پټې وې دمیزپه سره په یوه اوږده پرپړه کاغذکې ګنډلې وې له لږ انتظار نه وروسته یې سترګې راپورته کړې چې زه یې ولیدم نو مخ یې له قهره سور او شین واوښت، ډیرپه غضب یې راته وویل ته بیا دڅه دپاره راغلی یې؟
ماویل صاحب دهغه زړې کیسې په حقله مې یوڅه درته ویل هغه ویل زړه کیسه ولې زړه کیسه خو هغه ورځ خلاصه شوه ماویل صاحب خلاصه خونه وه خو تا شاهد غوښت نن مې شاهد هم له ځان سره راوستی که ستاسو اجازه وي زه به یې راوغواړم، داځل یې دتندي ګونجې نورې هم سره ورغلې ښه په اوچت اواز یې راته وویل ستاڅه خیال دی دامحکمه ستا د پلارملکیت دی اوکه ماته ستاد پلار له کورڅخه معاش راځي،چې شاهددرلود نو هغه ورځ به دې له ځان سره راوستی و اوس نو ستا د عوه خلاصه شوې ده ځه ورک شه چې زه مې خپلو کارونو ته وزګارشم ماویل صاحب نوبیاخو...
هغه یوځل بیا له میزڅخه سترګې راپورته کړې نوبیا څه ؟
ماویل بیا خو زه مرافعې ته ځم
هغه راته وویل خو ځه کنه ولې ولاړیې درباندي ناوخته کیږي.
ماویل ځم خونه پوهېږم چې مرافعې ته له ځانه سره څه شی یوسم
هغه له یوې ترخې مسکاسره راته وویل داخپل سر دې وروړه اوس دا هم زه دروښیم چې څه وروړه، ماویل هو صاحب دغه یوه وروستۍ مهربانې راباندي وکړئ ته خوپوهیږې چې زه بې سواده یم چندانې مې په دغو دعوو دنګلو سر نه خلاصېږي
هغه یوځل بیا مسکی شو خوداځل یې مسکا یو څه په مالګې وه
ویل یې چې داسي ده نو بیا نن ماښام زماکورته راشه چې زه دې په دغو دعوو دنګلو سر درخلاص کړم.
ماښام چې زه ورتلم هغه دجمات مخې ته په اوداسه بوخت و مسواک یې په خوله کې و په ښي اسباندیې ږیره موښله،چې په مایې سترګې ونښتې له سلام څخه مخته یې راته وویل یار ډیر په وعده ولاړ سړی راته ښکاره شوې هم داوس مې په زړه کې راګرزیدې.
زما زړه چې وس دقاضي صاحب په مهربانۍ یوڅه اوبه څښلې وې په خواکې ورسره کېښناستم ، ماویل قاضي صاحب اوس به یې څنګه کوو
هغه لاهم لاس په ږیره کې واهه راته يې وویل ګوره زوروره که مرافعې ته ولاړې نو ودې بایلوده، ته خو پوهیږې چې حریف دې ډیر شتمن دی هغلته هم درڼورپو چیچل دي، ښه لاره یې داده چې دقوم مشرانوته یې وسپارو په پښتنوکې دعوې په نیمه فیصله کیږي
زه ډاډه یم چې مشران به دې نه تاوني کوي خو چې خولې یې ورخوږې کړې نو هله.
زه یوڅه ورته دوه زړی شوم هغه په وږه لاس راته کېښود خفه کیږه مه بس ته یوڅه زقوم ترماراورسوه نورنو زما کاردی خو چې کار دې وشی نو بیا به مې هیروې نه.
۱۳۸۵/۶/۲۹ساجرسعودي عرب
په احترام غضري