ته پوهيږي هماليا کې زما زړه ده
د کلونه مې ليدو ته يي تلوسه ده
زما د لوړ پامير غرور پکې ښکاريږي
هندوکش او د سپين غر يو منظره ده
په هواره کې دا ټول زړونه خيرن دي
پيدا کړاې مې دغره کوچی پاک زړه ده
د ګنګا سين کې لاهو شه لامبوزنه
هماليا ته به راځم دا مې وعده ده
د سيند غاړی ته را ځه په دمه دمه
تاج محل د شاه جهان نښه د زړه ده
غرنيه د خيرن لاسو د جار شم
هماليا نه پير با با پوری مې زړه ده
هريرود په شانته سيند لري ملګرۍ
د کوکچي او دواښان يو منظره ده
د حفيظ د سر په سترګو ورته ګوری
خړو دوړو کې پا مير په شان ښايسته ده
25.06.2007
- wiar
دساړه ژمي یوه سړه ورځ وه دکلي دځوانانو هم لکه چې نورپه کورونوکې زړونه تنګ شوی و دوي ټول دجمات له خادم سره دجمات په تودولو بوخت و جمات خوتودیده خوورسره ورسره د جمات د انغري په غاړه دځوانانوبانډارهم په تودیدو شو مامې هم خپل کوچني لاسونه په داسي حال کې چې خپل خړڅادرمې کلک ترغوغوږنوتاو کړی و ورو ورو دجمات انغري ته ورنیزدې کولمامې لاخپل لاسونه دانغري سرته نه و رسولي چې دجان باز دراتلو سمښت شو موږلاخپل مخونه د وره په لورسم نه و وراړولي چې هغه...
26.06.2007
- wiar
ای چې دا څومره ژر دې ومنلېددو غو خلکو درواغجنې کيسېددوی په سترګو کې خو شر اوسېږيددوی نو چېرې زده دمينې کيسې؟
ماته اوس هم لکه ايمان سپيڅلېراته په شانې دسپين غر ښکلې يېدرود په څېر مې زړه پر تا ودان دیلکه دبنګو مازيګر ښکلې يې
ته خپه مشې چې خمار مې واخليډکه پياله کړم په سر بنګ واړمدکلي ونې لکه ته ښکلې شيزه درڼې چنې تر څنګ واړوم...