چۍ پسرلی شي
اودغروله څوکو
دسپینوواورو ماهیان وښویږی
درې رالنګې شي اوسپینې چینې وزیږوي
اوزموږپه دښتودشیدولښتي خواره واره شي
زه به خپل زړه دپسرلي وږموکې وشیندمه
ترڅوداستړې مسافرې مرغۍ
له رنګ اوخوندسره
الفت هم حس کړې
۱۳۸۵/۲/۱۰
14.08.2007
- wiar
ته جذبه د محبت او شفقت يېته دمينې د مقام لوړ منزلت يې
د دونيا ښايست دې ټول له تانه ځار شيته زما د پاکې مينې حقيقت يې
خوبولې سترګې پورته کړه ګلفامهخوار زړګي لپه کې واخله مرحمت يې
دا نری نری باران د پسرلو تهښايسته ګل دپسرلو د ننګ غيرت يې
د ريدي ګلان به ټول له تانه جار کړمحسين خيل ته ته ډيوه...
18.08.2007
- wiar
ښاغلی هغه ورځ ډیر راته په غوصه شو ګرم هم نه و هم دا څو ورځې وړاندې یې ځواب راکړی و هغه دافکرکاو چې خبره نوره خلاصه شوه خو زه هغه ورځ بیا په دفترکې ورته شین شوم کله چې مې ددفتر ور په ګوتو نری نری وټکاو نو په ډېر اخلاص یې راته وویل مهرباني وکړئ راځئ.زه چې ورننوتم هغه خپلې وړې سترګې چې دوریځو په وېښتانوکې یې پټې وې دمیزپه سره په یوه اوږده پرپړه کاغذکې ګنډلې وې له لږ انتظار نه وروسته یې سترګې راپورته کړې چې زه یې ولیدم نو مخ یې له قهره سور او شین واوښت، ډیرپه غضب یې راته وویل ته بیا دڅه...