يو وخت داسې و چې د پېښور په کوڅو کې به مو  په ساعتونو ساعتونو پياده مزل کاوه، چې د ښاري موټر درې کلدارې سپما کړو، دا يوازې  زما نه بلکې د ټولو فرهنګيانو همداحال و. ددې خبرې د پخلي لپاره يوه خاطره راياده شوه چې دلته يې يادونه اړينه بولم .

((د حقوقو پوهنځی مې په دويم کال پرېښوده او دخپلې کورنۍ سره پاکستان پېښور ښارته لاړو البته لامل يې دا و چې دلته طالبانو د پوهنځي شرايط دومره سخت کړل چې له ويلو نه يې نه ويل ښه او بله دا چې زموږ کور هم پاکستان ته لاړو نو داند هم نه خوښېده چې زه دې يوازې په افغانستان کې پاتې شم ځکه هغه لا زما په اړه ډېر تشويشونه درلودل . خبر رانه اوږدېږي بېرته موضوع ته راځم پېښور ته چې ورسېدم نو هلته خو ما کومه دنده نه درلوده اوزګار ګرځيدم نو  اند راته وويل، چې انګليسي او کمپيوټر زده کړم خو  لا تراوسه مې هم انګليسي  سمه نه ده زده کړې. په دوه درې کورسونو کې مې داخله وکړه .  کورسونو ته تلم او درس مې هم ښه په شوق وايه.

په دې وخت کې راته يون صيب وويل چې راځه زموږ سره به هم مرسته کوې او په کمپيوټر کې به دې تمرين  هم وشي نو همداسې مې وکړل او له يون صيب سره مې په دفتر کې افتخاري کار شروع کړ ،  په دې وخت کې صالح محمد صالح د هيلې مجلې د کمپوز چارې پر مخ بېولې خو وخت داسې راغی چې صالح محمد دنده پرېښوه او دهيلې کار ماته راپاتې شو ،  استاد لکه د مخکې چې په دې خبره پوه شوی و چې صالح کار پرېږدي نو عزت الله شمسزی د لغمان څخه راوغوښت تر څو د هيلې د چارو پر مخ بېلوکې مرسته وکړي ، دواړو په شريکه دهېلې چارې پرمخ بېولې کله خفه او کله پخلا لکه ددوه بنو مو سره نږدې پنځه شپږ مياشتې په يو دفتر کې تېرې کړې خو ، چې شمسزي د کمپيوټر کار زده کړ نو بيا ما هم د هيلې کار همده ته پرېښوده.  دلته اصلي خبره داده چې ما او شمسزي د يون صيب سره نږدې پنځه شپږ مياشتې کار وکړ نو په دې پنځه شپږ مياشتو کې مو د برګر او شړومبو نه بل څه نه دي خوړلي. يو وخت راته يون صيب وويل چې ياره تاسو دواړو به دوه منه کوچ خوړلي وي زه حيران شوم چې موږ خو کوچ لېدلي نه دي نو ومو خوړل څنګه خو چې فکر ته مې پام شو نو پوه شوم چې ده د شړومبو کوچ حساب کړي چې موږ پوره شپږ مياشتې خوړلې وې. دا مې د هغه وخت د غربت يوه خاطره ياده کړه ))

خو اوس  داسې نه ده شکر دی ټول فرهنګيان  زما په ګډون په ښو دندو کار کوي لوړ ډالري معاشونه اخلي چې ساعت خو لاپرېږده  اوس يوه دقيقه هم پياده مزل نه کوي، هر څوک خپل شخصي موټر لري که شخصي نه وي نو د کرايې سپما غم نه کوي د لسو په ځای شل ورکوي خو ځان ځای ته رسوي.
 خو په هغه  غربت ، نيستي کې چې  د يوې روپۍ پيدا کول سم د ځان وژل و مينه وه، خلوص و، په ژوند کې يو لذت  او خوند و. ګډې ناستې وې ، بنډارونه و خو لنډه دا چې په ورځ کې خو به ټول فرهنګيان له يو بل سره مخ کېدل او ښه په مينه به يې له يو بل سره برخورد کاوه .  

اوس هر څه شته ټول فرهنګيان په ښو لوړو لوړو څوکيو کار کوي او ښه لوړ  ډالري معاشونه اخلي  دي هر يو يې  خپل شخصي موټر لري لنډه داچې ساعت يې تېر دی خو په ژوند کې هغه خوند نه شته د ملګرو بنډارونه نه شته، مينه نه شته ، د يو بل په  غم او خوښۍ کې برخه اخيستل نه شته  بس هر سړی په دې غم کې دی چې څنګه ډېرې پيسې پيدا کړي او ځان ته په ښار کې کور واخلي.

زه که د خپل ځان په اړه ووايم زه هم همداسې شوی يم اوس له خپله دفتره تر کوره چې ټوله شل دقيقې لاره ده پياده نه شم وهلی خو مخکې به په پېښور کې له تمبوانو ( تهکال) نه تر د بورډ د ګل اباد پورې پياده راتلم او که کمال زی به راسره مخ شو نو يو چکر خو به يې راباندې دپېښور په اسلاميه کالج کې هم واهه چې لاره به يې راته يو په دوه کړه.

خبره په ژوند باندې وه، زما په اند موږ هسې دې پرنګيانو ته خوشاله يو چې ياره وطن يې راته جوړ کړ او دا يې راته وکړل او يا دا، زه خو وايم چې زموږ نه يې زموږ مينه واخيسته، زموږ ادب يې راختم کړ، زموږ شعر يې بې خونده کړ، زموږ د شاعر نه يې عاطفه واخيسته او بس د پېښوريانو خبره چې د دنيا په لالچ يې اخته کړو هر څه يې رانه هېر کړل.

فکر کوم چې په دې به راسره ډېری  ياران  يو خوله وي چې کوم خوند د پېښور کوڅو په اوزګار ګرځېدو کې و اوس نه شته، زموږ شاعرانو چې کوم شعر په هغې وخت کې ليکه اوس هغسې شعر نه شي ليکلی، څومره ليکنې چې په هغه وخت کې زموږ ليکوالانو کولې اوس يې نه کوي بس  د روزۍ په غم کې داسې ورک يو چې په يو ښار کې مياشتوسره نه ګورو. مخالفتونه خو پرېږده چې د ورونو غوندې ياران يې د يو بل دشمنۍ ته کېنولو.

 نو کله چې په دې خبرو فکر کوم  او ډېر مې دا د خيال مرغه لرې والوزوم نو د اند دا نيم بيته مې بې اختياره له خولې ووځي چې ((زنده ګي هم د لښکر غمونو مور ده))

مننه