په ننګرهار کې خپلو څو دوستانو ته!

په دې خوشال وم چې راپاتې دغه څوملګري
ولې پوه نه وم چې دا هم دي د دوکو ملګري

څه دور راغی ټول يې کړلو د يو بل مرور
ګنې موږ وو يو وخت د ښکلو پلوشو ملګري

چې به مو يو بل ورځ کې ونه لېده داسې به وو
لکه چې ته مو وې لېدلي په کلو ملګري

مينه مو خواره کړه په مينه مو څه لوبې وکړې
په بدو بدو يادوو په مجلسو ملګري

ددې مالت وګړي ټول د خپل مطلب پورې دي
ځکه راپاتې نه شو ماته مې د شپو ملګري.