دتيرې جمعې په ورځ په كابل كې په خپله كوټه كې له يو ملګري سره ناست اوم، او پرشمشاد تلويزون لګيدلى هغه هندي فلم مې كتل چې ژباړه يي پښتو وه چې،ناڅاپه دتلويزون پرهينداره په سره ګرښه ليكل شوي عنوان(عاجل خبر) راغى،چې ددغه عنوان په ليدو مې لا ډير  پام ددغه تلويزون هيندارې ته واوښت،اوددې خبر په ليدو نيغ كښيناستم او دتلويزون هيندارې ته ټول سترګې سترګې او غوږ غوږشوم.
په همدې حال  كې د(شاه ځلمي ځلمي) په نامه يو وياند دتلويزون پرهينداره راښكاره شو،دوياند له څيرې بريښيدله چې،كومه لويه غميزه رامنځ شوې چې رښتيا هم لويه غميزه رامنځ ته شوې وه.
وياند ليدونكيو ته تر سلام اچولو وروسته په نيمه ژړغونې غږ وويل:په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ،چې دشمشاد تلويزون وياندې او دپروګرامونو وړاندې كوونكې پيغله (څانګه آماج)تيره شپه په خپل كور كې دناڅرګند دليل له امله وژل شوې ده،او دخداى بخښلې دوژنې په اړه دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
وياند په يووخت كې دغه خبر درې ځلې تكرار كړ.
خداى شته چې،ددې خبر په اوريدوهك پك شوم، اوله ډيرې خواشينۍ څخه مې ملا پربالښت ولګوو او تلويزون مې رډ رډ ته كتل.
كه څه هم ما څانګه يواځې دشمشاد تلويزون پر هينداره دپروګرامو او خبرونو دوړاندې كولو پرمهال ليدلې وه،او له نږدې  مې نه پيژندله او نه مې ورسره كومه دفتري او رسمې اړيكه درلودله خو،ديوانسان اوافغان اوپښتون ژورنالست په توګه د نوموړې د وژنې پرخبر سخت ولړزيدم او خداى شته چې يوڅو اوښكې مې هم تويي كړي.


دخبر دتيريدو سره سم دتلويزون پرهينداره په پښتو ژبه ژباړل شوى دهندي فلم پاتې برخه پيل شوه، اودياد شوي تلويزون خپرونې هماغسې په درز كې روانې شوى.
كه څه هم ،دآغلې آماج تروژنې ورسته د شمشاد تلويزون دوياندويانو او پروګرامونو وړاندي كوونكيو په څيرو دغم وريځي خپرې وي،اود دوى غمجنو څيرو او نيمه ژړغوني غږونو د يوې لوېي غميزې انځور كښل،او آن دغو كاركوونكيوپه خپلوتفريحي پرګرامونو كې له خندا او ټوقيو ټقالو څخه هم په كلكه ډډه كوله،خو زما دشمشاد تلويزون له رياست څخه يوه وړه غوندې ګيله راځي،اوهغه دا چې، ولي دغه رياست دخپلې كاركونكې ځوانيمركې(شكيبا څانګې آماج) دوژنې پرمناسبت لږترلږه يوه ورځ هم په رسمې بڼه غمرازې اعلام نكړه،او خپلې تفريحي او سندريزې خپرونې ديوې ورځې لپاره هم بندې نګړي.
زما په څير ډير خلك ددې ګواه دي چې تيره شپه او وړمه شپه هم د دغه تلويزون د(سندرو او خبرو) سندريزه خپرونه چې،په ژوندۍ توګه خپريږي او همدارنګه د(ترنګ) په نامه يوه بله سندريزه خپرونه چې زما په غالب ګومان ترخپريدو دمخه ثبت او اصلاح كيږي، ښه په درز كې خپرې شوى او،ښه په درز كې يي اتڼنيزې سندري خپرې كړي.
آى كاش چې،دشمشاد تلويزون رياست دخپلې تازه څانګې د ماتيدو په مناسبت خو لږترلږه نيمه ورځ ماتم خواعلام كړې واى.
 
ځوانيمركې ته د جنت الفردوس،كورنۍ او اودشمشاد تلويزون ټولو كاركوونكيو ته د جميل صبر غوښتونكى،او قاتلينو ته دسخت عذاب په هيله.