عمر راځي ،هورښتیا وایې چې عمر راځي عمر ژوندی دی ،هو وایې چې هغه ژوندی دی باچالالا ویل چې هغه ماپه خپلو سترګو ولید . ولې له باچالالا سره رانه غی ؟ کارونه به یې درلودل . پس له کلونوکلي ته راځي په رښتیاهم (خدای ج)وایې : چې نورکه مې نه پیژنې نوبنده په دې خومې وپیژنه چې ستاپه زړه کې یوه وي زه بله درپیښه کړم .
دچاپه زړه کې و چې عمردي ژوندی وي اوکورته دې راشي داهغه خبرې وې چې دعمردراتلوله ګنګوسوسره سم دکلیوالوپه خولوخپرې وې رښتیاهم دعمرلیدوته دهر چا تلوسه وه د هغو ماشومانو هم چې هیڅ یې عمرپه خپل ژوندکې نه و لیدلی دعمردراتلوزیري دکلیوالوپه زهینونوداسي سیوری غوړولی و چې دهیچادې ته پام نه و چې دعمردراتلونه ورسته به څه کیږي . هر چا چې به ګل بازماما لېده نو ورته ویل به یې سترګې دي روښانه شکر دی دعمر د راتلو زیری شوی نورنو غم مه کوه که خدای کول نو ډیر ژر به راشي. وایې چې دژوندو لارې زیندۍ وي خو هیچا د ګل باز ماما په سترګو کې هغو اندیښنو ته پام نه و چې دعمر ستړیو پوښتنو ته یې ځوابونه لټول.
ګل بازماما په خپلوکړنو پیښمانه و خوچاره څه هغه ته خوهغه وخت هم دامناسب ښکاریده . اوبیادعمر مور چې دګل بازماما مشره خوروه اوده ورته ببو ویل دببو هم داخوښه وه چې څانګه نور د غمو نو له دلدل څخه راوباسو ، ترڅو به هغه داوښکو په تیزابو خپل ارمانونه وینځي ، ترڅو به هغه دعمردراتلو په انتظارناسته وي ، اوبیا هغه دی دعمر د مرګ خبرهم راغی ، ولې موږهغې ته دانه وایو چې نورستا له سرڅخه دعمر د نام زادګۍ ټیکری لویدلی او هغه مړ دی ګل بازماما له چې له یوې خوا دخور وصیت مجبور کړی و له بلې خوایې سپکې ورکې لیدې دڅانګې ځوانۍ او د کور کلي خبرو دې ته اړکړ چې څانګه خپل وراره فیروز ته ورپه نیکاح کړي .
خواوس چې عمر ژوندی دی کلي ته راځي دګل بازماما په سترګو کې داندیښنو توپان دهغه بې وسي داسې ترپښو لاندي کړه چې هغه یې په خپل هم تصورنه شوای کړای.
ګل بازماما شاید زرځله خپل زړه ته په خپله تسل ورکړی وي او دایې ویلي وي چې په دې کې زما څه قصورو داخو د وخت غوښتنه وه خو ضمیر ورسره چیرته منله ، ضمیریې ورته دایوه خبره کوله چې ټول قصور ستا دی داته وې چې دعمر په امانتونو کې دې خیانت وکړ.
ګل بازماما لاله خپل ضمیرسره په جنګ وچې دعمردراتلو زیری وشو ،هو کلي ته دراتلو زیری زیری نه و د وارخطایې هغه الم و چې دګل بازماما له خولې څخه یې یوه داسي چیغه ویسته چې هغه په خپله چیغه له خپل درانه خو اندیښمن خوبه راپاڅید.
۲۰۰۵/۱۲/۱۷
په احترا م عبدالرحمان غضري
ساجرسعودي عرب