نن دې له دره بې نوا لاړمه
جانانه څومره په سودا لاړمه
ستا مې د زړه په سر ليکلی دی نوم
ستا چې هېر يمه اشنا لاړه
هغه وعده هغې د مينې قسم
تا کړلو مات شومه جدا لاړمه
چې به لېواله وه ديدن ته مې تل
لټوم هاغسې ښکلا لاړمه
نن مې په تلو کې شاته ډېر وکتل
پوه شوم څه نه وايي رښتيا لاړمه
ته چې د وياړ سره خوشاله نه يي
شه مبارک دې دا دنيا لاړمه
13.06.2007
- wiar
يو وخت داسې و چې د پېښور په کوڅو کې به مو په ساعتونو ساعتونو پياده مزل کاوه، چې د ښاري موټر درې کلدارې سپما کړو، دا يوازې زما نه بلکې د ټولو فرهنګيانو همداحال و. ددې خبرې د پخلي لپاره يوه خاطره راياده شوه چې دلته يې يادونه اړينه بولم .
((د حقوقو پوهنځی مې په دويم کال پرېښوده او دخپلې کورنۍ سره پاکستان پېښور ښارته لاړو البته لامل يې دا و چې دلته طالبانو د پوهنځي شرايط دومره سخت کړل چې له ويلو نه يې نه ويل ښه او بله دا چې زموږ کور هم پاکستان ته لاړو نو داند هم نه خوښېده چې...
13.06.2007
- wiar
يو څوک که غرو کې ګرځي ناکراره هره شپه زه هم ورته دوعا کړم تر سهاره هره شپه
اخير به د بنګړيو مې د راګ زړګوټی چاو د کړې چې داسې سوی ژاړې تر سیتاره هره شپه
بمونه يې په تن پورې تړلي تنکي ژڼي تېرېږي ډلې ډلې په دې لاره هره شپه
ما غوږ لکه ناهيد په دېوال ايښی وي که واورم د استا د اس ترپار ځوانه سالاره هره شپه
سبا چې به دې بيا کوم يو ژڼکی په سر ولاړ وي په دغه اندېښنه کې ومه داره...