دغرب دخلکو هم کلتور او هم وجدان بدل شو
لاره يې بيله شو ه مزل ته يې کاروان بدل شوددوی تهذيب کې هوسونه شو غالب پر اخلاق
معنا بدله دسيرت او دژوند شان بدل شوتعريف بدل دازادی شو ازادي بله شوه
ددازادۍ سره تعريف دسود او زيان بدل شوهر څوک ازاد دی هر عمل کې هر عمل دی ازاد
دبې قيدی په عادتوباندې انسان بدل شوهدف دې ورک منزل مجهول غايه بدله ښکاري
ټول تعريفونه بدل شوي دي زمان بدل شونوې دودونه دي راوړي خصلتونه نوی
دونيا بدله شوه تصميم بدل وجدان بدل شوجنايتونه هره ورځ شي د عرفان سيوری کې
دمعرفت غايه بدله شوه عرفان بدل شوساينس او پوهنه استخدام شي استعمار دبل ته
دعلم لاره شوه بدله دبستان بدل شودماديت مينې له مينې نه محروم کړ انسان
کوشش دهر چا شو بدل دهرچا ځان بدل شوعفت حيا په ازادۍ باندې بنديز ګڼي دوی
د صفتونو هم تعريف او هم بيان بدل شوبې قيدي ټوله ارمغان دتمدن ياديږي
دتمدن هويت بدل شو ارمغان بدل شودمحب هيله ده چې وښيی هدف داخلاق
هر يو غزل کې يې موضوع او هم عنوان بدل شو