رژيدلي هيله
مازدیګر په زیړیدوو د دنګوماڼیو سیوري اوږده غزیدلي وو
دسرک له غاړې سره په پیاده رو کراکرا راروان وم ډیرستړی وم لاسونه اوپښې مې داسي یسیدل لکه چې زما نه وي. هو،ټوله ورځ مې دسیمټوبوجۍ پنځم منزل ته په شاه خیزه ولې وې زړه مې ډوب ډوب کیده نه پوهیږم چې درسته ورځ به ماڅومره اوبو څیښلې وي اوڅومره خولې راڅخه څڅیدلې وې ټول ځان مې دسیمټوپه دوړوکې لت پت وو جامې مې له ډیرو خولوڅخه داسي وچې کلکې وې تابه ویل چې له پلاستیک څخه مې ګنډلې سور دوبی و ډېره ګرمې وه سوځونکی لمر او ورسره دسیمټو ګردونه مې په پوستکي داسي لګیدل لکه مالګه چې په پرهر واچوې کله ناکله چې به دکومې دنګې ماڼۍ له کوم کونج څخه نري شمال سر راښکاره شو داسي به راباندي ولګیده لکه په تږي بانذي سړې اوبه .
یوه یوه ماڼۍ مې ترنظر تیریدله دلته هیڅ داسي ماڼۍ نه وه چې مادې سیمټ یاخښتې په شانه وي ورخیزولې په خیالونوکې ډوب شوم دیارلس کاله وړاندي ولاړم هغه وختونه رایادشو چې زه دلته نوی راغلی وم اوډیرې هیلې اوحسرتونه مې له ځان سره راوړي و
هغه وخت دلته نه دادنګې دنګې ماڼۍ وې اونه هم داپلن پلن سرکونه ګلان اوفوارې خوڅه کوې دلته یوه شین بوټی هم نه ترسترګوکیده.
هغه وخت داسیمه یوه شګلنه دښته وه کله چې به لږ تیز باد راولوت نو شګې به داسي بادې دې تابه ویل چې دسیلاب خړې اوبو راروانې دي، بیامې هغه تر ټولو په ښکلې ماڼۍ سترګې ولګیدې ،هو،ماڼۍ دیره ښائسته وه هغه دچاخبره د ولاړو ټولو ماڼیو ملکه وه دماڼۍ په تندي یوه لوحه راځړیده چې پرې لیکلې وو سوق العرب هو په دغه ښکلیو ماڼۍ کې اوس یو ښکلی مارکیټ جوړشوی و.
ښه انتيک او قیمتي سامانونه په کې خرڅیدل چې پیرل یې یوازې دعربود لویو لویو شیخانو کار وو بیا مې یونظر د ماڼۍ په خوا کې هغو ښکلیو بوټیوته وروکتل چې ما په خپل لاس کرلي وو مسکی شوم ورو مې له ځانه سره وویل څومره برکت من لاسونه مې دې وګوره یو بوټی هم لا نه دی وچ شوی خپلو لاسونوته مې وکتل هغه تڼاکې رایادشوې چې دهم دې بوټیو په کرلو کې مې په لاسونو راختلې وې بیا مې ماڼۍ ته وکتل هغه د(حمزأبابا) دغزل نیم بیتی رایادشو(ستاپه اننګوکې دحمزأ دوینوسره دي)نه پوهیږم دماڼۍ دځلاندوښیښو ځلا داسي راته ښکاره شوه لکه هغه زما دځوانو او تاندو خولو رنګ چې ورګډ وي رښتیا هم دهمدې ماڼۍ په تاداونوکې مې څومره ډیرې خولې څڅولې وې،دخپل نیمه خوا ژوندڅومره سهارونه مې هم دې ماڼۍ ته ورپه نوم کړې وو څومره ډیرې هیلې اوارمانونه مې له دې ښکلې ماڼۍ سره شیریک کړې وو.
دماڼۍ په خواکې له ولاړ ببري څخه مې یوه غوټۍ راوشکوله ورته ومې کتل ښه ډیر مې ورته وکتل سترګوته مې رانیزدې کړ لاښه نور ورته ځیرشوم، داسي راته ښکاره شوه لکه زمادځوانۍ هغه تانده هیله بیا مې خدایزده ولې په موټ کې وسولوه غوټۍ دانه دانه شوه لامې تر ډیرو په رغوي کې رژیدلې غوټۍ ته کتل لاهم هغسي ښکاریده لکه زماهغه رژیدلې هیله بیا مې ځان ته پام شو دټیکدار کورته رارسیدلی وم دکور دوره په خواکې مې دغږلیږدونکي جرس بټن کیکیښ لیږځنډ ورسته یو ماشوم راغږکو څوک یې ماویل زه یم پلاردې کوردی هغه ویل هو.
ماویل ورته ووایه چې راووزه سیمټ مې وخیزول هغه دمزدورۍ پنځوس ریال مې راکړه ماشوم راته ښه کړو بیا یې لیږ ځنډورسته راغږکو پلارمې ویده دی مورمې وایې چې سباراشه یوسوړ اسویلی مې وکیښ دغوټۍ دانې مې دسرک منځ ته وروغورځولې زه په مات زړه کته دخپل ځای په لور روان شوم
۱۳۸۵/۱۱/۱۶/ساجرسعودي عرب
په احترام عبدالرحمان غضري