مينه څه ده ؟
يوتړون
د دوه زړونو
يو وعده
د دوه مينو
مينه څه ده؟
يو تړاو
د ګډ ژوند
باور په يو بل
انتظار
د يو چا
مينه څه ده ؟
يو درد
خو
خوږ
چې وايي :
(( واه څومره خوږ دی
د مينې درد
چې ، په زړه کې دې نرۍ نازکه ليکه راشي . ))
12.06.2007
- wiar
دتيرې جمعې په ورځ په كابل كې په خپله كوټه كې له يو ملګري سره ناست اوم، او پرشمشاد تلويزون لګيدلى هغه هندي فلم مې كتل چې ژباړه يي پښتو وه چې،ناڅاپه دتلويزون پرهينداره په سره ګرښه ليكل شوي عنوان(عاجل خبر) راغى،چې ددغه عنوان په ليدو مې لا ډير پام ددغه تلويزون هيندارې ته واوښت،اوددې خبر په ليدو نيغ كښيناستم او دتلويزون هيندارې ته ټول سترګې سترګې او غوږ غوږشوم.په همدې حال كې د(شاه ځلمي ځلمي) په نامه يو وياند دتلويزون پرهينداره راښكاره شو،دوياند له څيرې بريښيدله چې،كومه لويه غميزه ر...
13.06.2007
- wiar
يو وخت داسې و چې د پېښور په کوڅو کې به مو په ساعتونو ساعتونو پياده مزل کاوه، چې د ښاري موټر درې کلدارې سپما کړو، دا يوازې زما نه بلکې د ټولو فرهنګيانو همداحال و. ددې خبرې د پخلي لپاره يوه خاطره راياده شوه چې دلته يې يادونه اړينه بولم .
((د حقوقو پوهنځی مې په دويم کال پرېښوده او دخپلې کورنۍ سره پاکستان پېښور ښارته لاړو البته لامل يې دا و چې دلته طالبانو د پوهنځي شرايط دومره سخت کړل چې له ويلو نه يې نه ويل ښه او بله دا چې زموږ کور هم پاکستان ته لاړو نو داند هم نه خوښېده چې...