ای چې دا څومره ژر دې ومنلې
ددو غو خلکو درواغجنې کيسې
ددوی په سترګو کې خو شر اوسېږي
ددوی نو چېرې زده دمينې کيسې؟

ماته اوس هم لکه ايمان سپيڅلې
راته په شانې دسپين غر ښکلې يې
درود په څېر مې زړه پر تا ودان دی
لکه دبنګو مازيګر ښکلې يې

ته خپه مشې چې خمار مې واخلي
ډکه پياله کړم په سر بنګ واړم
دکلي ونې لکه ته ښکلې شي
زه درڼې چنې تر څنګ واړوم

ستا څو غزلې مخ ته وغوړوم
بس تر ماښام يې يادوم يادوم
ماښام تياره شي رانه توري ورک شي
نو ورته اوښکې بلوم بلوم

له ستړي ژونده مې شپې باج اخلي خو
په تصور يې ستا روښان ساتمه
نومې دې اوس هم په ترنم اخلمه
په دې يو څو تورو ايمان اخلمه

پريږده لګيا دې وي خو مه يې منه
ددوغو خلکو درواغجنې کيسې
ددوی په سترګو کې خو شر اوسېږي
ددوی نو چېرې زده دمينې کيسې